Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد او خاورې په اړه هېڅ معامله د منلو او زغملو وړ نده – د بګرام په اړه د اسلامي امارت غبرګون

فطرت په دې مراسمو کې ویلي: “مونږ به هیڅکله معامله ونکړو؛ دا نه‌ ممکنه ده او نه د امکان وړ. افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک دی؛ د هېواد اولاد یې اداره کوي او په دې اړه له هیڅ بهرني هېواد سره معامله نلري.”

خپور شوی

د

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز فصیح الدین فطرت د یکشنبې پر ورځ (د وږي دېرشمه) د هوايي ځواک پوهنتون له روزنیز کورس څخه د پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد او خاورې په اړه ان  یوې کوچنۍ معاملې ته هم چمتو ندی.

فطرت په دې مراسمو کې ویلي: “مونږ به هیڅکله معامله ونکړو؛ دا نه‌ ممکنه ده او نه د امکان وړ. افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک دی؛ د هېواد اولاد یې اداره کوي او په دې اړه له هیڅ بهرني هېواد سره معامله نلري.”

هغه دا هم ویلي، چې اسلامي امارت هیڅکله هم منلی او زغملی نشي، چې بهرنیان پر مونږ حکومت وکړي.

هغه وایي: ” افغانانو تل د هغو کسانو پر وړاندې مبارزه کړې، چې غواړي د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.”

فطرت زیاته کړې؛ د نړۍ زبرځواکونو تجربه کړې، چې افغانان هیڅ بهرني ځواک ته سر نه ټیټوي. “هغه کسان، چې د دوستۍ لاس غځوي، له زمونږ سره ملګري پاتې دي؛ خو هغه کسان، چې د زور او دښمنۍ لاس غځوي؛ مونږ یې پر وړاندې تر ټولو قوي دښمنان یوو.”

د وسلوالو ځواکونو ستر درستیز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه هم وویل: “مونږ تر هغې جګړه کړې، چې له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول.”

هغه وایي: ” د شل وروستیو کلونو مبارزه ښيي؛ دښمن اړ کړی شو، چې د تېښتې لار غوره کړي. دښمنان مو له پېژندنې تجربه لري؛ که نلري، باید وموپېژني.”

فطرت د ټرمپ وروستي خبرداری ته هم غبرګون وښود او څرګندوي؛ مونږ له هیڅ ځوروونکي او ظالم څخه وېره نلرو.

هغه ټینګار کړی: “په شل کلونو کې مو ثابته کړې، چې مونږ د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع وړتیا لرو.”

د وسل والو ځواکونو ستر درستیز دا هم ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان هوايي او ځمکنی حریم بشپړ خوندي وي او له پوځي شتون پرته پر اړیکو یې ټینګار څرګند کړ.

فطرت ویلي: “کله، چې بي ـ ۵۲ الوتکو الوتنه کوله؛ ترې ونه‌وېرېدو. مونږ به داسې شرمناکه معامله ونکړو، چې د شهیدانو وینه تر پوښتنې لاندې راولي. مونږ اوس هم د دې خاورې او دې نظام د ساتنې لپاره قربانۍ ته چمتو یوو. مونږ منظم وسلوال ځواک لرو، چې د ساتنې لپاره چمتو دي.”

د وسلوالو ځواکونو ستر درستیز د بهرنیو ځواکونو ۲۰ کلن اشغال ته په نغوته کې ویلي: ” ډاډمن دی، چې دوی خپله ناګامه تجربه تجربه کړې او به بیا هیڅکله دا کار ونکړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې او د شنبې پر ورځ په ټروټ پاڼه کې ګواښ کړی، چې که افغانستان د بګرام هوایي اډه بېرته امریکا ته ونه‌سپاري؛ له بدې پایلې سره به مخ شي او د اډې د بېرته نیولو لپاره یې د امریکایی ځواکونو د لېږلو امکان هم رد نکړ.

تازه خبرونه

د قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ

دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړه‌لیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمه‌ییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.

Published

on

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف پر رسمي بڼه په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرله‌پسې پراختیایي اهدافو سیمه‌ییز مرکز د جوړولو قانون تائید کړ.

دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړه‌لیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمه‌ییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې دا مرکز به د تلپاتې پراختیا د هڅولو، د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره په مرکزي آسیا او افغانستان کې کار کوي.

د جون پر یوولسمه د دې لایحې د معرفي کولو پر مهال د قزاقستان د سنا غړې بي بي‌ګل ژیکسانبای دا مرکز د خپل هېواد لپاره سټراټیژیک اهمیت وباله او څرګندوي، چې په الماتا کې د هغې جوړول به د نړیوال ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه د ښار موقعیت نور هم پیاوړی کړي.

هغې زیاته کړې، چې دا اقدام به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د وړاندې کولو فرصتونه زیات کړي، د قزاقستاني متخصصانو حضور به په نړیوالو بنسټونو کې لوړ کړي او د هغوی د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به مرسته وکړي.

د دې هوکړه‌لیک له مخې، قزاقستان ژمنه کړې، چې له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به هر کال درې میلیون ډالر داوطلبانه دې مرکز ته ځانګړي کړي. دا بودجه به د عصري تجهیزاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ بېخبناوو، د اړیکو سیسټمونو او د مرکز د عملیاتي لګښتونو لپاره ولګول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بې‌وزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان لپاره د ټولګډوږنه سیاسي بهیر د پیل په اړه د اروپايي ټولنې د ټینګار په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شوی او اوس د افغانستان لومړیتوب اقتصادي هوساینه او پرمختګ دی.

مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بې‌وزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»

د اسلامي امارت ویاند له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په اړه د اندېښنو پر ځای له دغه هېواد سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي.

هغه زیاته کړې:« مونږ هیله لرو، چې نور هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه ونه‌لري او له افغانستان سره د خپلو اړیکو او تعاملاتو د پراخولو په اړه غور وکړي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اروپايي ټولنې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګدونه سیاسي بهیر پر پیل ټینګار کړی او هغه یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین بللی دی.

د اروپايي ټولنې استازولۍ همداراز د بشري مرستو د بې‌خنډه رسېدا او د دغو مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو د ونډې د تضمین غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت تل د ټولګډونه سیاسي بهیر موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې نور هېوادونه باید په دې برخه کې لاسوهنه ونه‌کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ډیکارلو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سیاسي او د سولې د ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.

روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت د آسانتیاوو او همکاریو له آسانتیاوو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دغه آسانتیاوې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمې دي.

هغې همداراز د یوناما اړوند د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!