سوداگري
د پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
د پاکستان د مالټې د صادراتو عاید په تېرو څلور کلونو کې له ۲۱۱ میلیون ډالرو (په ۲۰۲۱ مالي کال کې) څخه ۹۲.۵ میلیون ډالرو ته (په ۲۰۲۵مالي کال کې) راکم شوي، چې دا بېسارې کمی اوس د افغانستان د لارې له تړل کېدا سره نور هم زیات شوی دی.
د پاکستان د مالټې صادرات په داسې حال کې پیل شوي، چې د وروستیو کلونو له تر ټولو سخت صادراتي بحران سره مخ شوی دی.
د پاکستان د مالټې د صادراتو عاید په تېرو څلور کلونو کې له ۲۱۱ میلیون ډالرو (په ۲۰۲۱ مالي کال کې) څخه ۹۲.۵ میلیون ډالرو ته (په ۲۰۲۵مالي کال کې) راکم شوي، چې دا بېسارې کمی اوس د افغانستان د لارې له تړل کېدا سره نور هم زیات شوی دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ لار د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر له نیمایي راپدېخوا تړلې پاتې ده، چې د پاکستان د مالټې صادرات یې پوره اغېزمن کړل. یوازې په ۲۰۲۵مالي کال کې پاکستان ۶۰ سلنه مالټه، چې نږدې ۱۵۳ زره ټنه کېږي؛ افغانستان ته صادر کړي وه. پر افغانستان تکیه اوسمهال د پاکستان د صادراتو کمزورې برخه ګرځېدلې ده.
افغانستان نه یوازې د پاکستان د مالټې تر ټولو لوی پېرودونکی دی، بلکې د دوهیمې او درېیمې درجې د مالټې ښه بازار هم دی، چې د ټيټ کیفیت له کبله په منځني ختیځ کې بازار نلري. له افغانستان سره د لارې د تړل کېدا له کبله اوس لسګونه زره ټنه دا محصولات د پاکستان په زیرمو کې پراته دي او پېرودونکي نلري.
د افغانستان تر څنګ روسیې، قزاقستان او ازبکستان هم د ټرانزیټي دهلېز له لارې د پاکستان مالټه واردوله؛ خو د افغانستان ټرانزیټي دهلیز له تړل کېدا وروسته پاکستان هڅه وکړه، چې صادرات د ایران له لارې ترسره کړي؛ خو نړیوالو بندیزونو دا لار ورته ناشونې کړې ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
سوداگري
د خواف-هرات اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزه لېږدېدا عادي روانه ده – مجاهد
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د خواف- هرات اوسپنېپټلۍ کمیسیون ادارې چارې عادي دي او د سوداګریزو توکو لېږد له کوم خنډ او ځنډ پرته روان دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې له دې لارې لېږدونه عادي روانه ده او په کې هیڅ ځنډ ندی راغلی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سوداګریزو توکو د لېږدونکو توکو یو لېږدوونکی ریلګاډی اوس هم د هرات ولایت د روزنک سټیشن ته رسیدلی، چې په کې د سمنټو ۴۲ واګونونه او ۲ د امډياف تختو واګونونه شامل دي.
مجاهد زیاته کړې؛ تمه ده یو بل باروړونکی ریلګاډی، چې خوراکي توکي او اړوند سونګ توکي لېږدوي د شپې په اوږدو کې به د روزنک سټیشن ته راورسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د ایران اوسپنېپټلۍ چارواکو معلوماتو ته پر نغوته(اشاره ) دا هم ویلي؛ شاوخوا ۹۰۰ واګونونه د هغه هېواد په خاوره کې د افغانستان لوري ته راروان دي او په عادي توګه به هېواد ته راننوځي.
هغه له ملي سوداګرو هم غوښتي، چې د بازار ثبات ساتلو لپاره د سوداګریزو توکو د بیو له لوړولو څخه ډډه وکړي.
-
تازه خبرونه5 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه2 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه4 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
نړۍ4 days agoایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
لوبی4 days agoهندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
