سیمه ییز خبرونه
د پلازمېنې كابل په گډون په څلور ولايتونو كې پېنځه مسلخونه جوړيږي- رحيمي
د كرنې او مالدارۍ وزارت د پلازمېنې كابل په گډون څلور ولايتونو كې كې پېنځه مسلخونه جوړوي.
د كرنې وزير محمد آصف رحيمي د دغه تړون د لاسليك كولو پرمهال وويل، چې:
په دې مسلخونو كې به د څارويو د ساتلو، معاينه كولو او له حلالولو مخكې د اړينو امكاناتو برابرولو آسانتياوې موجودې وي او په جوړيدو به يې لسگونه افغانانو ته د كار زمينه برابره شي.
په دې اړه حبيب الله بختيال د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال څرگندوي، چې د كرنې او مالدارۍ وزيرمحمد آصف رحيمي د دوگوس ميكناى په نوم د يو تركي شركت له مشر سره د ۱۹،۵ ميليون ډالرو په ارزښت د پېنځه مسلخونو جوړولو تړون لاسليك كړ.
نوموړي د دغه تړون د لاسليكولو پرمهال وويل، چې:
د آسيا پرمختيايي بانك د كرنې په برخه كې د بنسټيزو پروژو د پلي كولو او كرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې په اړه ۳۰ ميليون ډالر مرسته كړې، چې ۱۹،۵ ميليون ډالره به يې د مسلخونو په جوړول ولگيږي. له دغو پېنځه مسلخونو څخه به دوه د كابل په ريشخورو او بگراميو كې او پاتې نور به يې په كندز، بلخ او هرات ولايتونو كې د ۱۵مياشتو په موده كې جوړشي.
رحيمي زياته كړه، چې:
هريو مسلخ به په يو وخت كې د پېنځه سوه پسونو، سل غواگانو او ميښو د حلالولو وړتيا ولري او په دې مسلخونو كې به نوموړي څاروي معاينه كيږي او وروسته له حلالولو به يې غوښه هم معاينه كيږي. په دې كار به څرگنده شي، چې غوښه د پروسس وړ ده او كه نه.
د رحيمي په وينا:
په دې مسلخونو كې د څاروي له حلالولو وروسته په مسلخ كې د شته عصري وسايلو پر مټ به د څاروي له وينې، پوستكي، كولمو او هډوكو هم استفاده وشي.
رحيمي زياته كړه، چې:
له دې وروسته به په ښاركې د قصابۍ دوكانونه د پاكوالې لپاره شيشه خانې ولري، چې په دې اړه دوى له ښاروالۍ سره يو ځاى كار كوي.
د دغو مسلخونو د جوړولو لپاره تړون په داسې حال كې لاسليك كيږي، چې اوس هم د هېواد په گڼ شمېر ولايتونو كې د څارويو د حلالونې لپاره د مسلخونو د نشتوالي پر لامل خلك له گڼو ستونزو سره مخ دي.
سیمه ییز خبرونه
د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هممهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووهپنځوسمه څپه پیل کړې ده.
تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.
دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

-
تازه خبرونه5 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
نړۍ5 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه5 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
-
تازه خبرونه5 days agoله ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
-
تازه خبرونه5 days agoپه چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې
-
نړۍ2 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه5 days agoسېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بېځایهکېدا ته اړ کړل