تازه خبرونه
د کابل ولایت د عالمانو شورا جوړه شوه
د افغانستان اسلامي امارت نن سې شنبه د مرغومي ۲۰ څرګنده کړې، چې د مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده د فرمان پر بنسټ د کابل ولایت د عالمانو شورا جوړه شوه.
اسلامي امارت په ډاګه کړې: د اسلامي نظام د ثبات او پرمختګ لپاره، د دیني عالمانو مشورې اخیستل شرعي حکم دی.
دغه شورا د ریيس او مرستيال په ګډون ۲۹ غړي لري.
د شیخ هبة الله آخوندزاده د فرمان له مخې؛ د کابل ولایت د عالمانو سرتاسري شورا لاندې عالمان او مخور کسان د مسوولینو او غړو په توګه غوره کړي دي:
- شیخ خلیفه دین محمد د عالمانو د شورا د رییس په توګه
- شیخ ذبیح الله راشدي د شورا د مرستیال په توګه
- شیخ عبدالحمید حماسي د شورا د غړي او د اداري او مالي چارو د مسوول په توګه
- شیخ لطف الله حقاني
- شیخ محمد زاهد عزیزخېل
- مولوي عبدالله
- مولوي اسدالله
- مولوي سید ولي الله
- مولوي رفیع الحق
- شیخ فیض الله
- مولوي مزمل الحنفي
- شیخ احمد شاکر
- شیخ عبدالرحمن فاروقي
- شیخ ګل رحمان
- مولوي احمدالله
- شیخ ظاهر خان
- مولوی نقیب الله
- مولوي عصمت الله
- شیخ فیض الله
- حاجي صاحب عبدالرحمن
- حاجي صاحب محمد فاروق
- حاجي صاحب عبدالستار
- حاجي صاحب جانداد
- حاجي صاحب عبدالحکیم
- حاجي صاحب محمد شاکر
- حاجي صاحب حلیم جان
- حاجي صاحب سید محمود
- حاجي صاحب محمد احسان
- حاجي صاحب مسلم؛ د شورا د غړیو په توګه وټاکل شول.
د دې شوری مسوولین او غړي مکلفیت لري، چي له لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوند مسوولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي. د ولایت مسوولین هم مکلف دي، چې د لائحې په اجراء کي پوره کوښښ وکړي.
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر له عرفات جمال سره د کډوالو پر اړوند چارو خبرې وکړې
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.
عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدا ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نلري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار وکړ او د څو اړینو مسلو په اړه یې خپل وړاندېزونه وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو د څخه د مننې پر مهال ویلي؛ د ژمي له راتګ سره د اسلامي امارت لهخوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ هم پیل شوې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونهتړي.
ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د بېلابېلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړ.
تازه خبرونه
د امریکا عدلیې وزارت رحمنالله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي
لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له منلو ډډه وکړه.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ غواړي رحمنالله لکڼوال ته، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شوی؛ د اعدام سزا ورکړ شي.
لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له منلو ډډه وکړه.
څارنوالانو قاضي ته ویلي؛ دوی هغه تورونه غواړي وڅاري، چې پایله یې د اعدام حکم دی.
رحمنالله لکڼوال امریکا ته له کډه کېدا مخکې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی.
هغه د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړيو د ډزو پر شک نیول شوی، چې یو یې ووژل شو.
ټاکل شوې، چې د لکنوال د محاکمې بله ناسته په می کې ترسره شي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین
د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرلهپسې ګواښونه” رامنځته کوي.
چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ترهګریز ګواښ اوس هم د پام وړ دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.
د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرلهپسې ګواښونه” رامنځته کوي.
سان لي د افغانستان په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته نغوته(اشاره) کړې، چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست.
نوموړي دا هم ویلي؛ دا پېښه د دې ډلې له پرلهپسې عملیاتي وړتیاوو یادونه کوي.
هغه د افغانستان له حکومت غوښتي؛ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دې «ډېر ارزښت» چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي شبکو پر مرکز بدل نشي.
هغه زیاته کړې؛ چین د سیمهییزو همکاریو له هڅو ملاتړ کوي. په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، چې د شانګهای همکاریو ټولنې له لارې د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه او له افغانستان سره د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وشي.
دغه راز د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم خپلې ځانګړې اندېښنې څرګندې کړې او وایي، چې د افغانستان واکمن چارواکي اوس هم تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش- خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته «آزاد چاپېریال» برابر کړی دی.
هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډلې نه یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه له خطر سره مخ کوي.
د امریکا استازي، مایک والټز ویلي، چې داعش- خراسان اوس هم په افغانستان کې یو پرلهپسې ګواښ دی.
هغه د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
د سیمې هېوادونو پر ځلونو په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد ونهکارول شي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
