Connect with us

تازه خبرونه

روسیې له فغانستان سره د ۱۲۸۰ ټنو اوړو مرساته وکړه

د شمال زون د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو د روسیې له مرستو هرکلی وکړ او ټینګار کوي، چې دا مرستې به اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

خپور شوی

د

د روسیې د بشري مرستو یوه جوپه په بلخ ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام ته وسپارل شوه، چې په کې ۱۲۸۰ ټنه اوړه شته دي.

د شمال زون د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو د روسیې له مرستو هرکلی وکړ او ټینګار کوي، چې دا مرستې به اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

د مرستو د رسولو په دې مراسمو کې د روسیې جنرال قونسل هم افغانانو ته د خپل هېواد له دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.

د روسیې جنرال قونسل ایګور نیکولایف ویلي: ” خوښ یم، چې مونږ د روسیې د بشري مرستو یوه جوپه وړاندې کړه. په دې مرسته کې ۱۲۸۰ ټنه اوړه دي، چې اړمنو خلکو ته به ووېشل شي. روسیه د خوړو نړیوال پروګرام په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته ژمنه ده او په افغانستان کې فعالیت زمونږ لپاره خورا مهم دی. روسیه لیواله ده، چې د افغانستان له خلکو سره مرستې روانې وساتي.”

له بلې خوا د شمالي زون لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشر نجیب الله رحماني افغانستان ته د بشري مرستو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار کوي؛ دا پروګرام هڅه کوي، چې مستحقې او اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

نجیب الله رحماني وایي: “د مستحقو خلکو پېژندنه په پوره پاملرنه تر سره شوې ده. مونږ اړمن خلک، په ځانګړي توګه میندې سصروې کوو او هغوی ته مرستې رسوو.”

دا مرسته په داسې حال کې تر سره کیږي، چې له افغانستان سره بشري مرستې کمې شوي او ځینو نړیوالو بنسټونو په هېواد کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

تازه خبرونه

علماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د لیندۍ شپږویشتمه ) د یادې دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي:« مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. »

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې د ګډون پر مهال په خپلو خبرو کې ویلي:  علماء کرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه ورکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د لیندۍ شپږویشتمه ) د یادې دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي:« مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. »

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وایي: په افغانستان کې د جهاد فرضیت په مدارسو کې پیل شوی، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.

ملا برادر د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدارسو رول مهم وباله او څرګندوي، چې مدارس باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.

برادر د مدارسو له فارغانو وغوښتل، چې پخپل علم عمل وکړي؛ نورو ته یې وښيي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او قرغزستان وزیرانو د اقتصادي پراختیا غوښتنه وکړه

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ کابل ته د بلنې له منلو او سفر ستاینه وکړه.

Published

on

په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف پر اقتصادي او سوداګریزې پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ کابل ته د بلنې له منلو او سفر ستاینه وکړه.

د ناستې په بهیر کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د شته ظرفیتونو له په پام کې نیولو سره پر سوداګریز حجم زیاتولو، ځانګړو صادراتي توکو نښه کولو،  ټرانزیټي پراختیا او د ټرانزیټي تړونونو پای ته رسولو، بهرنیو او ګډو پانګونو راجلبولو، نندارتونونو، کنفرانسونو او سوداګریزو غونډو جوړولو او د ګډ کاري ګروپ منظم غونډو ترسره کولو بحث وکړ او خپل اندونه یې تبادله کړل.

د دواړو هېوادونو وزیرانو د پخوانیو هوکړه‌لیکونو پر پلي کولو؛ په ځانګړي توګه د افغانستان اسلامي امارت او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د لارې نقشه، چې افغان پلاوي د قرغزستان د سفر په لړ کې لاسلیک کړي؛ ټینګار وکړ.

دا غونډه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو د پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي

د بشري حقونو بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغان وګړي په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه د پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني په ګډون ایستل شوي دي.

Published

on

د بښنې نړیوالې ټولنې د بشري حقونو د اندېښنو له مخې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې سمدستي دې  افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنېدا مخه ونیسي او د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې خپلې ژمنې ترسره کړي.

د بشري حقونو بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغان وګړي په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه د پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني په ګډون ایستل شوي دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دا جبري ستنېدا په داسې حال کې تر سره شوې، چې په افغانستان کې وضعیت د دوی پر ګټه ندی.

د راپور له مخې؛ د ښځو محدودیتونه، له ملګرو ملتونو او غیر دولتي بنسټونو سره د دوی پر کار بندیز او محرومیت په افغانستان کې له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ده.

د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون ۳۳ ماده ښیي او ډاډ ورکوي، چې هیڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل شي، چې دوی د شکنجې، غیر انساني چلند یا نه جبرانیدونکي زیان سره مخ وي.

د بښنې نړیوالې ټولنې زیاته کړې؛ افغان کډوال د بېرته ستنېدا په وخت کې له دوه اصلي ګواښونو سره مخ دي: د پخوانیو حکومتي چارواکو څارنه او ځورونه او د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي محدودیتونه. له جبري ایستل شویو کډوالو سره د مرکو له مخې؛ د امنیتي ځواکونو ډېری پخواني غړي او حکومتي چارواکي د غچ اخیستنې له وېرې نشي کولی خپلو ولایتونو یا پخوانیو استوګنځایونو ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو یوه پخواني راپور هم تائید کړې، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو پر وړاندې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده؛ ښځې او نجونې، د مدني ټولنې فعالان او پخواني دولتي کارمندان د تر ټولو زیان منونکو ډلو په توګه پېژندل شوي دي. سربېره پردې د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو جبري ستنېدا په هېواد کې روان بشري ناورین نور هم خراب کړی دی.

اسلامي امارت تل دا ډول راپورونه رد کړي او څرګندوي، چې د افغانانو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تضمین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي؛ د ملګرو ملتونو افغان دفترونو ته د ښځینه کارمندانو له نه‌تګ څخه ۱۰۰ ورځې وروسته هم دا محدودیتونه پخپل حال پاتې دي، چې اړمنو خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه نیسي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!