تازه خبرونه
شهباز شریف د افغانستان د شمال زلزله ځپلیو ته خپله خواشیني وړاندې کړه
هغه ویلي: “زه د افغانستان په شمالي کې د زلزلې له کبله د خپل ګاونډ افغانانو د ژوند له لاسه ورکولو څخه پوره خواشیني یم؛ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوم او ټپیانو ته د ژر رغېدو دعا کوم. پاکستان په دې سخت وخت کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره ولاړ دی.”
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان د شمال مزارشریف زلزله ځپلیو ته په خپل یو پیغام خواشینی او خواخوږي څرګنده کړې ده
هغه ویلي: “زه د افغانستان په شمالي کې د زلزلې له کبله د خپل ګاونډ افغانانو د ژوند له لاسه ورکولو څخه پوره خواشیني یم؛ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوم او ټپیانو ته د ژر رغېدو دعا کوم. پاکستان په دې سخت وخت کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره ولاړ دی.”
د رښتر پر کچه ۶.۳ درجې زلزلې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د پام وړ ویجاړۍ رامنځته کړې او له ۵۰۰ څخه ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده. د ژغورنې عملیات روان دي؛ ځکه، چې بېړنۍ ډلې په اغېزمنو سیمو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو او مرستې لپاره هڅې کوي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
فطرت وايي، هغه ډلې، چې په تېر کې موجودې وې؛ حضور یې د تېر جهاد او د هغه وخت له اړتیاوو سره تړاو درلود، خو په سیمه کې له لویو بدلونونو وروسته وضعیت بدل شوی او اوس دغه ډلې په افغانستان کې حضور نهلري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، په افغانستان کې د القاعدې په ګډون کومه بهرنۍ ډله شتون او حضور نهلري او افغانستان به کومې ډلې ته اجازه ورنهکړي، چې د دې هېواد خاوره د بل هېواد پر ضد کار وکاروي.
فطرت وايي، هغه ډلې، چې په تېر کې موجودې وې؛ حضور یې د تېر جهاد او د هغه وخت له اړتیاوو سره تړاو درلود، خو په سیمه کې له لویو بدلونونو وروسته وضعیت بدل شوی او اوس دغه ډلې په افغانستان کې حضور نهلري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ټینګار کړی، په افغانستان کې د دغو ډلو د حضور د ثابتولو لپاره هم کوم شواهد په لاس کې نشته.
فطرت ویلي:« دغه ادعاوې یوازې مغرضې کړۍ او استخباراتي کړۍ مطرح کوي، چې غواړي افغانستان ناامنه وښيي، په سیمه کې ناامني پراخه کړي او له همدې کبله دا سناریوګانې مطرح کوي.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې،« عیني واقعیت دا دی، چې اسلامي امارت وسلهوالو ډلو ته د کوم فعالیت اجازه نهورکوي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په افغانستان کې د بهرنيو ډلو حضور «پروپاګند» بللی او ویلي یې دي: «مونږ دا ډول ادعاوې په کلکه ردوو.»
فطرت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د دغه هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.
تازه خبرونه
کابل له نړۍ سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي – اسلامي امارت
مجاهد ویلي، اوسني حکومت په تېرو پېنځه کلونو کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر باور ولاړې اړیکې رامنځته کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، حکومت هڅه کوي له سیمهییزو او له سیمې بهر هېوادونو سره د کابل اړیکې نورې پیاوړې او پراخې کړي؛ ځکه، چې بهرنی سیاست یې پر اقتصاد او سیمهییزې نښلېدا ولاړ دی.
مجاهد ویلي، اوسني حکومت په تېرو پېنځه کلونو کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر باور ولاړې اړیکې رامنځته کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان ته د ځینو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو تګ راتګ او له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دغو اړیکو د پراخېدا ښکارندويي کوي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي او سیمهییزې نښلېدا د پالیسۍ د پلي کېدا لپاره د ګاونډ او سیمهییزو هېوادونو همکاریو او اغېزمن رول ته اړتیا لري.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي له سیمهییزو هېوادونو سره د کابل اړیکې پراخې او ټینګې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت اوس په بېلابېلو هېوادونو کې ۴۰ فعالې سیاسي استازولۍ لري.
دغه راز د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکو ويلي، له نړۍ سره د افغانستان د تعامل پراختیا کولی شي د دې هېواد د سیاسي انزوا په کمېدا، د ډیپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا، د پانګونې په جلب او په پای کې د اقتصادي ودې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
که امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نهغواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که واشنګټن له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به د رامنځته شوې تشې د ډکولو هڅه وکړي.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نهغواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.
هغه له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي:« زما له نظره که مونږ تعامل ونهکړو او د خپلو ګټو د پرمختګ لپاره هڅه ونهکړو؛ نو زمونږ سیالان به زمونږ تشه ډکه کړي. چین افغانستان ته داخل شوی او هڅه کوي د دغه هېواد پر طبیعي سرچینو واک ترلاسه کړي. روسیه هم ډېره فعاله ده.»
خلیلزاد زیاته کړې، چې د امریکا اوسنی سیاست باید د افغانستان اوسني او راتلونکي وضعیت ته پام وکړي او روښانه کړي، چې واشنګټن غواړي افغانستان په راتلونکې کې څه ډول هېواد وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې امریکا پرېکړه کړې؛ له مهمو ګټو به یې یوه دا وي، چې افغانستان بیا د امریکا ضد ترهګرو ډلو پر مرکز یا اډې بدل نهشي.
هغه ویلي، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د سرچینو پراختیا مهمه ده.
خلیلزاد همداراز خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو دوام کولی شي منفي او زیانمنې پایلې ولري.
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، کابل او واشنګټن څو ځله د بېلابېلو چینلونو له لارې خبرې کړې دي؛ خو د نوموړي پر باور د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې د بدلون نشتوالی د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د عملي پرمختګ مخه نیولې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د اردن امریکايي اډه او په هرمز کې بېړۍ پر نښه کړي
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
-
سوداگري5 days agoیو اماراتي شرکت د سالنګ د دوهیم تونل او درملو یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان
-
تازه خبرونه4 days agoد هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
-
لوبی5 days agoافغانستان په اماراتو کې له بنګلهدېش او زیمبابوې سره کرکټ لوبې کوي
