تازه خبرونه
طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شي- یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت د څېړلو تر څنګ ټینګار کړی، چې طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د یو شمېر هېوادونو استازي د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي او ځینې نور بیا طالبانو ته هم پیغام لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وایي، چې افغانستان او ځینې متحدان یې په ځانګړي توګه آلمان او قطر د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چمتو کیږي. طالبانو ته زموږ پیغام څرګند دی؛ د مذاکرو میز ته دې راشي او له افغان دولت سره دې مخامخ خبرې وکړي.
پاکستان، چې په افغانستان کې تل د ترهګرۍ پر ملاتړ او تمویل تورنیږي؛ په دې ناسته کې یې استازی وایي، د افغانستان بې ثباتي د ټولې سیمې د بې ثباتي په معنا ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي وایي، چې مونږ د افغانستان تر څنګ خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ته د رسیدو لپاره ودریږو. که افغانستان کې ثبات نه وي، ټوله آسیا به بې ثباته وي او په افغانستان کې سوله ټولې سیمې ته سوله راوړي.
دغه راز ټاکنې هم له سولې وروسته کلیدي مساله ده، چې په دې ناسته کې مطرح کیږي او ګډونوالو یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غوښتنې، چې ټاکنې رڼې تر سره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی جانتان کوهن وایي؛ زه باوري یم، چې د ټاکنو بهیر هم باید مخته ولاړ شي؛ د امریکا متحده ایالتونه د ټاکنو لپاره خپلې مالي او تخنیکي مرستې برابروي او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون هم غواړو، چې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي: د ټولو ننګونو تر څنګ، چې شتون لري؛ مونږ د روان کال د سپتمبر( میزان) ولسمشریزې ټاکنې تر سره کوو، مونږ د تاکنو تر سره کیدو لپاره تخنیکي او امنیتي کارونه پیل کړي دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له آریانا نیوز سره په یوه مناظره کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب سوله ده، نه د ولسمشرۍ ټاکنې.
خبریال: روهید اندیشمند
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه