تازه خبرونه
طالبانو انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ پر پوځي بریدونو ګواښلي
د طالبانو نظامي کميسيون خبرداری ورکړی؛ که تر راتلونکې يوې اوونۍ ټول تلويزونونه، سیمه ییز او مرکزي راديوګانې د امنیتي بنسټونو سوداګريزو اعلانونو له خپرولو لاس وانخلي، دوی به يې د استخباراتو د ځالو په توګه وپېژني او بیا به د راتلونکیو بدو پېښو مسوولیت هم د دوی پرغاړه وي.
د طالبانو نظامي کمیسیون دغه له ګواښه ډکه اعلاميه څرګندوي، چې یو شمېر رسنۍ له امنیتي بنسټونو څخه د پيسو اخيستو په بدل کې داسې سوداګريز اعلانونه خپروي، چې د (طالبانو او جهادي ارزښتونو) سپکاوی په کې وي او عام خلک د طالبانو پر ضد جګړو، پاڅون او بېزارۍ ته لمسوي.
د طالبانو دا هم څرګنده کړې، چې حکومتي بنسټونه له دغو رسنیو څخه استخباراتي ګټه پورته کوي.
د طالبانو په دې خبرداري کې راغلي، چې که رسنۍ د دغو اعلانونو له خپرولو ډډه ونکړي، د دوی پر مرکزونو سربېره به یې په ولايتونو او مرکزونو کې هم خبریالان او پرسونل هیڅ راز خونديتوب ونلري.
د رسنیو ملاتړ بنسټونه وایي، هیڅ ډله نشي کولی رسنیو ته حد وټاکي او په وینا یې طالبان دې خپل ګواښ بېرته واخلي.
د افغانستان آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر وایي، چې حکومت د رسنیو او خبریالانو د امنیت ساتونکی دی. که له یوې اوونۍ وروسته کومه ستونزه رامنځته شي؛ نو حکومت ته به د مسوولیت لومړنۍ ګوته ونیول شي.
که څه هم څو کاله کیږي، چې رسنۍ د امنیتي بنسټونو اړوند اعلانونه خپروي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې طالبان رسنیو ته د دې اعلانونو د دریدو ګواښ کوي او دا ګواښ داسې مهال کیږي، چې د سولې خبرې خپل پنځ(اوج) ته رسیدلې دي.
د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون رییس فهیم دشتي ویلي، چې هیڅ ډله نشي کولی رسنیو ته حد وټاکي؛ ځکه رسنۍ د افغانستان د نافذه قوانینو په چوکات کې هڅې تر سره کوي.
د چارو څارونکي وايي، چې دغه اعلانونه نه یوازې له تخنيکي پلوه کمزوري دي، بلکې تر ډېره تبليغاتي بڼه لري، چې له واقعتونو سره په کې واټن لیدل کیږي.
تازه خبرونه
حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سېشنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.
تازه خبرونه
پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.
تازه خبرونه
متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمهییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.
ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمهییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی3 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
تازه خبرونه3 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
نړۍ3 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
څار4 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
