Connect with us

تازه خبرونه

عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو

عبدالحق همکار یاد ریاست ته د ورپېژندلو په مراسمو کې د مسوولانو بدلون یو مهم اداري اصل وګاڼه او څرګندوي، چې په نظام کې هر چارواکی د مشرتابه د اطاعت پر بنسټ ورسپارل شوې دنده ترسره کوي او خلکو ته د هغې مطابق خدمات وړاندې کوي.

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۲۴, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوی اجرائیوي رییس وټاکل شو.

عبدالحق همکار یاد ریاست ته د ورپېژندلو په مراسمو کې د مسوولانو بدلون یو مهم اداري اصل وګاڼه او څرګندوي، چې په نظام کې هر چارواکی د مشرتابه د اطاعت پر بنسټ ورسپارل شوې دنده ترسره کوي او خلکو ته د هغې مطابق خدمات وړاندې کوي.

همکار وایي؛ څرنګه، چې نن په افغانستان کې له ورځني ژوند څخه تر اقتصادي پرمختګ پورې هرڅه له برښنا سره تړلي دي؛ نو په دې برخه کې د ډېرو نورو خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا ده.

تازه خبرونه

ترکیې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې پر افغانستان د یاد پوځي رژیم د یرغل اوونۍ پوره کېدونکې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

د ترکیې د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ اردوغان په دې اړیکه کې ټینګار کړی، چې د ډیپلوماسۍ لارې ته راستنېدا کولی شي د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخه ونیسي او د کړکیچ د حل لپاره لار اواره کړي. هغه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر راز همکارۍ او ملاتړ ته چمتووالی څرګند کړی دی.

د دغو خبرو پر مهال اردوغان په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یې له اسلام‌آباد سره د انقرې پر پیوستون ټینګار وکړ.

د ترکیې د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بمبارډ له کبله افغان ملګي وګړو ته د اوښتې مرګ او ‌ژوبلې په اړه څه ویل شوي نه‌دي.

د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روان تاوتریخوالو ته پر نغوته ویلي؛ ترکیه چمتو ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په بیارغونه کې رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له پاکستان سره د روانې تپل شوې جګړې دفاعي حالت خپل مشروع حق بولي او خبرداری ورکوي، چې «دفاعي» جګړه به تر هغې روانه وي، چې «یرغل » پای ته  رسېدلی نه‌وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خلک د افغانستان د ملکي وګړو له وژنې ملاتړ نه‌کوي – خلیلزاد

زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ هغه باور لري، چې د پاکستان د خلکو او د حکومتدارۍ د جوړښت ترمنځ واټن مخ پر پراخېدا دی.

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغان ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړه خپاره شويو راپور ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي؛ د پاکستان خلک د واکمنو بنسټونو له هغو پالیسیو ملاتړ نه‌کوي، چې په کې افغان ملکي وګړي وژل کیږي.

زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ هغه باور لري، چې د پاکستان د خلکو او د حکومتدارۍ د جوړښت ترمنځ واټن مخ پر پراخېدا دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي پالیسي باید د ملکي ځاني زیانونو په اړه د خپلو خلکو اندونه په پام کې ونیسي او د ملکي افغانانو د کورونو له ویجاړولو ډډه وکړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته شوي، چې د ملګرو ملتونو وروستیو راپورونو د پاکستان د پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بیات بنسټ په میدان وردګ کې له لسګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

د بیات بنسټ چارواکو ویلي؛ د روژې مرستې( اوړه، غوړي او وريجې) د سروې له ترسره کولو وروسته مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورکړ شوې دي.

Published

on

Last Updated on: کب ۱۳, ۱۴۰۴

بیات بنسټ په مبارکه روژه کې د خپلو مرستو لړۍ تر میدان وردګ ولایت پورې رسولې او لسګونو اړمنو کورنیو ته یې خپل اړوند خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنسټ چارواکو ویلي؛ د روژې مرستې( اوړه، غوړي او وريجې) د سروې له ترسره کولو وروسته مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورکړ شوې دي.

دوی زیاته کړې؛ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم اړمنو خلکو ته د دغو بشري مرستو وېش په پام کې نیول شوی دی.

د بیات بنسټ مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي: “د مبارکې روژې پر مناسبت د بیات بنسټ د مرستو پر دوام سربیره، چې پخوا په بېلابېلو ولایتونو کې وېشل شوې وې؛ نن مو له نېکه‌مرغه د ​​میدان وردګ ولایت مستحقو او بې ځایه شویو خلکو ته وړاندې کړې.”

بې کاري په ټول هېواد کې د خلکو د بې‌وزلۍ یو علت دی او له همدې کبله ډېری کورنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له نورو خیریه موسسو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه کړې او وایي، چې اړوند خیریه بنسټونه دې هم په دې سختو شرایطو کې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د مرستې ترلاسه کونکی وایي: “مونږ له بیات بنسټ څخه مننه کوو، چې تر مونږ یې خپلې اړوند مرستې راورسولې.”

بیات بنسټ د مرستو پر وېش سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته د ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، جوماتونو جوړولو او ژورو څاګانو کېندلو په برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

است.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!