Connect with us

سیمه ییز خبرونه

غزني به ۲۰۱۳ كال د اسلامي هېوادونو د تمدن او فرهنگ پلازمينې لقب ته چمتو نشي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني يو شمېر اوسېدونكي او فرهنگيان د لرغونو آثارو د بيا رغاونې كارونه بي كېفېته بولي. د دوى په وېنا د غزني د پخواني ښار يو څلى، چې تېر كال نړېدلى وو، د بيا رغاونې په حال كې بيا را ونړېد، خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس وايې، دا څلى نړېدلى نه دى، بلكې د بيا رغاونې په پروسه كې د ځينو نيمگړتياو له امله دوى ويجاړ كړ.

د غزني ښار يو شمېر اوسېدونكي دې ته اندېښمن دي، چې په لنډه موده كې به د دوى ولايت د ۲۰۱۳ كال لقب ته چمتو نه شي.

په پام كې ده په دې كال كې غزني د اسلامي هېوادونو د تمدن او فرهنگ د پلازمينې په توگه ونومول شي.

غزني ښاريان وايې، كه په پخواني ښار كې د اطلاعاتو او فرهنگ رياست يو څلى نړولى وي، د بيا رغاونې په پروژو كې د ټيټ كيفيت كارونو څرگندونه كوي.

خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس حميدالله سروري وايې:

د لرغونو آثارو د بيا رغاونې چاره د فني او مسلكي انجنيرانو تر څار لاندې پر مخ ځي.

په همدې حال كې په ولسي جرگه كې د غزني استازي خدا داد او علي اكبر قاسمي هم د  ۲۰۱۳ كال  مراسمو ته د غزني د نه چمتو كېدو په باب اندېښنې لري.

دا په داسې حال كې ده، چې ۲۰۱۳ كال ته هم د گوتو په شمېر ورځې پاته دي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

Published

on

په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د کویټې ښار په څنډه کې د ګاز‌نل‌لیکه له چاودنې سره مخ شوې

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نل‌لیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نل‌لیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.

هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.

بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلام‌آباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بې‌برخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نل‌لیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!