نړۍ
فیلیپ هامونډ د انگلستان د دفاع وزير په توگه غوره شو
د انگلستان لومړي وزير د دغه هېوا د ټرانسپورت پخوانى وزيرفیلیپ هامونډ د ليام فاکس پرځای د بریټانیا د دفاع وزير په توگه وټاكه.
دا په داسې حال كې ده، چې دانگلستان د فاع وزيرليام فاكس پرون له خپلې دندې استعفا وركړه.
د بریټانیا دفاع وزیرلیام فاکس څرگنده کړې، چې د نوموړي د استعفا لامل په دفاعي چارو كې له یوه سوداگر سره دده د ملگرتيا رسوايي ده.
ویل کېږي، چې د نوموړي دغه ملگري که څه هم کومه حکومتي دنده نه لرله، خو ظاهراً یې د فاکس د سلاکار په توگه کار کاوه.
د استعفا په هغه لیک کې، چې لیام فاکس د بریټانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون ته لیکلى، نوموړي ویلي:
په تېروتنه یې خپلې شخصي گټې او حکومتي چارې گډې کړې وي.
نړۍ
د ایران او امریکا ترمنځ ۴۵ ورځني اوربند ته منځګړي وروستۍ هڅې کوي
یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې لهخوا ترسره کیږي.
امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمهییز منځګړي د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن وي.
یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې لهخوا ترسره کیږي.
په راپور کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیر مستقیم پیغامونه او زنګونه هم تبادله کیږي.
دغه راز سرچینو ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یوې لنډمهالې هوکړې ته رسېدا هم شونې ده.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ایراني چارواکو منځګړو ته ټینګار کړی؛ دوی نه غواړي د غزې تړانګې یا لبنان په څیر حالت رامنځته شي، چې اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او بریدونه هر وخت ممکن وي.
نړۍ
ټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې؛ د امریکا پوځ د F-15 جنګي جټ الوتکې د دوهیم پیلوټ پر ژغورلو بریالی شوی، چې په ایران کې د عملیاتو پر مهال پر نښه شوی و.
ټرمپ په Truth Social کې لیکلي، چې پوځي افسر د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا بند پاتې و، چې دښمنو ځواکونو څارلو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونه وتوانیدل، چې «د امریکا په پوځي تاریخ کې د ترټولو زړور لټون او ژغورنې عملیاتو» په پایله کې خپل پیلوټ بریالی راوباسي.
ټرمپ زیاته کړې؛ عملیات د لسګونو پوځي الوتکو او پرمختللیو تجهیزاتو پر کارولو ترسره شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ پیلوټ ټپي و، خو د هغه روغتیایي حالت ښه راپور شوی او روغ به شي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
ټرمپ ادعا کړې، چې دا دوه د ژغورنې عملیات د امریکایي ځواکونو لپاره له تلفاتو پرته ترسره شوي او دا یې په سیمه کې د هوايي برتري نښه وبلله.
نړۍ
په راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلاي، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د خپلو بنسټیزو موخو د بشپړولو په درشل کې ده او په راتلونکو دوه یا درې اوونیو کې به پرې نور سخت بریدونه وکړي.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.
دا جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو سره پیل شوې او په سیمه کې یې د لبنان او ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په ګډون پراخې نښتې رامنځته کړې دي.
دغه راز د هرمز تنګي تړلکېدا د تېلو بیې لوړې او په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې رامنځته کړې او د نړیوالو ادارو په ګډون د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د انرژۍ نړیوالې ادارې د جګړې د اقتصادي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ له رویټرز سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې دې بریدونو اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه نیولې او که ګواښ راپورته شي؛ نو امریکا به بیا برید وکړي.
د ټرمپ د څرګندونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا خلکو ته په یوه لیک کې پهډاګه کړې، چې هېواد یې د امریکا له عامو خلکو سره هیڅ دښمني نلري.
رویټرز راپور ورکړی، چې اسلامآباد د لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی؛ خو له دواړو خواوو څخه یې ځواب ترلاسه کړی نهدی.
-
تازه خبرونه5 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
نړۍ5 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه5 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
-
تازه خبرونه5 days agoله ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
-
تازه خبرونه5 days agoپه چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې
-
نړۍ2 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه5 days agoسېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بېځایهکېدا ته اړ کړل

