Connect with us

تازه خبرونه

له درې ځانګړو بنسټونو پرته به د نورو رسنیو ملاتړ بنسټونو جوازونه لغوه شي

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې اړوند بنسټونو ته په نغوته( اشاره ) کې څرګنده کړې؛ په هېواد کې د رسنیو ملاتړ بنسټونو شمېر ډېر شوی او ځینو یې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر ځای د غیر مسلکي فعالیتونو له لارې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور پر نړیواله کچه زیانمن کړی دی.

خپور شوی

د

د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې له درې ځانګړو بنسټونو پرته به د نورو ټولو رسنیو ملاتړ بنسټونو د فعالیت جوازونه لغوه شي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې اړوند بنسټونو ته په نغوته( اشاره ) کې څرګنده کړې؛ په هېواد کې د رسنیو ملاتړ بنسټونو شمېر ډېر شوی او ځینو یې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر ځای د غیر مسلکي فعالیتونو له لارې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور پر نړیواله کچه زیانمن کړی دی.

یاد وزارت همدارنګه یادونه کړې، چې له دغو بنسټونو څخه د ځینو فعالیتونه له ډېر وخت راپدېخوا بشپړ درېدلي دي.

ویل کیږي، چې یوازې د درې رسنیو ملاتړ بنسټونو جوازونه به تمدید شي او د نورو ټولو بنسټونو جوازونه به لغوه شي.

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې؛ دیکارلو د خپلو لیدنو پر مهال اسلامي امارت هڅولی، چې د دوحې په بهیر کې بشپړ ګډون وکړي او هغه نړیوالې ژمنې پوره کړي، چې د افغانستان د بیا ادغام لپاره نړیواله ټولنه ورته اړتیا لري.

Published

on

د ملګرو ملتونو ټولنې د عمومي منشي د سولې او سیاسي چارو مرستیالې روزمري ډیکارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د لګېدلو بندیزونو د سمدستي لغوه کېدا غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې؛ دیکارلو د خپلو لیدنو پر مهال اسلامي امارت هڅولی، چې د دوحې په بهیر کې بشپړ ګډون وکړي او هغه نړیوالې ژمنې پوره کړي، چې د افغانستان د بیا ادغام لپاره نړیواله ټولنه ورته اړتیا لري.

دواړو لوریو هوکړه کړې، چې خبرې او تعامل به روان ساتي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې د سرحدونو له لارې د بشري مرستو د بې‌خنډه لېږد پر اړتیا هم ټینګار کړی او له افغان چارواکو یې غوښتي، چې د اړتیا لرونکو کسانو ته د مرستو د رسولو د آسانتیا لپاره همکاري وکړي.

همدارنګه نوموړې له افغان ښځو او د مدني ټولنې له استازو سره هم لیدلي او په هېواد کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه ښکاره کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د یو این ډي پي رییس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

عبداللطیف منصور په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لیدنې پر مهال د یو این ډي پي رییس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.

Published

on

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د یو این ډي پي (UNDP) له رییس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره ولیدل.

عبداللطیف منصور په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لیدنې پر مهال د یو این ډي پي رییس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.

سټیفن ویلي؛ دوی د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژې طرحه کوي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړې؛ دوی به کوښښ وکړي، چې له یاد وزارت سره همغږي زیاته او د همکاریو له لارې نور هم د پروژو په زیاتوالي کې کوښښ وکړي.

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) رییس سټیفن او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامدارو مرستو قدرداني کوي.

عبداللطیف منصور ټینګار کړی؛ پروژې باید په هغو لرې پرتو سیمو کې پلي شي، چې اړتیا ورته لیدل کیږي او ژمنه يې وکړه، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه تل له تاسې سره همکار دی.

ویل کیږي، چې د دواړو لوریو ترمنځ پر نورې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.

Continue Reading

تازه خبرونه

بلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي

د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې د بلجیم د کډوالۍ ادارې رییس فرډی روزمونټ په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی دی.

Published

on

د بلجیم چارواکو له اسلامي امارت سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي، چې په اروپا کې اوسیږي؛ خو قانوني اسناد نلري او یا هم جرمي مخینه لري.

د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې د بلجیم د کډوالۍ ادارې رییس فرډی روزمونټ په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی دی.

د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې، آنلین ون بوسویت د دې هېواد د یاد پلاوي په ترکیب کې ګډون تائید کړی دی.

نوموړې ویلي، دا ماموریت د اداري او تخنیکي همکاریو پر بیا پیل تمرکز درلود. په ځانګړي توګه د هغو کسانو د پېژندنې په برخه کې، چې د داوطلبانه یا اجباري بېرته ستنولو وړ دي او په کې بې اسناده افغانانو او جرمي مخینې لرونکو کسانو ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.

ون بوسویت ټینګار کړی، چې بلجیم له اسلامي امارت سره ګډ ارزښتونه نلري؛ خو اداري همکاري ورسره اړینه بولي. هغې دا ډاډ هم ورکړی: ښځې، ماشومان او نور هغه افغانان، چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کوي؛ پر زور به خپل هېواد ته ونه استول شي.

اوسمهال له ۲۰۰۰ څخه زیات افغان وګړي د بلجیم په بېلابېلو سیمو کې د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې ژوند کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!