تازه خبرونه
له کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه ۱۰۰۸ انجنیران د لیسانس او ماسترۍ پر کچه فارغ شول
د لوړو زدهکړو وزارت څرګنده کړی، چې له کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه په یولړ مراسمو کې یو زر او اته انجنیران د لیسانس او ماسترۍ پر کچه فارغ شول.
د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم په دې مراسمو کې فارغان د نظام، ټولنې او کورنۍ پر وړاندې مسوول وبلل او د زدهکړو د دوام او پرلهپسې زدهکړې پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
ندا محمد ندیم ویلي: «د فراغت سند تاسې ته د یو عادي کاغذ په توګه نه درکول کېږي، بلکې دا یو ستر امانت دی او له دې وروسته تاسې د نظام، ټولنې او خپلې کورنۍ پر وړاندې ستر مسوولیتونه لرئ.»
د دې فارغانو څخه ۷۵۷ انجنیران د لیسانس له کچې او ۲۵۱ انجنیران د ماسترۍ له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
تازه خبرونه
ایران او افغانستان د قراردادي کرنې په اړه د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیلوي
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس محمود سیادت ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنه کولی شي سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي. یعنې د اوږدمهاله پانګونو او د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره د باور زمینه برابره کړي.
ایران له افغانستان سره د قراردادي کرنې او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا له لارې د خپل اقتصادي حضور د پراخولو ارزونه کوي. په داسې حال کې، چې د ایران له لوري د افغان حکومت د احتمالي رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه روان دي.
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس محمود سیادت ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنه کولی شي سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي. یعنې د اوږدمهاله پانګونو او د خصوصي سکټور د فعالیتونو لپاره د باور زمینه برابره کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې همدا اوس هم د ښه کېدا په حال کې دي او رسمیت پېژندنه کولی شي لویې پروژې( د افغانستان له لارې له ایران څخه تر چین پورې د اوسپنېپټلۍ نښلول او بنسټیزې پانګونې) آسانه کړي.
محمود سیادت د ګمرکي معلوماتو له مخې زیاته کړې؛ افغانستان ته د ایران کلني صادرات له ۲.۵ میلیارډ ډالرو زیات دي. په داسې حال کې، چې افغان چارواکي له ایران څخه د وارداتو کچه تر ۳ میلیارډ ډالرو زیاته اټکلوي. همدارنګه افغانستان ته د ایران د توکو او خدمتي چارو ټولیز صادرات په کال کې شاوخوا ۳.۵ میلیارډ ډالر اټکل شوي دي.
دغه راز نوموړی کرنه د راتلونکو همکاریو له مهمو برخو بولي او څرګندوي، چې ایران غواړي د قراردادي کرنې د پلي کولو له لارې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو په برخه کې پانګونه وکړي. د دې طرحې له مخې، ایراني شرکتونه به د ټکنالوژۍ پر لېږد او د حاصلاتو د پېرودلو پر ډاډ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ محصولات د ایران بازار ته صادر کړي.
ویل کیږي، چې دا همکاري کولی شي د لرې بازارونو په اړه د ایران تکیه کمه کړي او هممهاله افغان بزګرانو او تولیدوونکو ته اقتصادي فرصتونه برابر کړي.
تازه خبرونه
د اسلامي نظام د انچ انچ خاورې ساتنه به د سر پر بدله کوو- د سرحدونو وزیر
نوموړي زیاته کړې: زه پر هغه ځوان وياړم، چې له اسلامي قلمرو څخه ساتنه کوي؛ ساتونکی یې نېکبخته او د ویاړ وړ بولم.
د سرحدونو اقوامو او قبائلو وزیر نورالله نوري له سرحدي ساتونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي؛ د اسلامي نظام تر قلمرو لاندې د هر انچ خاورې ساتنه پر مونږ تاسو د سر پر بدله لازمه او د دې خاورې ساتنه د اسلامي قلمرو د حدودو ساتنه ده.
نوموړي زیاته کړې: زه پر هغه ځوان وياړم، چې له اسلامي قلمرو څخه ساتنه کوي؛ ساتونکی یې نېکبخته او د ویاړ وړ بولم.
نورالله نوري وایي: تاسې ته د سرحدونو ساتنه سپارل شوې؛ دا د څلوېښت میلیون ملت امانت دی او دغه ساتنه د څلویښت کلن ځورېدلي ملت ساتنه ده، چې باید ورته پاملرنه وکړئ.
هغه ویلي، چې د سرحدونو په ساتنه کې باید هیڅ ډول غفلت ونشي او په دې توګه به مو الله پاک نصرت او ملاتړ هم کوي.
نوموړي دا هم ویلي، چې پخپل تاریخ باید ټینګ ودرېږو؛ له خپلې خاورې دفاع وکړو، رښتونی سیاست باید وکړو؛ ځکه ستاسو اخلاق د اسلامي نظام استازیتوب کوي، مونږ ستاسې د امکاناتو کتلو او اړتیاوو پوره کولو په خاطر راغلي یوو او څنګ پر څنګ درسره ولاړ یوو.
ویل کیږي، چې سرحدي ساتونکو داسې ډاډ څرګند کړ: مونږ ډاډ وړاندې کوو؛ د یو انچ نه، بلکې د یو سانتي ساتنه به هم کوو او د تېري اجازه نهورکوو. دا مو هر وخت ثابته کړې هم ده.
تازه خبرونه
« ما مې مور ته بوځئ!» – د ګردي کڅ له غمیزې ژوندی پاتې ماشوم
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ له ګردي کڅ څخه یوه زړه دردوونکې ویډیو د زرګونو لیدونکو ولولې خپلې کړي دي.
د ننګرهار د ګردي کڅ له غمیزې ژوندی پاتې ماشوم؛ د خپلې کورنۍ غړي غواړي.
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ له ګردي کڅ څخه یوه زړه دردوونکې ویډیو د زرګونو لیدونکو ولولې خپلې کړي دي.
په ویډیو کې یو ماشوم، چې د پاکستاني پوځي رژیم له هوايي برید څخه ژوندی پاتې شوی؛ ژاړي او په ناآرامۍ د خپلې مور، خویندو او وروڼو د لیدلو غوښتنه کوي.
خپلوان او د سیمې اوسیدونکي هڅه کوي، چې هغه آرام کړي. دوی ورته وایي، چې د هغه د کورنۍ غړي په روغتون کې دي؛ خور ماشوم ټینګار کوي، چې ماورته بوځئ. هغه پرلهپسې د خپلو عزیزانو نومونه اخلي؛ هیله لري، چې ویې ګوري.
دوه شپې مخکې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ کې د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي برید کې د هغه د کورنۍ غړي شهیدان شول.
دا دردناکه ویډیو یو ځل بیا د پاکستاني پوځي رژیم د وروستیو هوایي بریدونو غونی ځیږوونکی ظلم څرګندوي. هغه ظلم، چې د انسان وجدان راویښوي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه بېلابېلې پوښتنې راپورته کوي.
آیا ګاونډي جنرالان به دا کوچنی ماشوم هم ترهګر بولي؟ آیا مور، پلار او خور یې هم ترهګره ول.”
د دې ماشوم دا حالت سړی لیونی کوي.
ای ربه!
دا غونی ځیږوونکې ژړا د پوځي رژیم لپاره وژونکې سزا وګرځوه!
-
تازه خبرونه4 days agoکابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران به له ستونزو سره – سره سر ټیټ نکړي- پزشکیان
-
تازه خبرونه3 days agoد بریټانیا اصلاحاتو ګوند د افغانستان او ۵ نورو هېوادونو پر ویزو د بندیز ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د پاکستان له تازه هوايي بریدونو وروسته د غچ اخیستو ژمنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا او ایران درېیم پړاو خبرې د پنجشنبې پر ورځ ترسره کیږي
-
تازه خبرونه2 days agoاسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د روسیې ادعا ردکړه
-
تازه خبرونه3 days agoامریکایي شرکتونه له ټاپي پروژې سره یوځای کېدی شي – د ترکمنستان ملي مشر
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې شاوخوا ۲۳زره ترهګر حضور لري – روسیه
