تازه خبرونه
محمد سهیل شاهین د رسنیزو او کلتوري همکاریو پر پراختیا د الجزیرې له مشر سره وکتل
په دې کتنه کې دواړو خواوو د کلتوري همکاریو د پراختیا په ګډون د خبریالانو د روزنې او د افغانستان او الجزیرې ترمنځ د رسنیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
په قطر کې د افغانستان سفارت چارسمبالي محمد سهیل شاهین د الجزیرې نړیوالې رسنۍ د عربي څانګې له مشر احمد الیافعي سره پر رسنیزو همکاریو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د کلتوري همکاریو د پراختیا په ګډون د خبریالانو د روزنې او د افغانستان او الجزیرې ترمنځ د رسنیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
سهیل شاهین د افغانستان د مثبتو پرمختګونو، بدلونونو او لاسته راوړنو د ځلولو په برخه کې د الجزیرې رسنیزې هڅې اړینې او اغېزمن یادې کړې او د اړوند همکاریو د پراختیا غوښتنه یې ترې وکړه.
دغه راز احمد الیافعي د افغانستان اوسنی وضعیت مثبت وباله او له افغانستان سره یې د پراخې همکارۍ ترځنګ د رسنیز چمتووالي ډاډ څرګند کړ.
د یادونې ده، چې الجزیره په نړۍ کې یوه مخکښه او معتبره رسنۍ ده؛ تل یې د اسلامي هېوادونو مسلو ته په ځانګړي توګه د فلسطین موضوع ته ځانګړی پاملرنه کړې او له پراخ پوښښ یې برخمن ساتلي دي.
تازه خبرونه
افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي. دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.
اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلالآباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.
#آریانانیوز #ننګرهار #جلالآباد #دچتتړېدا #غوچک #افغانستان
تازه خبرونه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.
دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.
سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نهشوې.
دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.
د سیګار دفتر تړلکېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoمونږ به د ایران پر ضد د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورنکړو
-
سوداگري5 days agoد ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي امارت په ګوانتانامو کې د وروستي افغان بندي د خوشې کېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت تقنيني اسناد شرعي منبع لري او اعتراض پرې جرم دی
-
تحول4 days agoتحول: له کابل سره د پوځي همکارۍ پراخولو ته د تاشکند لېوالتیا
-
تازه خبرونه3 days agoپه ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
