تازه خبرونه
ملکي او پوځي چارواکي دې د بښنې له سپارښتنو ډډه نکوي – ملا هبة الله اخوندزاده
د افغانستان اسلامي امارت د عالی شورا مشر ملا هبة الله اخوندزاده لارښوونه کړې، چې خپل مسوولیتونه د اصولو او طرزالعملونو سره سم ترسره او له خپلسریو ډډه وکړئ.
د افغانستان اسلامي امارت ویاندویانو او سرچینو یو سند خپور کړی، چې په کې د اسلامي امارت د عالی شورا مشر ملا هبة الله اخوندزاده پر بښنې سربېره د یو شمېر مسایلو په اړه سپارښتنې کړې دي.
د راپورونو له مخې؛ دغه سپارښتنې ملا هبة الله اخوندزاده په دې وروستیو کې د کندهار ملکي او پوځي چارواکو ته د یوې لویې غونډې پر مهال کړي او له خلکو یې غوښتي، چې د بښنې درناوی وکړي.
یو شمېر نورې سپارښتنې یې د اسلامي امارت له حکومتي اړیکو سره تړاو لري.
د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ ملا هبة الله اخوندزاده امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې د دغې بښنې او غوښتنې درناوی وکړي او پخواني دولتي کارمندان باید د ” تېرو جرمونو” له کبله مجازات نشي.
په هغو څرګندونو کې، چې د ایلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم خپرې کړي؛ ملا هبة الله اخوندزاده په ډاګه کړې، چې په هېواد کې باید د هر چا درناوی وشي؛ د هېواد د خلکو کرامت باید وساتل شي او هیڅ افغان باید له هېواده ونه وځي.
نوموړي د اسلامي امارت له مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو، والیانو او ولسوالانو غوښتي؛ هغه کسان، چې له هېواده وتل غواړي باید قناعت وکړ کړ شي، چې په هېواد کې پاتې شي.
هغه د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې د خلکو لپاره د امن وسیله وګرزئ او د دوی پت وساتي؛ ځکه ټول افغانان له دوی څخه همدا تمه لري.
ملا هبة الله اخوند زاده د اسلامي امارت د داخلي اړیکو په اړه هم ځینې وړاندیزونه کړي او وایي؛ پخپله مسوولیت پر غاړه اخیستل مه غواړئ؛ خو که مشرانو مسوولیت درکړي، نو د امر اطاعت به کوئ او خپل مسوولیت به تر سره کوئ.
ملا صاحب وایي: مسوولیتونه داسې ترسره کړئ، چې سبا په جګو سترګو وکتلی شئ. د ښه مسوولیت د تر سره کولو لپاره تل له عالمانو مشوره غواړئ.
د افغانستان د اسلامي امارت مشر چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې ټول افغانان خپل وروڼه وګڼي.
دغه راز غوښتل شوي، چې د خلکو له ځورولو او وهلو څخه ډډه وکړئ، هیڅکله ظلم ورسره مکوئ او د ظلم پایله بده ده.
دغه راز چارواکو ته لارښوونه شوې، چې له ظلم او غرور ډډه وکړئ؛ هر څه الله پاک برابر کړي او د خپلو دندو په ترسره کولو کې له صبر او زغم څخه کار واخلي.
د اسلامي امارت عالی شورا مشر ټینګار کړی، چې: په ګډه د عدالت لپاره مبارزه وکړئ او هرچا ته خپل حق ورکړئ. په مسوولیت کې جبر مه کوه، له فرديت ډډه وکړئ او د ژبې او توکم پر بنسټ چا ته دنده او وظیفه مه ورکوي، بلکې د استعداد پر بنسټ مسوولیتونه وسپارئ.
دی ټینګار کوي، چې د مشرانو درناوی وکړئ، ترې شکایت مه کوئ او له اجازې پرته یې کوم کار مه کوئ.
نوموړي همدا راز د اسلامي امارت د چارواکو تر منځ د ښې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او د یو بل په چارو کې یې د نه لاسوهنې سپارښتنه کړې ده.
هغه دا هم ویلي، چې چارواکي باید له ښه اخلاقو څارنه وکړي او د شپې د ګزمو پرمهال د خلکو خوندیتوب تضمین او حکومت ته ژمن پاتې شي.
هغه دا ټینګار هم کړی، چې اسلامي امارت د یوې لویې آزموینې سره مخ دی او له چارواکو یې وغوښتل ، چې له دې آزموینې بریالي راووځئ.
هغه وویل: راځئ، چې ښه تاریخ جوړ کړو.
د کابل له نیولو سمدلاسه وروسته اسلامي امارت عمومي بښنه اعلان کړه؛ خو د راپورونو له مخې په تېرو څو اوونیو کې د تېر حکومت پخواني پوځيان ځورول شوي او یاهم وژل شوي؛ خو اسلامي امارت پخپل وخت دا ټورونه رد کړي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې اسلامي امارت یو شمېر غړيو په یو شمېر ولایتونو کې د امتیازاتو، آسانتیاوو او واک له غیرعادلانه وېش څخه خپله اندېښنه ښکاره کړې ده.
تېره میاشت، د بشري حقونو د څار ټولنې یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي؛ د اسلامي امارت له بښنې سره سره سیمه ییزو قومندانانو د پخوانیو سرتېرو له ګواښلو ډډه نده کړې.
د یاد بنسټ د راپور له مخې، چې د سې شنبې پر ورځ خپور شوی؛ څرګندوي، چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې هدفي وژنې روانې دي او د زمري له نیمایي څخه تر لیندۍ پورې په څلورو ولایتونو هر یو غزني، هلمند، کندوز او کندهار کې له سل ډېر کسان وژل شوي او یا هم ورک دي.
د یادې ټولنې د آسیایي څانګې مشرې پیټریشیا ګوسمن ویلي: د طالبانو ( اسلامي امارت ) مشرتابه د بښنې ژمنه کړې؛ خو سیمه ییز قومندانان د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړیو له وژلو یا پټولو منع شوي ندي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
تازه خبرونه1 day agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ14 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی1 day agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه8 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه12 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
