تازه خبرونه
ملګري ملتونو په افغانستان کې انټرنیټ ته له بیا لاسرسي هرکلی وکړ
د ملګرو ملتونو ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د انټرنیټ له بیا نښلېدا سره سم د ملګرو ملتونو پروازونو عادي بڼه غوره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجاریک انټرنېټ ته د افغانستان له بیا لاسرسي د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې د انټرنیټ بندېدا نهیوازې پر اقتصادي ثبات منفي اغېزې کړی و، بلکې د مرستو رسولو بهیر یې هم په دې هېواد کې ګډوډ کړ.
د ملګرو ملتونو ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د انټرنیټ له بیا نښلېدا سره سم د ملګرو ملتونو پروازونو عادي بڼه غوره کړې ده.
سټیفن ډوجاریک ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندېدا پر افغانانو ګڼې منفي اغېزې لرلې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند زیاتوي چې په تېرو دوه ورځو کې د ملګرو ملتونو خدمات په افغانستان کې هم مختل شوي وه.
د ملګرو ملتونو ټولنې عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجاریک وایي؛ « د انټرنیټ خدماتو بندېدا زمونږ کارونه هم ګډوډ کړي؛ په ځانګړي توګه په کابل کې د ملګرو ملتونو ماموریت فعالیتونه د امنیت شورا تر امر لاندې ترسره کېږي، چې له خپلو نړیوالو او سیمهییزو شریکانو سره د حیاتي او ژغورونکو بشردوستانه مرستو وړاندې کول او د انساني اساسي اړتیاوو پوره کول ممکن شي. دغه چارې د وروستیو زلزلې قربانیانو ته اړینې دي. مونږ د انټرنیټ له بیا نښلېدا هرکلی کوو او پرمختګونه بشپړ څارو.”
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم اعلان کړی، چې له خپلو مرستندویه ډلو سره یې اړیکه له لاسه ورکړې ده.
د بښنې نړیوالې ټولنې هم په خپل راپور کې لیکلي، چې د انټرنیټ بندېدا د بشري مرستو وړاندې کول، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی او زدهکړه ګډوډه کړې ده.
د بښنې نړیوالې ټولنې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: « د واکمنو له لوري د انټرنیټ سراسري بندېدا د مرستو رسولو، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي او پر نورو ضروري خدماتو پراخې اغېزې لري. دا په داسې وخت کې ده، چې افغانستان له ګڼو بشري کړکېچونو سره مخ دی او شاوخوا نیمایي نفوس پرې اغېزمن شوی دی.”
له دې مخکې د لویدیځو هېوادونو استازو په لندن کې د افغانستان په د غونډې پرمهال خبرداری ورکړی و، چې د اسلامي امارت له لوري د انټرنیټ بندېدا به له نړۍ سره د افغانانو اړیکې، بشردوستانه مرستې زیانمنې کړي او د هېواد اقتصاد ته جدي زیان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه او نور بشردوستانه بنسټونه په ټول هېواد کې په ځانګړي توګه د هېواد د ختیځ له زلزله ځپلو سره د اړتیا وړ توکو مرسته کوي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د لارو تړل کېدا د پېښور صنعت او سوداګري پر ګونډو کړي
اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »
د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر په پارلمان کې له افغانستان سره پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدا د پېښور اقتصاد او صنعت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه په خپله وینا کې دا هم ویلي، پېښور د کراچۍ او لاهور له سترو بازارونو سره په سیالۍ کې یوازې یوه مهمه ښېګڼه لري او هغه د افغانستان او منځنۍ آسیا بازارونو ته لاسرسی دی.
اسد قیصر پوښتي: « د پېښور سوداګر به څنګه د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي؟ »
نوموړي زیاته کړې: « مونږ که کومه ښېګڼه لرو، هغه افغانستان او منځنۍ آسیا ده. تاسې له افغانستان سره لارې وتړلې او سوداګري مو ودروله؛ له همدې کبله د پېښور صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.»
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې سیاسي اختلافات له اقتصادي چارو سره ونهتړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام زمینه برابره کړي.
هغه ویلي: « د خدای لپاره زمونږ له خلکو سره دا بېانصافي مه کوئ او له سوداګرۍ څخه د سیاسي غچ وسیله مه جوړوئ. له هند سره سوداګري کوئ که نه او د واګې لاره پرانیستې وي که تړلې، تاسې آن په روانه جګړه کې هم له ایران سره سوداګري کوئ.»
اسد قیصر همداراز د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار وکړ او څرګندوي؛ که اړتیا وي د دواړو لوریو مشران کولی شي د جرګو له لارې هم ستونزو ته حل ولټوي.
هغه ویلي: « که امریکا او ایران د خپلو لویو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو میز ته کېناستلی شي، تاسې هم خپلې اندېښنې د ډیپلوماټیکو لارو له لارې مطرح کړئ. که دا لاره بریالۍ نهشوه؛ مونږ چمتو یوو، چې د جرګو له لارې ستونزې حل کړو؛ خو خلکو ته اجازه ورکړئ، چې سوداګري وکړي او حلاله روزي وګټي.»
د اسد قیصر څرګندونې داسې مهال راپورته کیږي، چې په وروستیو میاشتو کې د لارو تړل کېدا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کمېدا د پاکستاني سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي.
تازه خبرونه
د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
هغه د شنبې پر ورځ د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې او امنیتي تأسیساتو د جوړولو لپاره ستر لګښتونه کړي؛ خو د ده په وینا، دغه لګښتونه د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د ترهګریزو فعالیتونو د مهارولو لپاره د توجیه وړ دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې له لګولو دفاع کړې او هغه یې د امنیت د ټینګښت او د پاکستان د وګړو د ساتنې لپاره اړینه کړنه بللې ده.
هغه د شنبې پر ورځ د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې او امنیتي تأسیساتو د جوړولو لپاره ستر لګښتونه کړي؛ خو د ده په وینا، دغه لګښتونه د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د ترهګریزو فعالیتونو د مهارولو لپاره د توجیه وړ دي.
شریف ویلي: « د ډیورنډ کرښې په اړه، چې تاسې یادونه وکړه، د پاکستان د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ساتنې لپاره د سرحدونو په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول یو سم او پر ځای کړنه وه. که دغه کټاره د ترهګرۍ له ګواښ څخه د یوه ماشوم ژوند هم وژغوري، زما پر باور د دې نږدې دوه زره کیلومټره کرښې لپاره هر لګښت پر ځای او د توجیه وړ دی؛ ان که دا لګښت میلیارډونو روپیو ته هم ورسېږي.»
د پاکستان د لومړي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې او د هغې په اوږدو کې د اغزنې کټارې موضوع تل د کابل او اسلامآباد ترمنځ له اختلافی مسایلو څخه ګڼل شوې ده.
یو شمېر افغان شنونکي وایي، پاکستان د اغزنې کټارې لګول امنیتي اقدام بولي؛ خو په افغانستان کې دا موضوع یوازې امنیتي اړخ نهلري، بلکې د کرښې د دواړو غاړو له تاریخي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو واقعیتونو سره هم تړلې ده.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د یوناما برخلیک؛ امنیت شورا سبا پرېکړه کوي
یوناما له ۲۰۰۲ز. کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت لري او په سیاسي، بشري مرستو او د نړیوالو مرستو د همغږۍ په اړوند برخو کې یې ونډه لرلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ(د غبرګولي پېنځهویشتمه / د جون پېنځلسمه) به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې بنسټ د ماموریت د راتلونکې د ارزونې غونډه ترسره کړي.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د دې ادارې اوسنی ماموریت د جون پر شپاړلسمه سرته رسېږي او تمه ده، چې د امنیت شورا غړي یې د ماموریت د غځولو یا د فعالیت د دوام په اړه پرېکړه وکړي.
یوناما له ۲۰۰۲ز. کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت لري او په سیاسي، بشري مرستو او د نړیوالو مرستو د همغږۍ په اړوند برخو کې یې ونډه لرلې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه
-
International Sports4 days agoمکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا د ایران د وسلو له پروګرام سره تړلي کسان او بنسټونه تحریم کړل
-
تازه خبرونه5 days agoد کډوالو د بېرته ستنېدونکو لپاره د مرستو راټولولو او وېش د پلاوي کړنلاره توشیح شوه
-
لوبی5 days agoهارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بېبرخې شو
-
سوداگري4 days agoاتحاد هوايي شرکت کابل ته هره ورځ دوه الوتنې پیلوي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه کشمیر کې د پاکستان پوځي چورلکه راغورځېدلې؛ ټولې سپرلۍ یې وژل شوي
