تازه خبرونه
په افغانستان کې د نږدې دوه ورځو لپاره د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو د ځنډېدا اغېزې
له تېرو دوه ورځو راپدېخوا افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې له ستونزو سره مخ شوی و.
په ټول افغانستان کې د ټولو مخابراتي شرکتونو انټرنیټ او مخابراتي خدمات له دوه ورځو ځنډ وروسته بیا پیل شول.
له تېرو دوه ورځو راپدېخوا افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې له ستونزو سره مخ شوی و.
د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو ځنډېدا د دوف ورځو لپاره له نړۍ سره د افغانستان اړیکې وننګولې.
اوسمهال افغانستان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ۴۰ سیاسي ماموریتونه لري او نږدې ۲۰ سفارتونه په کابل کې فعال دي، چې د مخابراتي شبکو او انټرنیټ کارولو او اړیکو ته اړتیا لري.
د دې دوه ورځو په لړ کې د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو ځنډېدا په هېواد کې د آنلاین زدهکړې او سوداګرۍ بهیر زیانمن کړو او د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندېدا روغتیایي سکټور ته جدي ننګونې رامنځته کړې.
په روغتونونو کې روغتیایي کارمندانو ویلي، چې دوی نشي کولی له انټرنیټ پرته د وژونکو ناروغیو د کتنې پایلې ترلاسه کړي.
تازه خبرونه
د روان کال په څلورمه ربع کې له ۷۱زره ډېرې قضیې څېړل شوې دي – احصائیوي راپور
د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو په همدومره وخت کې ټولټال ۷۱زره او ۶۲۵ قضیې څېړلي، چې ۶۱زره او ۸۹۸ قضیې یې په ابتدائیه، ۷زره او ۱۸۸ په مرافعه او ۲زره او ۵۳۹ نورې په تمیز محکمو کې څېړل شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د ۱۴۴۷ سپوږمیز لېږدیز کال د څلورمې ربعې د قضایي او اداري فعالیتونو احصائیوي راپور خپور کړ، چې له مخې یې د هېواد پر کچه له ۷۱زره ډېرو قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو په همدومره وخت کې ټولټال ۷۱زره او ۶۲۵ قضیې څېړلي، چې ۶۱زره او ۸۹۸ قضیې یې په ابتدائیه، ۷زره او ۱۸۸ په مرافعه او ۲زره او ۵۳۹ نورې په تمیز محکمو کې څېړل شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې محاکمو د ښځو د میراث اړوند ۳زره او ۳۸۸ او د نشهیي توکو او مسکراتو اړوند ۴زره او ۵۶۵ قضیو ته هم رسېدنه کړې ده.
د سترې محکمې د راپور له مخې، په څلورمه ربعه کې ۳۷زره او ۱۷۶ بېلابېلې شرعي او قانوني وثیقې هم صادرې شوې دي.
دغه راز د سترې محکمې د عالي مقام د تحریراتو ریاست او د قضایي معاونیت له لوري ۴زره او ۴۱۳ عرایضو ته رسېدنه شوې او د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱زر او ۱۸۹ عرایضو، غوښتنو(استهداآتو) او نورو اداري موضوعاتو اړوند اجراآت ترسره کړي دي.
راپور زیاتوي، چې د قضایي مسوولانو، عالمانو، سپینږیرو او قومي مخورو پر منځګړیتوب د قتل د ۱۲۰ قضیو په اړه د شرعي احکامو له مخې د دیت، سولې، جوړجاړي او ابراء پر بنسټ حکمونه هم صادر شوي دي.
سترې محکمې ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت د احکامو پر بنسټ به د خلکو د حقونو د خوندي کولو، قضیو ته د پر وخت او عادلانه رسېدنې او د معیاري قضایي او اداري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
تازه خبرونه
اسلامآباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان واک له لاسه ورکړی ــ د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر
سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونهلټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مهکوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نهدي.»
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پاکستان د مرکزي حکومت پر امنیتي تګلارو سختې نیوکې کړي او څرګندوي؛ اسلامآباد پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان خپل واک له لاسه ورکړی او د دغو سیمو خلک باید د ناکامو امنیتي تګلارو قرباني نهشي.
سهیل افریدي ویلي، مرکزي حکومت باید د خلکو د ژوند په بیه خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې ونهلټوي. هغه زیاته کړې:« که غواړئ ډالر ترلاسه کړئ یا په بهر کې ټاپو واخلئ، دا کار د خیبرپښتونخوا د خلکو د وینو پر بیه مهکوئ. زمونږ خلک د آزموینې ډګر نهدي.»
هغه په دغو ایالتونو کې د ناامنۍ د زیاتېدا په اړه ویلي؛ اوسنی امنیتي کړکېچ ښيي، چې د اسلامآباد امنیتي تګلارې جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: هغه ادارې، چې د هېواد د امنیت او دفاع مسوولیت لري؛ د خپلو اصلي دندو پر ځای پر سیاسي سیالیو بوختې شوې دي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا ادعا هم کړې، چې د پاکستان حکومت مخکې پر لوی لاس په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د بېثباتۍ زمینه برابره کړې وه او اوس یې د دواړو ایالتونو واک له لاسه ورکړی دی.
اپریدي د کشمیر په اړه د اسلامآباد پر تګلارې هم نیوکه کړې او وایي، پاکستان کلونه کشمیر د خپلې خاورې برخه بلله؛ خو اوس د همدې سیمې پر خلکو ډزې کوي.
هغه زیاته کړې:« که وسله د ستونزو حل وای؛ نو په خیبرپښتونخوا کې به له ۲۲ کلونو وروسته سوله ټینګه شوې وای. همدارنګه، که زور د تېرو ۷۸ کلونو د ستونزو حل وای؛ نن به پاکستاني چارواکي د کړکېچ او د نظام د احتمالي ړنګېدا خبره نه کوله.»
دا په داسې حال کې ده، چې له وروستیو میاشتو راپدېخوا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه او ناامني ډېره شوې او د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې راپارېدلي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او مالداویا کرنیزه همکاري؛ د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی اروپا ته تللی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، دا سفر د زمري تر شپاړلسمې / د اګست تر اوومې روان وي او موخه یې د افغانستان او مالداویا ترمنځ د کرنیزو، علمي او تخنیکي همکاریو پراخول دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني پر مشرۍ، د مالداویا جمهوریت د کرنې او خوړو صنعت وزارت پر رسمي بلنه اروپا ته پر رسمي سفر روان شوی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، دا سفر د زمري تر شپاړلسمې / د اګست تر اوومې روان وي او موخه یې د افغانستان او مالداویا ترمنځ د کرنیزو، علمي او تخنیکي همکاریو پراخول دي.
ټاکل شوې، چې د سفر پر مهال د بوټو ساتنې، د آفتونو د مدغم مدیریت، د فیرومون ټکنالوژۍ، کرنیزو څېړنو، د سوداګریزو بڼونو د مدیریت او د عصري کرنیزو ټکنالوژیو د کارونې په برخو کې له مالداویايي چارواکو او څانګوالو سره ګډې تخنیکي غونډې او لیدنې ترسره شي.
د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر پایلې به د پرمختللیو اروپايي تجربو د لېږد، د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا، د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د هېواد د کرنې عصري کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
-
تازه خبرونه5 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
-
لوبی4 days agoنن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
-
تحول5 days agoتحول: په افغانستان کې د پراختیایي پروژو پر پلي کېدا ټینګار
-
Opinion1 day agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
توسعه3 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او ایران سوداګرو د ګډې پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ
-
لوبی24 hours agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
