Connect with us

لوبی

هند د اووه ویکټو پر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه

افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او لوبه یې هیله‌ورکوونکې پیل کړه؛ خو د لوبډلې د منډو په منځنۍ برخه کې ناڅاپه پرله‌پسې ویکټې ولوېدې، چې له کبله یې د لوبې لوری د هند پر ګټه واوښت.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۳, ۱۴۰۵

د یکشنبې پر ورځ د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې د هند کرکټ ملي لوبډلې د شل‌آوریزو سیالیو د لړۍ د لومړۍ لوبې پر مهال افغانستان ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او لوبه یې هیله‌ورکوونکې پیل کړه؛ خو د لوبډلې د منډو په منځنۍ برخه کې ناڅاپه پرله‌پسې ویکټې ولوېدې، چې له کبله یې د لوبې لوری د هند پر ګټه واوښت.

افغانستان د یوې ویکټې په بدل کې ۳۸ منډې کړې وې؛ خو په لنډه موده کې یې د پېنځه نورو منډو په بدل کې څلور ویکټې له لاسه ورکړې او ۴۳/۵ ته ولوېد. دې سقوط افغانستان له ستونزمن حالت سره مخ کړ او د سیالۍ وړ هدف ټاکلو چانس یې محدود کړ.

په دې لړۍ کې د افغانستان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د ویکټو ترمنځ د منډې وهلو پر مهال د یوې تېروتنې له کبله وسوځېد.

له پېنځه ویکټو وروسته عظمت‌الله عمرزي او محمد نبي هڅه وکړه، چې د افغانستان پاڼۍ بېرته منظمه کړي. عمرزي په حساب شوې او اغېزمنې توپ‌وهنې سره پر ۴۴ توپونو ۶۴ منډې وکړې. نبي هم ۳۳ منډې وکړې او د دواړو لوبغاړو ملګرتیا افغانستان وتواناوه، چې د ۲۰آورونو په پای کې د اته ویکټو په بدل کې ۱۵۶ منډې وکړي.

د هند په توپ‌اچوونکو کې ارشډیپ سینګ  تر ټولو ښه وځلېد او د ۱۹ منډو په بدل کې یې درې ویکټې واخیستې. جسپریټ بومرا هم د چپ زنګون د ټپ له کبله په وروستیو لوبو کې له نشتون وروسته بېرته د هند په لوبډله کې شامل شوی و.

د افغانستان ۱۵۶ منډې د هند د پیاوړې توپ‌وهنې پر وړاندې بشپړې نه‌وې. کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو ته پر چټکۍ دوام ورکړ او ابیشک شرما په دې برخه کې مهم رول ولوباوه. هغه یوازې له ۳۲ توپونو ۸۲ منډې وکړې.

د شرما د چټکو منډو له کبله د هند پر وړاندې د پاتې منډو فشار پر چټکۍ کم شو. سره له دې، چې سنجو سامسون د ۱۰ منډو له کولو وروسته وسوځېد؛ هند د لوبې واک له لاسه ورنه‌کړ.

ایشان کیشن هم له ۳۳ توپونو ۴۲ منډې وکړې او له دې سره یې د هند مرسته وکړه، چې ټاکل شوی هدف له جدي فشار پرته پوره کړي. هند په ۱۳.۴آورونو کې هدف پوره کړ او د اووه ویکټو پر توپیر یې لوبه وګټله.

افغانستان اوس فرصت لري، چې د سې‌شنبې پر ورځ د شل‌آوریزو سیالیو د لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې د لومړۍ لوبې ماته جبران کړي.

دا لوبه به د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

لوبی

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې نامیبیا ته ۶-۲ ماتې ورکړه

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اوومه لوبه وه.

Published

on

 

د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې په آذربایجان کې د فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام او فوټبال نندارې په سیالیو کې د نامیبیا لوبډلې ته ۶-۲ ماتې ورکړه.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اوومه لوبه وه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان ملي لوبډله خپله راتلونکې لوبه نن (پنجشنبه) د هند پر وړاندې ترسره کړي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

افغانستان د لوبې په دولسم آور کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۶ منډې کړې وې؛ خو د اعجاز احمدزي پر توپ‌وهنه د لوبې بهیر بدل شو. هغه یوازې پر ۲۰ توپونو پنځوس منډې وکړې او په پیاوړو ګوزارونو یې د زیمبابوې توپ‌اچوونکي تر فشار لاندې راوستل.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل‌آوریزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د سې‌شنبې پر ورځ په شارجه کې زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان د لوبې په دولسم آور کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۶ منډې کړې وې؛ خو د اعجاز احمدزي پر توپ‌وهنه د لوبې بهیر بدل شو. هغه یوازې پر ۲۰ توپونو پنځوس منډې وکړې او په پیاوړو ګوزارونو یې د زیمبابوې توپ‌اچوونکي تر فشار لاندې راوستل.

احمدزي او شاهدالله، چې پر ۴۲ توپونو یې ۴۶ منډې کړې وې؛ د افغانستان د منډو د زیاتولو لپاره هڅې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو په ۴.۵‌آورونو کې د لوبډلې پر منډو ۶۱ منډې ورزیاتې کړې او افغانستان یې له ستونزمن حالت څخه وایست.

راشدخان هم د توپ‌وهنې په وروستیو شېبو کې وځلېد او په یوازې ۱۰ توپونو یې ۳۰ منډې وکړې، چې څلور شپږیزې او یوه څلوریزه هم په کې وه.

افغانستان د خپل وار تر پای ته رسېدا یو توپ مخکې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو بیا یې هم د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.

نیومن نیام‌هوري د زیمبابوی تر ټولو بریالی توپ‌اچوونکی و، چې د ۳۱ منډو په بدل کې یې څلور لوبغاړي وسوځول.

زیمبابوی د ۱۷۸ منډو د هدف په تعقیب کې د افغانستان د منظمو توپ‌اچونو پر وړاندې ستونزې درلودې او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې یوازې ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

راشدخان د ۲۰ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي وسوخول. فضل‌الحق فاروقي هم درې لوبغاړي وسوځول او زیمبابوی لوبدله یې د هدف له پوره کولو راوګرځاوله.

افغانستان په منځنیو آورونو کې د راشدخان او مجیب‌الرحمان پر غوره توپ‌اچونې پر زیمبابوی فشار زیات کړ. مجیب هم دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د زیمبابوی پر وړاندې په نړیوالو شل‌آوریزو سیالیو کې د افغانستان شپږمه پرله‌پسې بریا وه.

له دې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ په شل‌آوریزو سیالیو کې د افغانستان د بریاوو شمېر ۲۰ ته ورسېد. په داسې حال کې، چې زیمبابوی یوازې دوه لوبې ګټلې دي.

دواړه لوبډلې به د پنجشنبې پر ورځ په دوه‌یمه شل‌آوریزه لوبه کې یو ځل بیا د سیالۍ ډګر ته ووځي.

Continue Reading

لوبی

سرخ‌پوشان خوافي طوفان هرات ته درې ګوله ورکړل

دا لوبه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۶, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په شپېتمه لوبه کې سرخ‌پوشان خوافي لوبډلې طوفان هرات ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې سهراب افغان په پڼځه‌دېرشمه دقیقه کې د سرخ‌پوشان خوافي لومړی ګول وواهه.

سرخ‌پوشانو خوافي په دوه‌یمه نیمايي کې هم خپل بریدونه روان وساتل او په دوه‌پنځوسمه دقیقه کې یې دوه‌یم ګول وواهه. یارمحمد ذکرخېل هم په دوه‌اویایمه دقیقه کې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه او د لوبې پایله یې ۳ پر صفر کړه.

د طوفان هرات لوبډلې لوبغاړو د هڅو سره – سره  ونه‌شو کړی د سیالې لوبډلې دروازه پرانیزي.

د انضباطي احصائیو له مخې؛ سرخ‌پوشان خوافي پنځه سرغړونې وکړې؛ خو طوفان هرات ۱۵ سرغړونې وکړې او یو ژېړ کارت یې هم ترلاسه کړ.

سرخ‌پوښان خوافي به د اوکټوبر پر دېرشمه له ابومسلم فراه سره مخ شي او طوفان هرات به د اوکټوبر پر یودېشمه له خراسان فاریاب سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!