تازه خبرونه
هند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
په ملګرو ملتونو کې د هند استازي هریش پارواټانني د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې، چې د « په وسلهوالو شخړو کې د ملکي وګړو ساتنې» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه؛ ویلي، چې د یوناما د راپور له مخې: د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د پاکستان په بریدونو کې د افغانستان ۷۵۰ وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند استازي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له کبله د ملکي وګړو پر مرګ او ژوبلې سختې نیوکې کړي او اسلامآباد یې د افغانستان له ملي واکمنۍ او نړیوالو قوانینو څخه پر ښکاره سرغړونه تورن کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د هند استازي هریش پارواټانني د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې، چې د « په وسلهوالو شخړو کې د ملکي وګړو ساتنې» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه؛ ویلي، چې د یوناما د راپور له مخې: د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د پاکستان په بریدونو کې د افغانستان ۷۵۰ وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاته کړې؛ پاکستان په روژه کې د کابل د «امید» د روږدو درملنې پر روغتون د «وحشیانه» هوايي برید مسوول هم دی.
د هند استازي پاکستان له دې کبله تر نیوکې لاندې راوست، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې نړیوالې غوښتنې له پامه غورځولې دي.
هغه ویلي: «دا دوهمخيتوب دی، چې یو هېواد د نړیوالو قوانینو له لوړو اصولو خبرې کوي؛ خو د شپې په تیاره کې بېګناه ملکي وګړي پر نښه کوي. د پاکستان هوايي بریدونه د تراویح له لمانځه وروسته ترسره شول؛ هغه مهال، چې د یوناما د څرګندونو له مخې ګڼ ناروغان له جوماته د وتلو په حال کې ول.»
د هند استازي زیاته کړې؛ د پاکستان دا ډول «کرکجنې یرغلیزې کړنې» د حیرانتیا وړ نهدي، ځکه دوی «خپل خلک بمباروي او سیسټماتیکه نسليوژنه ترسره کوي.»
تازه خبرونه
ملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه
د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ويلي، چې د سفر پر مهال د ۲۴ ساعته چوپړتیاوو وړاندې کولو تر څنګ مالي، صنعتي، سوداګریزې، ټرانسپورټي، ټولګټو چارو او نورو اړوند اداري ستونزو او ننګونو ارزونه شوې او د هغوی د حل لپاره اړینې پرېکړې شوې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یوه پلاوي پر مشرۍ حیرتان بندر ته سفر کړی او په دې بندر کې یې د چوپړتیاوو د پراختیا او د امارتي ادارو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ويلي، چې د سفر پر مهال د ۲۴ ساعته چوپړتیاوو وړاندې کولو تر څنګ مالي، صنعتي، سوداګریزې، ټرانسپورټي، ټولګټو چارو او نورو اړوند اداري ستونزو او ننګونو ارزونه شوې او د هغوی د حل لپاره اړینې پرېکړې شوې دي.
د دغو پرېکړو له مخې؛ ټاکل شوې، چې اداري تشکیلات پراخ شي او په بندر کې بنسټیزې پروژې؛ معیاري تمځایونه، اداري ودانۍ، سړې خونې، پرمختللي لابراتوارونه، معیاري سړکونه او د اوسپنېپټلۍ پراختیا عملي شي.
دغه راز د قاچاق د مخنیوي او د صادراتو او وارداتو د بهیر آسانولو لپاره د ډیجیټلي تلو او ګرځنده سکنرونو لګول هم په پام کې دي.
د اقتصادي معاونیت دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو طرحو له پلي کېدا سره به په حیرتان بندر کې سوداګریز خدمتونه ۲۴ ساعته او پرته له ځنډه وړاندې او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شي.
تازه خبرونه
له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو لېږد بشپړ شو
تازه خبرونه
افغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر
ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نهده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز ښارګوټی (لاجورد کمپلکس) پروژې د عملي کار د پیل په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان هم حق لري معیاري ښارونه، عصري بېخبناوې(زیربناوې) او پرمختللي استوګنیز ښارګوټي ولري.
ملا برادر په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د لاجورد پروژه یوازې د ودانیو ټولګه نهده، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا، ملي پانګونې د جذب او د راتلونکو نسلونو لپاره د سباوون نښه هم ګڼل کېږي.
د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژه کې به شاوخوا ۱۴۴۸ عصري استوګنیز کورونه له معیاري نقشې او پرمختللیو آسانتیاوو سره جوړ شي، چې خلکو ته خوندي او هوسا ژوند برابر کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې په هېواد کې د سراسري امنیت له ټینګښت وروسته د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او له همدې کبله په بېلابېلو برخو کې سترې اقتصادي پروژې یو پر بل پسې پیلېږي او پرانیستل کېږي.
هغه زیاته کړې؛ لاجورد استوګنیز ښارګوټي ته ورته پروژې کولی شي د بلخ اقتصادي ځایګی د هېواد د یوه مهم تاریخي، فرهنګي، سوداګریز او صنعتي ولایت په توګه پیاوړی کړي او په شمالي زون کې اقتصادي خوځښت رامنځته کړي.
دغه راز ملا برادر ویلي؛ اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بېخبنایي، صنعتي، کرنیزو او ښاري پروژو ملاتړ ته ژمن دی او د قوشتېپې، سړک جوړونې، برښنا تولید او صنعتي فابریکو ترڅنګ د ښاري پراختیا او ماسټرپلانونو پر پلي کولو هم کار روان ساتلی دی.
هغه د خصوصي سکټور رول د هېواد په اقتصادي وده کې اړین وباله او له سوداګرو او پانګهوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي دا هم څرګنده کړه؛ بلخ ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه د ستونزو ارزونه، د پروژو چټکتیا، د بندري خدماتو ښهوالی او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ډېرو نورو آسانتیاوو برابرول دي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د لاجورد استوګنیز ښارګوټي پروژې پیل د هېواد د آبادۍ پر لور یو مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دا پروژه به د خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لامل شي.
-
سوداگري3 days agoپه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
-
نړۍ4 days agoد اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
-
نړۍ4 days agoله چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoباکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل ناکام و– مولانا فضلالرحمن
-
څار5 days agoڅار: افغانستان ته د پاکستاني پلاوي احتمالي سفر
