تازه خبرونه
ولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نهدی حل شوی.
د«مدرن ډیپلوماسي» خپرونې په خپره شوې شننه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان، قطر، ترکیې او چین لهخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو له هڅو سره – سره د امنیت په اړه د یوه روښانه او د عملي کېدا وړ هوکړهلیک نشتوالی اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګښت پر وړاندې ستر خنډ دی.
په دې شننه کې راغلي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ز.کال په اوکټوبر کې له سختو نښتو وروسته رامنځته شو؛ قطر او ترکیې د اوربند په هوکړه او ورپسې خبرو کې رول درلود، خو د دواړو لوریو ترمنځ د«اوربند د ماتولو» د تعریف پر سر بنسټیز اختلاف اوس هم نهدی حل شوی.
د دغې شننې له مخې؛ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت موضوع د دې کړکېچ منځنی ټکی دی. اسلامآباد له کابل څخه د دغې ډلې پر وړاندې د مشخصو او د کره کېدا وړ اقداماتو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې د افغانستان حکومت دغه تورونه ردوي او د پاکستان لهخوا د افغانستان پر خاوره بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بولي.
« مدرن ډیپلوماسي» د افغانستان او هند د مخ پر پراخېدونکو اړیکو یادونه هم د کابل او اسلامآباد ترمنځ د بېباورۍ د زیاتېدا له عواملو څخه کڼي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان او هند پراخې سیالۍ د منځګړیتوب بهیر پېچلی کړی دی.
په شننه کې زیاته شوې، چې څلورو منځګړو هېوادونو د کړکېچ په مدیریت او د نښتو د پراخېدا په مخنیوي کې تر یوه بریده بریالیتوب ترلاسه کړی؛ خو د اختلافاتو د بنسټیز حل لپاره یې کومه پایله نهده ترلاسه کړې.
د لیکوال پر باور د موضوع اصلي خنډونه د اوربند د ماتولو د تعریف پر سر اختلاف، د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د دواړو لوریو د غوښتنو توپیر او د باور نشتوالی بلل شوي دي.
په دې شننه کې چین، له پاکستان سره د نږدې اړیکو، له افغانستان سره د پراخو اړیکو او د سیمې د ثبات په برخه کې د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو له کبله، د منځګړیتوب د ګډ چوکاټ د همغږۍ لپاره مناسب انتخاب بلل شوی دی.