Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان باید د خپلې «بې‌شرمه کړنې» ځواب ترلاسه کړي – مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي بریدونه «بې‌شرمه کړنه» ده او وایي، «پاکستان باید ځواب ترلاسه کړي.»
هغه دا هم ویلي، چې د غچ اخیستنې د کړنې جزییات محرم دي.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند پاکستان ته د وروستیو هوايي بریدونو په اړه د پوځي ځواب خبرداری ورکړی او وایي، چې د اسلام‌آباد ځانګړې پوځي کړۍ د ملکي افغانانو کورونه بمبارډوي او هم په پاکستان کې له داعش وسلوالو ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې ویلي، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي بریدونه «بې‌شرمه کړنه» ده او وایي، «پاکستان باید ځواب ترلاسه کړي.»

هغه دا هم ویلي، چې د غچ اخیستنې د کړنې جزییات محرم دي.

هغه زیاته کړې؛ په ننګرهار کې د ۲۲ کسیزې کورنۍ کور پر نښه شوی، چې ۱۷ کسانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي. په پکتیکا کې هم د ماشومانو یوه مدرسه بمبارډ شوې، چې له کبله یې یو ماشوم ټپي دی او څو ودانۍ زیانمنې شوې دي.

هغه ټینګار کړی: په بمبارډ شویو ملکي سیمو کې « هیڅ وسلوال کسان نه‌ول؛ یوازې ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې‌ ده.»

مجاهد ویلي؛ د پاکستان پوځیانو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې د داعش عناصرو ته پناه ورکړې او څرګندوي، چې ځینې یې د افغانستان دننه د بریدونو لپاره هم کارول شوي دي.

هغه وایي؛ د افغانستان په قلمرو کې د اسلامي امارت له عملیاتو وروسته داعش «له منځه وړل شوې» دی.

هغه همداراز د اسلام‌‌آباد په اړه ویلي، چې په سیمه کې بې‌ثباتي او ناامني رامنځته کوي.

هغه په دې اړه زیاته کړې: «مونږ باور لرو، چې د پاکستان دننه یوې ځانګړې پوځي کړۍ ته د سیمې د بې‌ثباته کولو دنده سپارل شوې ده.»

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې چټکې خړې پړې شوې دي. پاکستان پر کابل تور پورې کوي، چې د وسلوالو بریدونو په مهارولو کې پاتې راغلی؛ خو افغان چارواکو ویلي، چې د پاکستان ستونزې کورنۍ دي او له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.

د سوداګرۍ لپاره مهمې دروازې هم تر ډېره له میاشتو راپدېخوا تړلې پاتې شوې دي.

ذبیح‌الله مجاهد له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو وغوښتل؛ پر پاکستان دې فشار راوړي، چې خپله تګلاره بدله کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.

هغه وایي: « مونږ غواړو؛ ټول هېوادونه دې په افغانستان کې د رامنځته شوي امنیت او ثبات ملاتړ وکړي او د پیاوړتیا لپاره یې باید مرستې ترسره کړي، چې وکولی شوو سیمه د تلپاتې ثبات پر لوري بوځو.»

هغه زیاته کړې: « مونږ غواړو سیمه‌ییز او اسلامي هېوادونه خپل مسوولیت درک کړي او پاکستان وهڅوي، چې خپله تګلاره بدله کړي. هېوادونه باید خپل نفوذ وکاروي، چې د دې ډول پېښو د بیا تکرار مخه ونیول شي.»

سره له دې ترینګلتیاوو ذبیح‌الله مجاهد افغانستان او پاکستان دوه ډېر نږدې ګاونډیان وباله، چې ډېرې ګډې ګټې لري؛ خو څرګندوي، چې «اسلام‌آباد دې د کابل له ملامتولو پرته خپلې امنیتي ستونزې حل کړي.»

تازه خبرونه

په هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول

دا خونړۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسله‌والو د جمعې پر ورځ(د وري یوویشتمه / د  اپریل لسمه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې ناڅرګندو وسله‌والو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه ګانو د زیارت مخې ته په تفریحي سیمه کې د راټولو شویو خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړې.

Published

on

په هرات ولایت کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید له کبله نړیواله غندنه راپارېدلې او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افرادو، اشخاصو او ادارو د خواخوږۍ پیغامونه وړاندې شوي دي.

دا خونړۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسله‌والو د جمعې پر ورځ(د وري یوویشتمه / د  اپریل لسمه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې ناڅرګندو وسله‌والو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه ګانو د زیارت مخې ته په تفریحي سیمه کې د راټولو شویو خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړې.

د تائید شویو راپورونو له مخې؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او دا پېښه یې یو «وحشتناک جنایت» وباله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر چارسمبالې جورجټ ګانیون ویلي: «مونږ د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د روغتیا هیله کوو.»

هغه همدارنګه له چارواکو وغوښتل، چې په دې اړه بشپړه څېړنه وکړي او په ټول افغانستان کې د ټولو خلکو امنیت ډاډمن کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم دا برید وغانده او دا یې «وحشیانه» وباله او د عدالت منګولو ته یې د عاملانو د کښلو غوښتنه وکړه.

هغې زیاته کړې، چې قربانیان شیعه مسلمانان دي.

همدارنګه ټینګار کوي، چې دا ډول هدفمند تاوتریخوالی باید بې سزا پاتې نشي.

اروپايي ټولنې هم دا ډله‌ییزه وژنه وغندله او څرګندوي، چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی په هیڅ حالت کې د منلو وړ ندی.

اروپايي ټولنې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او له زیانمنو شویو کسانو سره خپله خواشیني څرګنده کړه.

تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې

دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.

Published

on

Last Updated on: وری ۲۳, ۱۴۰۵

په اسلام‌آباد کې د امریکایي او ایراني پلاوي له شتون سره – سره ایراني رسنیو راپور ورکړ، چې د دواړو پلاويو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.

دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.

د راپورونو له مخې؛ ایران په لبنان کې د جګړې بندول او د خپلو کنګل شویو شتمنیو خوشې کول د خبرو د پیل لپاره یو شرط وړاندې کړی و.

له اسلام‌آباد څخه د راډیو او ټلویزیون خبریال راپور ورکړ، چې امریکا د ایراني شتمنیو له خوشې کولو سره هوکړه کړې او په لبنان کې جګړه د هېواد تر جنوب پورې محدوده شوې ده.

دغه راز امریکایي چارواکو تر اوسه د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو هوکړه نده تائید کړې.

دا خبرې د امریکا او اسرائیلي رژیم ترمنځ له ایران سره له ۴۰ ورځو شخړې وروسته پیل شوې.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باوري فضا د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي – ژاو شینګ

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د چین په ارومچي ښار کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د روان بهیر په اړه ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: وری ۱۹, ۱۴۰۵

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو هڅې روانې ساتلي او روانې خبرې یې بې‌پرې د همکارۍ له مخې پیل کړې دي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د چین په ارومچي ښار کې د دوه اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو پرمختګونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د روان بهیر په اړه ترسره شوه.

په دې لیدنه کې  شینګ ویلي؛ هیله لري، چې د سیمه‌ییز جیوپولیټیک وضعیت په پام کې نیولو سره د باور جوړونې، ښه نیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د تشنج نشتوالي پروسه به دوام ومومي.

امیر خان متقي په داسې حال کې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ مثبتې وارزولې؛ له خپل چینایي سیال څخه یې د ارومچي خبرو اترو د چمتووالي او کوربتوب او همدارنګه د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو له منځګړیتوب مننه څرګنده کړه.

متقي ويلي، چې تر اوسه پورې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ ښې خبرې اترې شوې دي او هغه هيله لري، چې کوچني تعبیرونه به د خبرو اترو د پرمختګ مخه ونه‌نیسي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!