تازه خبرونه

پاکستان د افغان کډوالو نیول زیات کړي

د یاد بنسټ د احصائیو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر نیمایي پورې ټولټال ۱۰۰ زره ۹۷۱ افغان کډوال نیول شوي، چې په ۲۰۲۴ کې د ۹ زره او په ۲۰۲۳ کې د ۲۶ زره د نیول کېدا پر پرتله بې‌ساری زیاتوالی ښیي. د نیول کېدو تر ټولو لوړ شمېر د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ، کویټې، اټک او پنجاب کې ترسره شوې دي.

Published

on

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر (UNHCR) وايي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو سږ کال له ۱۰۰ زره څخه ډېر افغان کډوال نیولي، چې دا تر ټولو لوی شمېر دی.

د یاد بنسټ د احصائیو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د نومبر تر نیمایي پورې ټولټال ۱۰۰ زره ۹۷۱ افغان کډوال نیول شوي، چې په ۲۰۲۴ کې د ۹ زره او په ۲۰۲۳ کې د ۲۶ زره د نیول کېدا پر پرتله بې‌ساری زیاتوالی ښیي. د نیول کېدو تر ټولو لوړ شمېر د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ، کویټې، اټک او پنجاب کې ترسره شوې دي.

د یو‌ان‌اچ‌سي‌آر د څرګندونو له مخې؛ د نیول شویو کسانو ۷۶ سلنه د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي یا بې اسناده کډوال ول. په داسې حال کې، چې ۲۴ سلنه یې د پي‌او‌آر کارتونو لرونکي کډوال ثبت شوي دي.

د نیولو زیاتوالی له هغې وروسته زیات شو، چې د پاکستان حکومت په دوه بېلابېلو حکمونو کې له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه افغان کډوال جبري وایستل او پولیسو ته یې د پي‌او‌آر کارت لرونکو د نیولو واک ورکړ.

دې بنسټ دا هم تائید کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره نغدي مرسته د مرستندویانو له‌خوا د مالي ملاتړ د کمښت له کبله کمه شوې ده. دا هغه مسله ده، چې زرګونه زیانمنې کورنۍ یې د خوړو، کرایې او ژمي د اړتیاوو په ترلاسه کولو کې له پوره ستونزو سره مخ کړې دي.

پر افغان کډوالو فشار نه یوازې په پاکستان کې زیات شوی، بلکې ایران هم د افغان کډوالو په نیولو او جبري ایستلو کې هم له پام وړ زیاتوالی خبر ورکړی دی. دا هغه موضوع ده، چې بشري حقونه او مرستندویه بنسټونه یې په سیمه کې د ساتنې د اقداماتو د کمزوري کېدا په اړه اندېښمن کړي دي.

بشري بنسټونو د پاکستان او ایران له حکومتونو غوښتنه کړې، چې د کډوالو هر ډول راستنېدا باید پخپله خوښه او له نړیوالو قوانینو سره سمه وي. دوی ان ګواښ کړی دا پراخ جبري ایستل کولی شي ډیورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې نوره بې ثباتي هم رامنځته کړي، چې ډېری راستنېدونکې کورنۍ به د سرپناه، کار او اساسي خدماتو پرته پاتې شي.

Trending

Exit mobile version