تازه خبرونه
پر ښهنیت د پاکستانيو اسیرانو خوشېکېدا او پر برید د افغانستان ګواښل
خواجه آصف د فرانسې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې؛ په پاکستان کې وروستي بریدونه د هغه څه پایله ده، چې دا یې د افغانستان د حکومت او هند ترمنځ «نیابتي جګړه» بولي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی، چې که اړتیا پېښه شي؛ اسلامآباد ښايي د افغانستان دننه هوايي بریدونه ترسره کړي.
خواجه آصف د فرانسې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې؛ په پاکستان کې وروستي بریدونه د هغه څه پایله ده، چې دا یې د افغانستان د حکومت او هند ترمنځ «نیابتي جګړه» بولي.
خواجه آصف د پاکستان او هند ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته هم په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې د دوه اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د شخړې احتمال اوس هم لیدل کیږي او د اسلامآباد او نوي ډیلي اړیکې په ترینګلي وضعیت کې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د چارشنبې پر ورځ د مبارکې روژې پر درناوي د درې پاکستانيو اسیرو سرتېرو له خوشېکېدا خبر ورکړ.
هغه ویلي، چې دا اسیر شوي سرتېري د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د تلې د نښتو پر مهال د افغان ځواکونو لهخوا نیول شوي وه.
د ذبیحالله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د اسیرانو د خوشې کېدا هڅه د اسلامي امارت د هغې پالیسۍ له مخې تر سره شوې، چې له نړۍ سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره ورته پاملرنه کیږي او اسیران هم د سعودي عربستان د غوښتنې له مخې یوه سعودي پلاوي ته وسپارل شول.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له کبله له لوړو ژورو سره مخ دي؛ خو د کابل تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیچا او هیڅ ګاونډ پر ضد ونه کارول شي.
تازه خبرونه
تحول: د اسلامي امارت له لوري د درې پاکستانيو بندیانو خوشې کېدا
تازه خبرونه
د هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.
\د افغانستان وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۱۵۳ منسوبینو د فراغت په مراسمو کې ټینګار کړی؛ د هغو کسانو پر وړاندې چمتووالی اړین دی، چې د اسلامي نظام اتحاد، اتفاق، هیبت او د مسلمانانو پت زغملی نشي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.
د افغانستان ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د وسلهوالو ځواکونو چمتووالی او تجهیز پر مسلمانانو فرض دی او د افغانستان اسلامي امارت پخوانیو مسوولانو هم تل هڅه کړې، چې خپل مجاهدین پر هر راز شرایطو کې چمتو وساتي.
د ملي دفاع وزارت مسوولانو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو پر هر اړخیز چمتووالي پام ساتي.
دغه مراسم د ۳۱۳ مرکزی قول اردوی د ښوونیز مرکز د اتم پداړ لپاره جوړ شوي وه، چې د ۱۵۳ منسوبینو پر فراغت ترسره شول.
تازه خبرونه
قزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.
د اقزاقستان پر کوربتوب د افغانستان په اړه د تماس سیمهییزې ډلې ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې په کې د منځنۍ آسیا( قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان ) د هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.
هغه له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې قزاقستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت لري.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف هم په دې غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کولو او د سیمهییزې همکارۍ د پراخولو پر لوري حرکت وکړي.
دا غونډه د ګاونډ هېوادونو د هڅو ښکارندویي کوي، چې له افغانستان سره د همکارۍ فرصتونه ترلاسه او سیمهییز ثبات او پرمختګ پیاوړی کړي.
-
سوداگري3 days agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
-
تازه خبرونه4 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
لوبی3 days agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoاسلامي امارت درې پاکستانيان د روژې پر درناوي خوشې کړل
-
تازه خبرونه3 days agoد منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoد بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي
-
سوداگري2 days agoافغانستان او اوزبکستان ۲۵ سوداګریزهوکړهلیکونو لاسلیک کړل
-
سوداگري2 days agoافغان لوړ پوړي پلاوي د اقتصادي او صنعتي همکاریو د غځولو لپاره بیلاروس ته سفر کړی
