Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

په اروپا کې د تودوخې له کبله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي

په دې څېړنه کې د جولای تر دوه‌یمې ۱۰ ورځې ارزول شوي، چې په کې د لویدیځې اروپا پراخې برخې د تودوخې له سختې حپې سره مخ شوې؛ په اسپانیه کې تودوخه د سانټیګراد ۴۰ درجو( د فارنهایټ ۱۰۴  درجې) ته رسیدلې او په فرانسه کې پر ځنګلونو اور لګیدلی دی.

خپور شوی

د

د چارشنبې پر ورځ ( د چنګاښ اته‌لسمه) د یوې چټکې پوهنیزې شننې له مخې، چې تېره اوونۍ پای ته رسېدلې؛ په ۱۲ اروپايي ښارونو کې شاوخوا ۲ زره ۳۰۰ کسان د تودوخې د اړوند څپې له امله مړه شوي دي.

په دې څېړنه کې د جولای تر دوه‌یمې ۱۰ ورځې ارزول شوي، چې په کې د لویدیځې اروپا پراخې برخې د تودوخې له سختې حپې سره مخ شوې؛ په اسپانیه کې تودوخه د سانټیګراد ۴۰ درجو( د فارنهایټ ۱۰۴  درجې) ته رسیدلې او په فرانسه کې پر ځنګلونو اور لګیدلی دی.

د لندن امپریل کالج او د لندن د حفظ الصحې او استوایي طب پوهنځي د پوهانو د څېړنې له مخې؛ په دې موده کې د ۲۳۰۰ اټکل شویو مړینو څخه ۱۵۰۰ یې له اقلیمي بدلون سره تړاو لري، چې د تودوخې څپې یې زیاتې کړې دي.

د لندن امپریل کالج څېړونکي ډاکټر بین کلارک ویلي: ” اقلیمي بدلون هوا له هغې خورا توده او خطرناکه کړې، چې کیدای شوه وه.”

دا څېړنه د بارسلونا، مادریډ، لندن او میلان په ګډون ۱۲ ښارونه رانغاړي او څېړونکو ویلي، چې د اقلیمي بدلون د تودوخې څپې؛ تودوخه د سانټي‌ګراد تر ۴۰ درجې لوړه کړې ده.

څېړونکو د هغو مړینو د شمېر اټکل کولو لپاره له ایپډیمولوژیکي ماډلونو او تاریخي مړینې معلوماتو څخه کار واخیست، چې په ګوته کوي؛ هغه مړینې، چې تودوخه یې د مړینې اصلي لامل و او ورسره اصلي ناروغیو زیاتوالی موندلی دی.

پوهانو زیاته کړې، چې د دوی د مړینې شمېر اټکلي دی؛ ځکه، چې د تودوخې پورې اړوند ډېری مړینې په رسمي ډول نه راپور کیږي او ځینې حکومتونه دا معلومات نه خپروي.

د اروپايي اتحادیې د کوپرنیکس اقلیمي بدلون خدماتو د چارشنبې پر ورځ په یوه میاشتني راپور کې ویلي، چې تېره میاشت د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۳ کلونو له ورته میاشتو وروسته د ځمکې لپاره دا درېیم تود جون و.

کوپرنیک دا هم ویلي، چې لویدیځې اروپا خپل تر ټولو تود جون تجربه کړ، چې د سیمې ډېره برخه یې له ” تودوې څپې” سره مخ وه، چې – د سانټي‌ګراد ۳۸ درجې وه.

د اروپا د روغتیا انسټیټیوټ څېړونکو په ۲۰۲۳ کال کې راپور ورکړ، چې د نوې څېړنې له مخې؛ شونې ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې د اروپا له سختې تودوخې ۶۱ زره خلکو ژوند له لاسه ورکړی وي. دا ښیي، چې د تودوخې د چمتووالي لپاره د هېوادونو هڅې ناکافي دي.

په اتموسفیر کې د شنو خونو ګازونو زیاتوالی، چې په ټولیزه توګه د فوسیلي سونګ توکو له سوځولو څخه رامنځته کیږي، چې د وخت پر تېرېدو ورسره د ځمکې منځنۍ تودوخه لوړه شوې ده. د تودوخې دا زیاتوالی پدې معنا دی، چې کله د تودوخې څپه راشي؛ نو د تودوخې درجه نوره هم ورسره لوړیږي.

د هوا حالاتو بدلونونه

په فرانسه او اسپانیه کې ځنګلي اور‌لګېدنو سلګونه زره کسان بې‌ځایه کړي

چارواکي وايي، د لوړې تودوخې، سختو بادونو او وچې هوا له کبله د چټک خپرېدونکي اور له کبله تر اوسه له ۲۶۷ زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

Published

on

د فرانسې او اسپانیې په بېلابېلو سیمو کې پراخ ځنګلي او ویجاړوونکي اورونه بل دي، چې له کبله یې سلګونه زره کسان کورونو پرېښودو ته اړ شوي او چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی او نړیواله مرسته یې غوښتې ده.

چارواکي وايي، د لوړې تودوخې، سختو بادونو او وچې هوا له کبله د چټک خپرېدونکي اور له کبله تر اوسه له ۲۶۷ زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په فرانسه کې چارواکو د اطلس سمندر پر غاړه د «کپ فیرې» ټاپووزمې د تخلیې امر کړی؛ ځکه اورونو له لس زره هکټاره زیاته ځنګلي سیمه سوځولې ده. زرګونو اوسېدونکو او سېلانیانو ته سپارښتنه شوې، چې د سړک او کښتیو له لارې سیمه پرېږدي؛ ځکه اورونه د اور وژنې له پراخو هڅو سره – سره مخ بل پاتې دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وضعیت«ډېر سخت» بللی او حکومت د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب میکانېزم فعال کړی، چې له مخې یې د اور وژنې اضافي الوتکې د اروپايي ټولنې له نورو غړو هېوادونو څخه د مرستې لپاره ورغوښتل شوې دي.

په ګاونډ اسپانیه کې حکومت له هغې وروسته ملي بېړنی حالت اعلان کړ، چې اورلګېدنې د مادریډ لویدیځ او د اویلا ولایت ځینې میشت ځایونه ګواښلي دي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې ښايي څو بېلابېل اورونه په یوه لوی اور بدل شي، چې د مهارولو چارې به نورې هم ستونزمنې کړي.

د اور وژنې ځواکونه، پوځي پرسونل او د بېړنیو پېښو کارکوونکي اغېزمنو سیمو ته استول شوي؛ خو اوس هم زرګونه کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

ساینس‌پوهانو څو ځله خبرداری ورکړی، چې د اقلیم بدلون په سویلي اروپا کې د سختو ګرمو څپو او د ځنګلي اورونو د رامنځته کېدا کچه او شدت زیاتوي. د دوی د څرګندونو له مخې، اوږدمهاله وچکالي او لوړې تودوخې د اورونو د خپرېدا لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.

تر اوسه د اوښتو زیانونو وروستۍ ارزونه نه‌ده خپره شوې او چارواکي وايي، چې خطرناک موسمي شرایط روان دی. له همدې کبله اندېښنه شته، چې اورونه به په راتلونکو ورځو کې نور هم پراخ شي.

د بېړنیو خدمتونو ادارې بشپړ چمتووالی لری او له خلکو غواړي، چې د تخلیې لارښوونې جدي ونیسي او د اور لګېدلو سیمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

د نړۍ ښاري غونډه؛ په افغانستان کې اقلیمي بدلون، استوګنیزې ستونزې او راستنېدونکي کډوال

 له باکو څخه د آریانانیوز خبریال نوید بهار راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې رییس به په دې غونډه کې وینا وکړي او د بحثونو اصلي تمرکز به د افغانستان د وضعیت اړوند ننګونې وي.

Published

on

د نړۍ ښاري غونډه، چې له یکشنبې راپدېخوا د آذربایجان په باکو ښار کې پیل شوې؛ روانه ده او ټاکل شوې، چې نن په کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره شي.

 له باکو څخه د آریانانیوز خبریال نوید بهار راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې رییس به په دې غونډه کې وینا وکړي او د بحثونو اصلي تمرکز به د افغانستان د وضعیت اړوند ننګونې وي.

د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې به پر افغانستان د اقلیم د بدلون د منفي پایلو، د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ملیونونو کډوالو راستنېدا اغېزو او استوګنیزو ستونزو بحث او اندونه وړاندې شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس پر مشرۍ پلاوي هم ګډون کړی او ټاکل شوې، چې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره لیدنې ترسره کړي.

دغه راز به په دې لیدنو کې د افغانستان اړوند موضوعات لکه د چاپېریالي پروژو په برخه کې همکاري، د اقلیمي بدلون په برخه کې نړیوالې مرستې او ملاتړ او د استوګنیزو ستونزو د حل لارې وڅېړل شي.

د غونډې په عمومي ناسته کې پرون د ګډونوالو هېوادونو یو شمېر مشرانو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د خوندي، تلپاتو او لاسرسي وړ ښارونو د جوړولو ترڅنګ، زیان‌منونکو هېوادونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

دوی له پرمختللیو هېوادونو وغوښتل، چې د اقلیمي ننګونو او ښاري بحرانونو پر وړاندې د مبارزې لپاره له زیان‌منونکو هېوادونو سره ډېره همکاري او ملاتړ وکړي.

دا غونډه به د مې تر درویشتمې روانه وي او ټاکل شوې په بېلابېلو ناستو کې د اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا او د استوګنیزو ستونزو اړوند موضوعات په زیان‌منونکو هېوادونو کې وڅېړل شي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

افغانستان به په سږنی ژمي کې د ‌واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه

د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په روان ژمي کې له عادي حالت څخه د لږ ورښت، لوړې تودوخې او د واورو له سخت کمښت سره مخ وي؛ دا وضعیت کولی شي کرنه، د اوبو سرچینې او د خوړو خوندیتوب ډېر اغېزمن کړي.

د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.

د راپور له مخې؛ له تېرو ۲۵ کلونو راپدېخوا په غرنیو سیمو کې د واورو زېرمې هم تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي، چې دې چارې د راتلونکي کال په پسرلي کې په ځانګړي توګه د غنمو د کرکېلې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنې راپارولې دي.

په راپور کې خبرداری ورکړ شوی، چې د وچکالۍ دوام کولی شي د للمي غنمو کرنه وځنډوي، د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري کړي او مالدارۍ ته زیان ورسوي. همدارنګه میلیونونه کسان ښايي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اقلیمي وضعیت د دقیق څار غوښتنه کړې او د دې کړکېچ د پایلو د کمولو لپاره یې د بېړنیو مرستندویو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117