سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د طلاق پېښې ډېرې شوې دي
په كابل كې د كورنۍ محكمې رييسه وايي:
تېركال د طلاق پېښې ۱۰۵ ته رسيدې، خو د روان كال په نهه مياشتو كې بيا د طلاق پېښې ۱۰۶ ته رسيدلي دي.
په افغانستان كې د ښځو د حقونو ځينې فعالان د طلاق شويو ميرمنو پر راتلونكي ژوند انديښنه ښكاره كوي.
په كابل كې د كورنۍ محكمې رييسه رحيمه رضايي د طلاق د پېښو زياتوالى د اندېښنې وړنه بولي او وايي:
د طلاق د پېښو د زياتوالي يو دليل دا دى، چې ښځې پخپلو حقونو خبرې شوې دي.
په افغانستان كې د كورني جوړښت بدلون ساده كارنه دى. په دې هېواد كې ډېر دودونه ژورې رېښې لري، له مركې، كوژدې او واده نيولې د كورنۍ تر جوړښت پورې ځوانان او كورنۍ يې خپلې موخې ته تررسېدو پورې له ډېرو ستونزو سره مخ كيږي، خو طلاق ټول دا تكليفونه او منډې له منځه وړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون كميشنره ثريا صبحرنگ بشري حقونو خپلواك كميسيون هم د طلاق د پېښو پرزياتوالي او د دې پېښو له اړخه د ټولنيزو ناخوالو په اړه اندېښنه ښيي.
د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي هم له طلاق وروسته د افغان ميرمنو پر ژوند اندېښمنه ده.
د پوهنتون استاد مولوي محمد ضمير خالقيار خبردارى وركوي، چې:
د طلاق د پېښو له زياتوالي سره د جرايمو گراف لوړيږي او دا چاره د دې لامل گرزي، چې په هېواد كې ټولنيز فساد پراخ شي.
د سيمې په كچه افغانستان هغه هېواد دى، چې په كې د طلاق پېښې ډېرې كمې دي؛ خو په دې وروستيو كې د طلاق د پېښو زياتوالي خوشبيني او بدبيني دواړه ترشا پريښي دي.
سیمه ییز خبرونه
د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هممهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووهپنځوسمه څپه پیل کړې ده.
تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.
دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه
-
تازه خبرونه3 days agoکابل د منځنۍ آسیا او افغانستان د مشورتي خبرو کوربتوب کوي
-
نړۍ3 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستاني رژیم په بریدونو کې سلګونه کسان «شهیدان» او زرګونه نور بېځایه شول
-
تحول3 days agoتحول: په منځني ختیځ کې د جګړې اوږدېدا
-
تازه خبرونه21 hours agoایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول