سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى اوس هم ستونزمن كار دى
ناروغ لرونكي او پوښتونكي ډېر له روغتونونو او د روغتيايي خدمتونو له څرنگوالي شكايت كوي او د روغتونونو چارواكي هم د امكاناتو له لږوالي او ډېركار څخه سرټكوي.
د كابل ملالۍ زيږنتون دواړه لوري اندېښمن دي.
ملالۍ زيږنتون ته هره ورځ سلگونه ميرمنې ورځي او لسگونه وگړي ورته له يو لړ اندېښنو او هيلو سره په انتظار كې ناست وي.
دا روغتون لسگونه كاله وړاندې د كابل ښار نفوسو ته جوړشوى؛ خو اوس ليدل كيږي، چې د ورتلونكيو ناروغانو اړتيا پوره كولى نه شي.
ناروغ پوښتونكي، چې په دې روغتون كې ناروغان لري، ډېرشكايت كوي او لږ خوشبين دي.
دوي وايې:
له واسطې پرته د خپل ناروغ پوښتنه نه شو كولى.
د دوى په وينا:
د شپې له خوا متخصيص داكتران نه وي، د موټرو مناسب پاركينگ نشته، د زوكړو خونې نامناسبه دي او يو لړ نورې ستونزې هم لري.
د ملالۍ زېږنتون مسووله نسرين اورياخېل ستونزې مني، خو د شپې له خوا د داكترانو نه شتون ردوي.
ميرمن اورياخېل څرگندوي، چې:
دلته په هرو ۲۴ ساعتونو كې له اتيا څخه تر سل زوكړې كيږي او له ۱۵ څخه دېرش پورې د جراحۍ عاجل عمليات تر سره كيږي. د بسترونو كمبود يوه بله ستونزه ده، چې داكتران يې هم يادونه كوي.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:
د دې روغتون د پراختيا لپاره وسمهال پروگرام نه لرو؛ خو غواړو، چې په دې روغتون كې كاري حجم را ټيټ شي.
د عامې روغتيا وزارت د شمېرنې له مخې:
په ۱۳۹۰ ل كال كې دغه روغتون ته ۳۵ زره كسانو مراجعه كړې، چې له دې جملې ۲۴ زره او پېنځه سوه د زوكړې موارد دي او ۱۴ ميندې د زوكړو پرمهال مړې شوې دي.
ملالۍ زيږنتون په افغانستان كې د نسايي ولادي لومړنى روغتون دى، چې ۲۰۰ بستره لري او د كاركوونكيو شمېر يې ۴۲۵ تنو ته رسيږي.
ويل كيږي، چې په افغانستان كې اوس هم د ميندو مړينه د اندېښنې وړمساله ده. د اوسنيو شمېرنو له مخې، په هر و سل زره ميندو كې نږدې ۳۵۰ تنه د زوكړو پرمهال مړې كيږي.
سیمه ییز خبرونه
د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هممهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووهپنځوسمه څپه پیل کړې ده.
تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.
دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه
-
تازه خبرونه3 days agoکابل د منځنۍ آسیا او افغانستان د مشورتي خبرو کوربتوب کوي
-
نړۍ3 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستاني رژیم په بریدونو کې سلګونه کسان «شهیدان» او زرګونه نور بېځایه شول
-
تحول4 days agoتحول: په منځني ختیځ کې د جګړې اوږدېدا
-
تازه خبرونه23 hours agoایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول