تازه خبرونه
په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ د مبارکۍ پر پیغامونو او امنیتي ډاډ پیل او ترسره شوه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د یوه پیغام پر خپرولو د دې میاشتې د رارسېدا مبارکي څرګنده کړې او په روژه کې یې پر یووالي، خواخوږۍ او سولې ټینګار کړی دی.
نن په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د مبارکې روژې میاشتې لومړۍ ورځ خلکو ته د بېلابېلو ادارو او چارواکو د مبارکۍ او امنیتي ډاډ څرګندولو تر سره شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د یوه پیغام پر خپرولو د دې میاشتې د رارسېدا مبارکي څرګنده کړې او په روژه کې یې پر یووالي، خواخوږۍ او سولې ټینګار کړی دی.
دغه راز د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي ویلي؛ دا اداره به له کورنیو د ملاتړ تر څنګ هغو ته د اوبو، انرژۍ او روغتیایي پاملرنې بنسټیز خدمتونه د لاسرسي وړ او ډاډمن کړي او د طبیعي ناورینونو پر وړاندې به یې ملاتړ وکړي.
د ملي پخلاینې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړې، چې د روان کال روژه به د مثبت بدلون پیل او په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنیت او هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.
دغه راز د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د ټینګار له مخې؛ د هېواد امنیتي ځواکونه په ټول افغانستان کې چمتو دي، چې د خلکو امنیت خوندي کړي او خلک وکولی شي خپل عبادتونه او ورځني فعالیتونه په ډاډمن چاپېریال کې ترسره کړي.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.
ازبکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ په فرغانه ولایت کې یوه اړینه غونډه ترسره شوه، چې په کې د سوداګرۍ خونې د پانګونې څانګې د مرستیال زړګي عظیمي پر مشرۍ د ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
لاسلیک شوي تړونونه به د جامو، اومه توکو، درملو او نورو صنایعو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې پلاوي د سیمې د اقتصادي وړتیاوو د ارزونې لپاره د فرغانې ښار له یو شمېر لویو کارخونو او تولیدي څانګو لیدنه وکړه.
په دې غونډه کې د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړو عبدالله رحیمي، سید احمد نورزاد او عبیدالله هوتک په ګډون د اجرائیوي رییس مرستیال میرزامان پوپل او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو ګډون درلود، چې په کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
ویل کیږي، چې دا غونډه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام دی.
تازه خبرونه
ایران او امریکا د خپلې جګړې په نوي کړکېچن پړاو کې د پېنځه اوونیو اوربند ته هیله من شول
د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران روانه جګړه د سیمهییزو قدرتونو لهخوا د جګړې او نامستقیمو خبرو یو نوي پړاو ته دننه شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: په دې اړه څه نا څه پرمختګونه رامنځته شوي؛ د پېنځه اوونیو اوربند، ټولو ته د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا او ایران ترمنځ پر هغو مسلو خبرې، چې متقابلې ګټې اغېزمنوي.
خلیلزاد زیاته کړې: د امریکا ولسمشر پر ښکاره هوکړه کړې، چې د سبا(سېشنبې) ګواښ ګڼل شوی تاوتریخوالی به وځنډوي؛ خو اصلي ننګونه اوس هم دا ده، چې ایران جګړې ته پر نهستنېدا ټینګار کوي.
امریکا ویلي، چې د وروستۍ هوکړې نه ترلاسه کېدا به ټولو لوریو ته د جګړې د بېرته پیلولو اختیار خوندي وساتي.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې «که خبرې د دوه اړخیز رضایت په ترلاسه کېدا پای ته ورسېږي؛ نو د تاوتریخوالي درېدا یوه عادي خبره ده.»
خلیلزاد ویلي؛ یوه شونې حللار دا هم کېدی شي، چې د خبرو له پای ته رسېدا مخکې جګړې ته د بېرته نه ستنېدا ژمنه وشي.
ایران له دې مخکې داسې اندېښنه څرګنده کړې وه؛ امریکا پرې په داسې وخت کې برید وکړ، چې خبرې روانې وې.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د سخت اورښت له کبله ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د مرکز جلالآباد ښار د انګور باغ په اړوند سيمه کې د یوه کور د چت د پریوتو له کبله پېنځه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د مرکز انګور باغ په ګډون د دې ولایت په شېرزاد، خوږیانيو او هسکه مېنه ولسواليو کې د سخت اورښت او چتونو پريوتو له کبله ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د مرکز جلالآباد ښار د انګور باغ په اړوند سيمه کې د یوه کور د چت د پریوتو له کبله پېنځه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
دغه راز د دغه ولايت د والي وياند قاري احسان الله عثماني زیاته کړې؛ د شېرزاد ولسوالۍ د ګندمک کوټګۍ اړوند یوه کلی کې د یو کور چت نړیدو له کبله یو ښځه اودوه ماشومان شهيدان شوي او همداراز د خوږيانو ولسوالۍ په پيره خېلو مشري کلي کې یوتن شهيد اودوه ټپيان شوي دي.
عثماني زياته کړې؛ د هسکې مېنې ولسوالۍ د دولت خېلو په اړوند سیمه کې د دوه کورنو چتونه نړیدلي، چې یو ماشوم شهید او دوه نور په کې ژوبل شوی دي.
د مسوولانو د معلوماتو له مخې؛ سخت اورښت ګڼ کورونه د نړېدا له ګواښ سره مخ کړي دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه2 days agoد کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه
-
نړۍ3 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days agoکابل د منځنۍ آسیا او افغانستان د مشورتي خبرو کوربتوب کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستاني رژیم په بریدونو کې سلګونه کسان «شهیدان» او زرګونه نور بېځایه شول
-
تحول3 days agoتحول: په منځني ختیځ کې د جګړې اوږدېدا
-
څار3 days agoڅار: د چین پر منځگړیتوب د کابل او اسلامآباد ترمنځ خبرې
