Connect with us

نړۍ

په امريكا كې د اقتصادي سيټم پر ضد پيل شويو نيوكو نړيواله بڼه خپله كړه

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كې د اقتصادي سيسټمونو پرخلاف نيوكې مخ په زياتېدو دي.

د دغو اعتراضونو په دوه يمه ورځ  د امريكا په نيويارك، د كاناډا په تورنټو، د انگلستان په لندن او د نيو زيلانډ په اوكلنډ ښارونو كې د اقتصادي سيسټمونو پر خلاف اعتراضونه شوي دي.

رپوټونه وايي، چې:

په دې لړكې د امريكا په ټايمزډگر او واشنگټن كې اويا تنه نيول شوي دي.

د امريكا پخوانى سياستوال جسي جكسون وايي، چې:

د گوتو په شمېركسان ښه ژوند لري؛ خو گڼ شمېر بيا له دغو امكاناتو ليرې دي.

ويل كيږي د امريكا په زياترو ښارونو كې لاريونونه شوي دي.

لاريون كوونكي او اعتراض كوونكي غوښتنه كوي، چې سياستوال بايد د هېوادونو د اقتصادي برخې د سمون لپاره په زړه پورې اقدامات وكړي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

نړۍ

د ایران او امریکا ترمنځ ۴۵ ورځني اوربند ته منځګړي وروستۍ هڅې کوي

یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې له‌خوا ترسره کیږي.

Published

on

امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمهییز منځګړي د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن وي.

یادې رسنۍ له امریکا، اسرائیل او سیمې سره د بلدو څلور سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې خبرې اترې د پاکستان، مصر او ترکیې له‌خوا ترسره کیږي.

په راپور کې راغلي، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ غیر مستقیم پیغامونه او زنګونه هم تبادله کیږي.

دغه راز سرچینو ویلي، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې یوې لنډمهالې هوکړې ته رسېدا هم شونې ده.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ایراني چارواکو منځګړو ته ټینګار کړی؛ دوی نه غواړي د غزې تړانګې یا لبنان په څیر حالت رامنځته شي، چې اوربند یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او بریدونه هر وخت ممکن وي.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ په ایران کې د دوه‌يم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوه‌یم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نه‌شول.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې؛ د امریکا پوځ د F-15 جنګي جټ الوتکې د دوه‌یم پیلوټ پر ژغورلو بریالی شوی، چې په ایران کې د عملیاتو پر مهال پر نښه شوی و.

ټرمپ په Truth Social کې لیکلي، چې پوځي افسر د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا بند پاتې و، چې دښمنو ځواکونو څارلو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونه وتوانیدل، چې «د امریکا په پوځي تاریخ کې د ترټولو زړور لټون او ژغورنې عملیاتو» په پایله کې خپل پیلوټ بریالی راوباسي.

ټرمپ زیاته کړې؛ عملیات د لسګونو پوځي الوتکو او پرمختللیو تجهیزاتو پر کارولو ترسره شول.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ پیلوټ ټپي و، خو د هغه روغتیایي حالت ښه راپور شوی او روغ به شي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوه‌یم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نه‌شول.

ټرمپ ادعا کړې، چې دا دوه د ژغورنې عملیات د امریکایي ځواکونو لپاره له تلفاتو پرته ترسره شوي او دا یې په سیمه کې د هوايي برتري نښه وبلله.

Continue Reading

نړۍ

په راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلاي، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د خپلو بنسټیزو موخو د بشپړولو په درشل کې ده او په راتلونکو دوه یا درې اوونیو کې به پرې نور سخت بریدونه وکړي.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو په تېرو ۳۲ ورځو کې “چټکې او پرېکنده بریاوې” ترلاسه کړي او د ایران ګواښ د پام وړ کم شوی دی.

دا جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو سره پیل شوې او په سیمه کې یې د لبنان او ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په ګډون پراخې نښتې رامنځته کړې دي.

دغه راز د هرمز تنګي تړل‌کېدا د تېلو بیې لوړې او په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې رامنځته کړې او د نړیوالو ادارو په ګډون د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د انرژۍ نړیوالې ادارې د جګړې د اقتصادي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ له رویټرز سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې دې بریدونو اټومي وسلو ته د ایران د لاس‌رسي مخه نیولې او که ګواښ راپورته شي؛ نو امریکا به بیا برید وکړي.

د ټرمپ د څرګندونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا خلکو ته په یوه لیک کې په‌ډاګه کړې، چې هېواد یې د امریکا له عامو خلکو سره هیڅ دښمني نلري.

رویټرز راپور ورکړی، چې اسلام‌آباد د لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی؛ خو له دواړو خواوو څخه یې ځواب ترلاسه کړی نه‌دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!