Connect with us

تازه خبرونه

په بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړیوال غبرګون د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه ترسره شوه

اروپايي ټولنې ویلي؛ د دې ناستې ګډونوالو په یوه وروستۍ خبرپاڼه کې د یوې پراخې تګلارې د اړتیا ترڅنګ ټینګار ویلي؛ په افغانستان کې باید له داسې سولې او ثبات ملاتړ وشي، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ وي.

خپور شوی

د

OIC at SOM meeting in Brussels

په بروکسل کې د افغانستان پر اساسي اړتیاوو، سیاسي او بشري مسلو متمرکزه د اروپايي ټولنې د ادارو د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.

اروپايي ټولنې ویلي؛ د دې ناستې ګډونوالو په یوه وروستۍ خبرپاڼه کې د یوې پراخې تګلارې د اړتیا ترڅنګ ټینګار ویلي؛ په افغانستان کې باید له داسې سولې او ثبات ملاتړ وشي، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ وي.

اروپايي ټولنې په بروکسل کې د لوړ پوړو چارواکو د غونډې په پای کې اعلان وکړ، چې سږ کال به د افغانستان د تر ټولو زیان منونکو وګړو د ملاتړ لپاره “۱۶۱” میلیون یورو مرسته وکړي.

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې بشري بحران اوس هم په نړۍ کې یو له خورا سختو هغو څخه دی.

په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې د ادارو، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، د خلیج هېوادونو، لویو بسپنه ورکوونکو، د جي – ۷ شریکانو، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د افغان او نړیوالو مدني ټولنې او نادولتي موسسو استازو ګډون کړی و.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: “ګډونوالو د یوې داسې همغږې او جامع تګلارې پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ له سوله‌ییز او باثباته افغانستان ملاتړ وکړي. پرته له دې، چې جنسیت، توکم یا مذهب په پام کې وي؛ باید د پرمختګ لار جوړه کړي. سیمه‌ییز ثبات د افغانستان د راتلونکي په زړه کې دی. له چارسمبالو چارواکو سره دوامداره تخنیکي ښکېلتیا د بشري لاسرسي ډاډمن کولو او د بېړنیو او اړینو اړتیاوو حل اړین دی. په داسې حال کې، چې د افغانستان پېچلو ننګونو ته د همغږۍ ځواب وړاندې کوي.”

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې سږ کال به د افغانستان د تر ټولو زیان منونکو وګړو د ملاتړ لپاره ۱۶۱ میلیون یورو مرسته وکړي.

د اعلامیې له مخې؛ د دې مرستې له ۱۴۱ میلیون یورو څخه ډېرې به د افغانستان دننه د بشري بنسټونو له لارې او نورې ۲۰ میلیون یورو به په پاکستان او ایران کې د افغانانو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره ولګول شي.

د اروپايي ټولنې په نوې بودجه کې به د خوړو مرستې، روغتیایي خدمات، د خوارځواکۍ درملنه او په لرې پرتو سیمو کې پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي ښه کول شامل وي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې افغان ښځې د بشري پراختیا له نړیوالو معیارونو څخه د پام وړ وروسته پاتې دي. د ملګرو ملتونو اداره وړاندویېنه کوي، چې د نجونو او ښځو لپاره د ثانوي او لوړو زده‌کړو په ګډون د دوکتورا زده‌کړې، له بندیز وروسته به د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځي د بشپړولو کچه ډېر ژر صفر ته ورسیږي.

د ملګرو ملتونو ټولنې د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي:  “د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې لخوا د نن خپور شوی راپور ښيي، چې افغان ښځې د بشري پراختیا له نړیوالو معیارونو څخه د پام وړ کمې دي. د افغانستان د جنډر شاخص څرګندوي، چې افغانستان په نړۍ کې دوه‌یم لوی جنډر تشه لري، چې د روغتیا، تعلیم، مالي چارو او پرېکړې کولو په برخو کې د ښځو او نرینه‌وو ترمنځ ۷۶ سلنه جنسیتي نابرابري شتون لري. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې پر وینا، نږدې په هرو لس ځوانو افغان ښځو کې ۸ یې له زده‌کړې، کارموندنې او روزنې څخه بې برخې دي. د نجونو د لیسې د فراغت کچه د صفر په درشل کې ده؛ ځکه، چې د ثانوي او لوړو زدهءکړو په ګډون روغتیایي زده‌کړې – د نجونو او ښځو لپاره منع دي.”

د ملګرو ملتونو د ښځو راپور دا هم په ډاګه کوي، چې افغانستان اوس هم د نړۍ د کاري ځواک په برخه کې یو له لویو جنسیتي تشو څخه دی؛ یوازې ۲۴ سلنه ښځې په کاري ځواک کې برخه اخلي. په داسې حال کې، چې د نرینه‌وو لپاره دا کچه ۸۹ سلنه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) هم په دې غونډه کې ګډون وکړ او د دوی پلاوي د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق پر رول ټینګار وکړ، چې د اسلامي پراختیایي بانک لخوا اداره کیږي، د بې طرفه او اړتیاوو پر بنسټ د مرستو په رسولو کې ملاتړ کوي.

د اروپايي اتحادیې چارواکو ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید غیر سیاسي پاتې شي او د افغانستان ټولو سیمو ته ورسیږي. دوی د بسپنه ورکوونکو، مرستندویه ادارو او سیمه‌ییزو فعالانو ترمنځ د نوې همغږۍ غوښتنه هم وکړه، چې د اړینو خدماتو د نور سقوط مخه ونیسي.

ګډونوالو د افغانانو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره لارې چارې په ځانګړي توګه د کرنې پراختیا، د خصوصي سکټور ګډون او مالي چارو ته د لاسرسي له لارې هم وپلټل.

دوی د “ښځو لخوا، د ښځو لپاره” مرستې ته د اصولي چلند په اړه ډېر ټینګار وکړ.

د دوی په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا د ښځو د ګډون ډاډمن کولو او د سیمه‌ییزې اقتصادي ودې د هڅولو لپاره خورا مهم دي.

په هر حال اسلامي امارت ملګري ملتونه او اړوند ادارې د افغانستان پر وړاندې د منفي راپورونو پر چمتو کولو تورنوي.

تازه خبرونه

پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

Published

on

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.

دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بې‌پرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.

دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

Published

on

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

Published

on

په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین ويلي، چې پاکستان نه غواړي افغانستان د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره عادي اړیکې ولري.

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

دې ډیپلوماټ له ان‌ډي‌ټي‌وي خبري سرچینې سره په یوه بله مرکه کې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان برید سخت وغانده او دا یې “د انسانیت پر وړاندې جنایت” وباله.

په دې برید کې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

د شاهین د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې له بریدونو  موخه د ټي‌ټي‌پي د غړو پر نښه کول دي؛ خو دا ادعاوې بې بنسټه دي.

شاهین د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د پردې تر شاه د خبرو تورونه هم رد کړل.

هغه وایي: « اوسمهال د پردې تر شاه خبرې اترې نشته. دوی پوځي لار غوره کړې ده. په داسې حال کې، چې مونږ تل د مسایلو لپاره سوله‌ییز حل غوښتی دی. هغو لومړی پر افغانستان برید غوره کړی؛ نو فکر کوم، چې دا مسله به د هغو پخپله ژبه ځواب شي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!