Connect with us

تازه خبرونه

په خوست کې د  ملي راډیو ټلویزیون خبریال عابد شهید شو

د افغانستان ملي راډيو تلويزيون په ایکس پاڼه کې زیاته کړې: د ملي راډيو ټلويزيون د خپرونو مدیر تواب ارمان او موټر چلوونکى يې ټپيان شوي دي.

خپور شوی

د

د پکتیا ملي راډیو ټلویزیون خبریال عبدالغفور عابد، چې د اسلامي امارت اد ځواکونو او پاکستانيو پوځیانو ترمنځ د نښتې د پوښښ لپاره لېږل شوی و؛ د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې شهید شوی دی.

د افغانستان ملي راډيو تلويزيون په ایکس پاڼه کې زیاته کړې: د ملي راډيو ټلويزيون د خپرونو مدیر تواب ارمان او موټر چلوونکى يې ټپيان شوي دي.

د افغانستان د آزادو خبریالانو اتحادیه دا پېښه غندي او د ژورنالیستیکو اصولو، انساني ارزښتونو او د بیان آزادۍ څخه یې ښکاره سرغړونه ګڼي.

د افغانستان د آزادو خبریالانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي د بیان آزادۍ دفاع کوونکو نړیوالو بنسټونو، د خبریالانو ملاتړ کوونکو او د هېواد له مسوولو چارواکو څخه غواړي، چې دا پېښه وڅېړي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره بېړنۍ او اغېزمنې هڅې وکړې.

ویل کیږي، چې د عبدالغفور عابد جسد له خوست ولایت څخه پکتیا ولایت ته لېږدول شوی دی.

تازه خبرونه

ازبک پلاوی په سوداګریز فورم کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.

Published

on

Last Updated on: زمری ۴, ۱۴۰۵

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، نن(شنبه د زمري درېیمه) له غرمې وروسته د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې دولتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي په کې دي؛ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف پر مشرۍ کابل ته راورسېد.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، د دې سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت یې د امریکا پر وسله‌والو ځواکونو د تاریخ تر ټولو ستره پانګونه کړې وه؛ خو د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه پرېښې ده.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.

هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ادعا کوي، چې د امریکا ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

ټرمپ وایي:« هغوی د دې تجهیزاتو ډېره برخه طالبانو(اسلامي امارت) او افغانستان ته پرېښوده.»

نوموړي زیاته کړې، الوتکې او نور تجهیزات باید له افغانستان څخه ایستل شوي وی.

ټرمپ ویلي:« دا ډېر د افسوس وړ وه. ما ولیدل، چې څه روان ول. ډېر ناوړه کار وشو.»

کارپوهانو ویلي، چې ټرمپ په خپل دوه‌يم پېر کې ان یو ځل هم؛ پر هغو وسلو او تجهیزاتو، چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې پوځي ځواکونو ویجاړ کړي، خبرې نه‌دي کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او بنګله‌دېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

Published

on

په مسکو کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د بنګله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

د سفارت د خبر له مخې؛ د افغانستان سفیر  د دې لیدنې پر مهال په هېواد کې د پانګونې د مناسبو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د بنګله‌دېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه یې پانګونې ته وهڅول.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یې د اړیکو او ګډو همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117