Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د سولې او سواد ملي كنفرانس جوړشو

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان حكومت له ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپين ږيرو غواړي، چې په هېواد كې د بې سوادۍ د له منځه وړلو او د ښوونځيو د تړل كيدو په مخنيوي كې له افغان حكومت سره همكاري وكړي.

د پوهنې وزارت لخوا د ديني او ټولنيزو پوهانو او ملي لارښوونكيو له نظره د سولې او سواد  په ملي كنفرانس كې د ولسمشر كرزي دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۲) وويل، چې:

په افغانستان كې د ناامنو او فقراصلي جرړه  بې سوادي ده.

ده له ديني عالمانو ، پوهانو او قومي مشرانو غوښتنه وكړه، چې د بې سوداۍ په له منځه وړلو كې هڅې وكړي.

په دې اړه د آريانا راديو ټلويزيون خبريال حبيب الله بختيال څرگنده كړې، چې:

په دې كنفرانس كې، چې د گڼ شمېرافغان چارواكو، د هېواد له گوټ گوټ څخه د ديني عالمانو، قومي مشرانو او سپين ږيرو  په گډون جوړ شوى و، د ولسمشر كرزي دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي وويل، چې:

يوازې دولت پخپلو محدودو امكاناتو نه شي كولى د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه كې بريالى شي.

هغه زياته كړه، چې:

دغه راز په دې كنفرانس كې د پوهنې وزير فاروق وردگ هم د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه كې د ديني عالمانو او قومي مشرانو رول مهم وباله.

هغه زياته كړه:

د ښوونكيو د روزنې په ۴۲ مركزونو او ۱۱۱ الحاقيو كې يو شپېته زره ښوونكيو ته د تحصيل زمينه برابره شوې ده.

د پوهنې وزارت په نوښت د سولې او سواد  په دغه جوړشوي ملي كنفرانس كې د پوهنې وزير د يونيسف موسسې استازي هم مهم وباله.

د فاروق وردگ په وينا:

د سواد كچې لوړول په ټول افغانستان كې مهم دي؛ ځكه په هغو سيمو كې، چې د ښځو د سواد كچه لوړه وي په هغو سيمو كې  د مور او ماشوم د مړينې پېښې كمې رامنځته كيږي.

دا كنفرانس په داسې حال كې جوړ شوى، چې اوس هم د هېواد په يو شمېر سيمو كې د ناامنيو له كبله سلگونه ښوونځي تړل شوي دي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

Published

on

په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د کویټې ښار په څنډه کې د ګاز‌نل‌لیکه له چاودنې سره مخ شوې

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نل‌لیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نل‌لیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.

هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.

بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلام‌آباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بې‌برخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نل‌لیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!