Connect with us

تازه خبرونه

په هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۰۵۳ کسانو ته پورته شو

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۱۷, ۱۴۰۲

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ويلي؛ د شنبې د ورځې ( د تلې ۱۵ )  د هرات په زلزله ځپلې زنده جان ولسوالۍ کې د رښتر پر کچه ۶.۳ درې مرګونې زلزلې ۲۰۵۳ کسان مړهکړي له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان دي .

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې زلزله کې ( ۱۳ ) کلي بشپړ ړنګ شوي او (  ۱۳۲۰ ) کورونه ویجاړ دي.

هغه دا هم ویلي؛ دا زلزله د ځمکې په ۱۳ کیلومترۍ کې رامنځته شوې، چې له کبله یې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند جانان سایق ویلي؛ د ژغورنې څو ډلې کار کوي، چې تر ویجاړیو لاندې کسان راوباسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې زلزله کې حیوانات هم له منځه تلي دي.  

په هرات ولایت کې له زلزلې ژوندي پاتې کسانو ، چې خپل هر څه له لاسه ورکړي له اسلامي امارت، نړیوالو ټولنو، او بنسټونو غواړي، چې په دغو ستونزمن وضعیت کې یې لاسنیوي ته راودانګي.

د دې مرګونې پېښې ډېري قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د راپورونو له مخې؛ دا په تېرو دوه لسیزو کې له ټولو مرګونې زلزله وه.

د يادونې ده، چې تېره ورځ( شنبه د تلې ۱۵ )  له غرمې مخکې د رښتر پر کچه د ۶ اعشاریه ۳ درجې  زلزلې د هرات لويديځ او ګاونډ ولايتونه ولړزاول. د امريکا د ځمکپوهنې ادارې ويلي وه، چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولايت د زنده جان ولسوالي ده. په پکتيکا او خوست ولايتونو کې له زلزلې وروسته دا په تېرو دوه کلونو کې دوه‌يمه خونړۍ زلزله ده.

تازه خبرونه

Badakhshan official calls on traders to help prevent drug trafficking

Published

on

Local officials in Afghanistan’s northeastern Badakhshan province have called on traders to help prevent drug trafficking and invest their capital in legal and productive sectors.

Jamaluddin Haqjo, deputy governor of Badakhshan, made the remarks during the opening of the first branch of the Bank-e-Millie Afghan in Fayzabad, the provincial capital.

Haqjo said thousands of people across Afghanistan are currently addicted to drugs and urged traders not to invest in drug trafficking.

Meanwhile, other local officials attending the ceremony called on people to contribute to the country’s economic development rather than oppose the government.

They said expanding economic activities could help reduce poverty and other challenges affecting thousands of families.

Officials also urged banks and traders to conduct their activities in accordance with Islamic principles.

The newly opened Bank-e-Millie Afghan branch is expected to provide banking services to residents of Badakhshan. Bank officials said government employees receiving their salaries through the bank would also be eligible for loan services in accordance with the bank’s policies.

Residents welcomed the opening of the branch, saying it would make banking services more accessible. They also called for banks to establish branches in remote districts of Badakhshan.

Officials urged traders and government institutions to support the bank by investing and using its services.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!