سوداگري
په هرات کې د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
نن (پنجشنبه د زمري درویشتمه) د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند، چې له سلما بند وروسته په دې ولایت کې د اوبو یو له مهمو او حیاتي بندونو څخه ګڼل کیږي؛ د لوړ پوړیو دولتي چارواکو لهخوا یې پرانسته وشوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ریاست الوزراءاقتصادي مرستیال د هرات ولایت د پاشدان بند د پرانیستې په مراسمو کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت غواړي له خپلو ټولو طبیعي سرچینو سالمه ګټه پورته کړي او د چا د حق اخیستلو اراده نلري.
نن (پنجشنبه د زمري درویشتمه) د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند، چې له سلما بند وروسته په دې ولایت کې د اوبو یو له مهمو او حیاتي بندونو څخه ګڼل کیږي؛ د لوړ پوړیو دولتي چارواکو لهخوا یې پرانسته وشوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پاشدان بند د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانان نن د اسلامي امارت د واکمنۍ څلورمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي، چې حکومت په تېرو څلور کلونو کې د اسلامي شریعت د پلي کولو او په سیاسي او اقتصادي برخو کې ډیرې لاسته راوړنې لري.
د نوموړی د څرګندونو له مخې؛ د پاشدان بند پروژه د هرات د پرمختګ او په دې ولایت کې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره ډېره اړینه ده.
هغه وایی: “تېر کال کله، چې د دې پروژې پاتې کار پیلېدو ما له تاسې سره ژمنه وکړه، چې اسلامي امارت به د پاشدان بند پاتې کار د بشپړولو لپاره خپل ټول ځواک وکاروي؛ نو له نېکهمرغه د پاشدان بند پاتې کار نن بشپړ شو.”
ملا برادر زیاته کړې، چې په تېرو وختونو کې، د “اشغالونو” له کبله د هېواد اقتصاد وده ونه کړه او د نورو هېوادونو پرمشروطو یې تکیه کړې وه؛ خو اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی او له نورو څخه یې خپلواک کړي.
اقتصادي مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د ملي او سیمهییزو پروژو ملاتړ کوي.
هغه دا هم ویلي؛ په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې پرمختګ ښیي، چې اسلامي امارت په سیمه کې اقتصادي همغږي، متقابله همکاري او ثبات غواړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې اسلامي امارت د افغانستان او سيمې د اقتصادي ثبات لپاره د اقتصاد پر بنسټ ولاړه پاليسي تعقيبوي.
ملا عبدالغني برادر وایي: “اسلامي امارت غواړي، چې خپلې ټولې طبيعي سرچينې په سالم ډول وکاروي او د چا د حقونو د اخيستلو اراده نلري؛ مونږ غواړو، چې خپلې اوبه په سالم ډول اداره کړو او نورو ته خپل ثابت حقونه ورکړو. د اوبو په مديريت کې زمونږ هدف د هېواد اقتصاد پياوړی کول دي او مونږ د اوبو مديريت د بېوزلۍ، بې کارۍ او مهاجرت د کمولو لپاره يو له بنسټيزو دندو څخه ګڼو.”
ملا برادر له ټولو کورنيو او بهرنيو پانګوالو وغوښتل، چې د اوبو او کرنې پر سکټورونو سربېره په نورو سکټورونو کې هم پانګونه وکړي او له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
دغه راز هرات والي نور احمد اسلام جار د پاشدان بند د پرانستلو په مراسمو کې ويلي؛ هغه لویې پروژې، چې په دې ولايت کې پيل شوې دي يا پلي کېږي؛ په نږدې راتلونکي کې به هرات د هېواد پر يو اقتصادي مرکز بدل کړي.
هغه زیاته کړې، چې د هرات-چشت سړک به ډېر ژر بیا پیل شي، د هرات-تورغندي اوسپنېپټلۍ او د هرات-خواف اوسپنېپټلۍ پراختیا روانه ده او د سمنټو پروژه هم د اکتشاف له وروستیو پړاوونو څخه تېریږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هاشمي پل د برښنا سټیشن به فعال شي او نورې لویې پروژې لکه ټاپي او د ښار سویل ته ترمینل د پلي کېدو په حال کې دی.
د هرات والي د پاشدان بند پرانیسته د ولایت د خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې دا پروژه به د هرات د اوبو سرچینو په اقتصادي پراختیا او مدیریت کې مهم رول ولوبوي.
د هېواد د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور په دې مراسمو کې وویل، چې دا بند د حکومت له بودجې څخه د ۱۱۷ میلیون افغانیو پر لګښت جوړ شوی او د حکومت وړتیا ښیي، چې د بهرنیو مرستو له تکیه پرته لویې ملي پروژې تمویل کړي.
هغه دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې پلانونه لري او د هېواد د پراختیا او بیارغونې لپاره کار کوي.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ د پاشدان بند، چې د ۱۳ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او ۲ میګاواټه برښنا د تولیدولو وړتیا لري؛ د هرات خلکو ته د هیلې او پرمختګ زیری لري.
سوداگري
د ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک
دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.
د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نومبر پر پرتله ۲۵ سلنه کم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.
نړیوال بانک ویلي، چې هند په ډسمبر کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، چې د ټولو صادراتو ۶۱.۲ سلنه برخه یې جوړوله.
د راپور له مخې؛ د افغانستان واردات په ډسمبر کې ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېرې میاشتې پر پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
نړیوال بانک همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د افغانیو ارزښت د تېرې میاشتې پر پرتله ۰.۴ سلنه لوړ شوی دی. د کلني شمېر له مخې، د افغانیو ارزښت په ټولیزه توګه ۵.۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی، چې دا د بازار د پرلهپسې ثبات نښه ښیي.
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان کورني عواید په ډسمبر کې ۲۴.۱ میلیارډ افغانۍ (نږدې ۳۶۳.۱ میلیون ډالر) ته رسېدلي، چې دا د میاشتنۍ کچې ۲.۹ سلنه او د کلنۍ کچې ۱۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
سوداگري
په هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
پر دې سربېره ټرمپ په دې وروستیو کې کاناډا ته هم ګواښ کړی، چې که له چین سره د کومې معاملې یا تړون په لټه کې شي؛ نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي.
پر ایران د امریکا زیات شوي فشار د تېلو بیې لوړې کړي د سپینو زرو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي، چې شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته په هر اونس کې رسېدلي دي.
د سرو زرو بیې په تېر کال کې ۶۴ سلنه لوړې شوې وې. سږ کال یوازې په یوه میاشت کې د سرو زرو بیه له ۱۷ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.
سوداگري
بنګله دیش د افغانستان د پنبې پېرودلو ته لېوالتیا وښوده
د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي اړیکو رییس شفیع الله اعظم په ایکس پانه کې لیکلي: د بنګله دیش د البسې تولید او صادراتو ټولنې (BGMEA)د افغانستان پنبې (مالوچو) پېرودلو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
شفیع الله اعظم زیاته کړې، چې له یادې اتحادیې سره د افغان پنبې د پېر ترڅنګ د ټوکرو په تولیدي برخه کې هم د پانګونې پر میکانیزم بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ یوه پلاوي د بنګلهدېش په ډاکه کې له دېرشم نړۍوال نندارتون د لیدنې لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoپه ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoافغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي
-
لوبی15 hours agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تحول2 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه15 hours agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
څار2 days agoڅار: د پاکستان پوځ پر وړاندې د بلوڅ آزادي غوښتونکو بریدونه
