Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د دوحې د بهیر او تعامل په اړه د ملګرو ملتونو له پلاوي سره د افغان چارواکو لیدل

د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او همغږۍ د پراخولو او همدارنګه د دوحې د بهیر اړوند ناستو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۵, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سولې او سیاسي چارو  کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې روزمري ډي‌کارلو او مل پلاوي سره بحث او خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او همغږۍ د پراخولو او همدارنګه د دوحې د بهیر اړوند ناستو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت، د اقتصادي ثبات لپاره د هڅو او د راستنېدونکو افغانانو د مدیریت په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخو کې یې د اسلامي امارت اقدامات مثبت وبلل.

نوموړي ټینګار کړی، چې د خصوصي سکټور د ملاتړ او د بشري مرستو د آسانتیا لپاره د بانکي محدودیتونو لرې کول او د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو آزادول اړین دي، چې د هېواد اقتصاد بېرته عادي بهیر ته داخل شي.

امیرخان متقي همدارنګه د نشه‌یي توکو د کرکېلې او قاچاق پر ضد د اسلامي امارت جدي اقدامات یاد کړل او خبرداری یې ورکړ، چې که له افغانستان څخه بهر د نشه‌یي توکو د کرکېلې مخه ونه‌نیول شي؛ نو دا ستونزه یو ځل بیا کولی شي سیمه او نړۍ زیانمنه کړي.

دغه راز روزمري ډي‌کارلو په افغانستان کې له مثبتو پرمختګونو په ځانګړي توګه د میلیونونو کډوالو د راستنېدو مدیریت او د بشري مرستو په بهیر کې شفافیت ستاینه وکړه.

هغې د اسلامي امارت اقدامات د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه، د معتادینو درملنه او نورې برخې د پام وړ وبللې.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې همدارنګه د دوحې د بهیر په چوکاټ کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. په ځانګړي توګه د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ له لارې د دوه کاري ډلو پر وسیله او د دې بهیر په نورو محورونو کې یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه. نوموړې بشري مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي وبللې او د دغو مرستو د لېږد لپاره یې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې دا ډول لیدنې زیاتې شي او د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې او تعاملات نور هم پراخ شي.

تازه خبرونه

کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له راغلي پلاوي سره وکتل

د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې میرمن روزمري دي‌کارلو پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.

د کورنيو چارو وزير زیاته کړې؛ د نشه‌یي توکو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي، چې له کبله یې مثبتې پایلې لرلې دي.

همدارنګه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوې؛ متقابل درناوی او واقعي همکاري کولی شي، چې د باور فضا نوره هم پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې له پرمختګونو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ.

ویل کیږي، چې ياد پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار کړی او د افغانستان په اړه یې د ملګرو ملتونو ټولنې پر نوښت، د دوحې ناستو د درېيم پړاو له مخې به کاري ګروپونه خپله راتلونکې ناسته د افغانستان پر کوربتوب په کابل کې ترسره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د واورې او توپان له کبله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لويې لارې وتړل شوې

د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې دوه‌یمه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت څه نا څه ۵  ‌مټرو او په سویلي سالنګ کې نږدې ۳ مټرو پورې رسېږي.

Published

on

د افغانستان ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لویې لارې او سړکونه د واورې او توپان له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوي له موټر چلوونکو یې غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پر دغو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې دوه‌یمه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت څه نا څه ۵  ‌مټرو او په سویلي سالنګ کې نږدې ۳ مټرو پورې رسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیان کې د واورې اورښت اوس هم روان دی او د بامیان-یکاولنګ، بامیان- پروان شبیر کوتل، ورس ولسوالۍ ته تللې لار، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او یوشمېر نورو ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړل شوې دي.

دغه راز د دایکنډي ولایت د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، د لوران استرلي کوتل او ځینې لارې د لنډمهال لپاره تړلې دي.

دې وزارت د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو د لارو له بندېدا هم  خبر ورکړی دی.

دغه راز د یو شمېر راپورونو له مخې کابل څخه خوست، پکتیا او له همدې سیمو څخه کابل نورو ټولو نږدې سیمو خلګ باید لنډمهاله له سفرونو ډډه وکړي.

د ټولګټوچارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د شمالي، سویلي او مرکزي ولایتونو، ولسوالیو او لویو سړکونو د خلاصولو لپاره کاري ډلې په اړوند سیمو کې پر کار بوخت دي او د لارې د خلاصون لپاره یې یو شمېر شرکتونو ته قراردادونه هم ورکړي دي.

یاد وزارت له خلکو غوښتي، چې پرته له چمتووالي له سفر کولو ډډه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل په یوه رسټورانټ کې چاودنه وغندله

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا برید «یو ناوړه ترهګریز عمل» ګڼل شوی، چې د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر نهه‌ویشتمه د کابل د مرکزي سوداګریزې سیمې شهرنو په یوه رسټورانټ کې ترسره شوی دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ هغه برید وغانده، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه رسټورانټ شوی، چې له کبله یې د یوه چینایي په ګدون اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څو نور ټپیان شول.

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دا برید «یو ناوړه ترهګریز عمل» ګڼل شوی، چې د دوشنبې پر ورځ د مرغومي پر نهه‌ویشتمه د کابل د مرکزي سوداګریزې سیمې شهرنو په یوه رسټورانټ کې ترسره شوی دی.

د دې برید پړه داعش خراسان ډلې منلی، چې له کبله یې شپږ افغان وګړي او یو چینایي ووژل شول او یو شمېر نور کسان د یوه ماشوم په ګډون ټپیان دي.

امنیت شورا د افغانستان او چین له خلکو او حکومتونو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې؛ د قربانیانو له کورنیو سره یې خواشیني شریکه کړه او ټپیانو ته یې د چټک او بشپړې رغېدا هیله وکړه.

امنیت شورا خپل پخوانی دریځ  بیا تکرار کړ او څرګندوي، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو کې اوس هم د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ دی.

دې شورا ټینګار کړی، چې د ترهګریزو کړنو ټول مسوولان؛ عاملین، تنظیموونکي، تمویلوونکي او ملاتړ کوونکي باید له پېژندلو وروسته د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د دې شورا په خبرپانه کې له ټولو هېوادونو وغوښتل شول، چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکونو سره سم د ترهګرۍ پر وړاندې له اړوند چارواکو سره همکاري وکړي.

د شورا غړو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ ټول اعمال جنایي او د توجیې وړ ندي. که هر ډول انګېزه یا شرایط ولري. دې شورا د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، د کډوالو نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون پر بنسټ د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا چاودنه د کابل په یوه چینایي رسټورانټ کې شوې ده. د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې دا چاودنه پر ځايي وخت شاوخوا د مازدیګر پر درې بجو رامنځته شوې او د پېښې د لاملونو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!