تازه خبرونه
په کابل کې د یوناما مشرې د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولۍ له مشرې سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو او اړوندو دفترونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ويلي؛ سراج الدین حقاني او آغلې روزا اوتونبایېوا په خپلو خبرو کې افغانستان ته د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او همدارنګه یې د خوست او پکتیا ولایتونو زلزله ځپلیو ته د کورونو د برابرولو د بهیر د چټکولو ترڅنګ د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار وشو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي؛ کورنیو چارو وزیر د یوناما مشرې ته ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې به د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکیو او اړوند بنسټونو امنیت ټینګوي.
شاوخوا یوه میاشت کېږي، چې روزا اوتون بایېوا د ملګرو ملتونو لخوا په کابل کې د یوناما د مشرې په توګه ټاکل شوې او په دې موده کې یې د اسلامي امارت له لوړپوړیو چارواکو سره لیده کاته کړي، چې تر ډېره په کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د دوام پر څرنګوالي تمرکز شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې استازې او ورسره ملګري پلاوي یې د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره کتلي او په افغانستان کې یې د شته ننګونو د حل په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه، د بیان آزادي، د رسنیو فعالیت او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پراخول هم هغه مسایل دي، چې دواړو لوریو پرې خبرې وکړې.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ
د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت مشر شیخهبةالله آخوندزاده په یوه پېنځهمادهییز فرمان کې د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د هېواد پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو عاملان ونیسي او په هر حالت کې یې اړوند محکمو ته وروپېژني.
د دې فرمان له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم مکلف شوی، چې د ټرافیکي پېښو د عاملانو په پېژندلو او نیولو او د اړوند معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
همدارنګه، محکمې مکلفې شوې دي، چې د ټرافیکي پېښو اړوند قضیو ته لومړیتوب ورکړي او د پېښو د قربانیانو د وارثانو حقوق خوندي کړي.
دغه فرمان په داسې حال کې صادر شوی، چې د هېواد پر لویو لارو ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او د قربانیانو شمېر هم لوړ دی.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلرو- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره معامله نهکوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د کانونو په برخه کې د اسلامي امارت د پانګونې د وړاندیز په اړه ویلي؛ واشنګټن له اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلري او د افغانستان د کانونو د پراختیا په برخه کې به هم له دوی سره همکاري ونهکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره معامله نهکوي.
دا څرګندونې له هغې وروسته راغلي، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان د کانونو، بېخبناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
هغه ویلي وه، چې اسلامي امارت له دا ډول پانګونو هرکلی کوي.
امیرخان متقي له «فایننشال ټایمز» سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت او امریکا اړیکې باید د تېرو ۲۰ کلونو د جګړې پر بنسټ ونهارزول شي او دواړه لوري باید پر راتلونکو همکاریو راوڅرخیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم د چارشنبې پر ورځ له واشنګټن سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري.
تازه خبرونه
د امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغانتوکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه
۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.
د کالیفورنیا ایالت پخوانۍ افغانتوکمې سناتورې عایشې وهاب د چارشنبې پر ورځ د امریکا د استازو په جرګه کې د وفادارۍ لوړه وکړه او د استازو جرګې غړیتوب یې ترلاسه کړ.
۳۹ کلنه عایشه وهاب به د روان زېږدیز کال تر پایه د دې انتخاباتي حوزې د پخواني استازي اریک سوالول پاتې دوره بشپړه کړي. سوالول په اپریل کې له هغې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، چې څو ښځو پرې د جنسي ناوړه چلند تورونه ولګول.
عایشې له لوړې وروسته د خپلې پالنې له بهیر څخه تر کانګرس پورې د ژوندانه د سفر په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې د یو شخص تېر ژوند د هغه راتلونکی نهټاکي.
هغې ویلي:« زه کانګرس ته په داسې حال کې راغلم، چې له ځان سره مې د هغې پخوانۍ ماشومې د زړه درزا راوړې، چې د پالوونکو کورنیو په غېږ کې لویه شوې ده.»
عایشه وهاب د نیویارک د یوې افغان کډوالې کورنۍ له چاپېریاله نړۍ ته سترګې وغړولې او بیا د ماشومانو د پالنې د نظام تر چتر لاندې لومړی په نیویارک او وروسته کالیفورنیا فریمونټ ښار کې لویه شوې ده. هغې له دې مخکې د هیوارډ ښاروالۍ د شورا غړیتوب ترسره کړی او د کالیفورنیا د ایالتي سنا د لسمې حوزې استازې وه. وهاب د سویلي کالیفورنیا د پوهنتون د ټولنیزې مرستې په برخه کې دوکټورا لري.
عایشې په استازو جرګه کې د وینا پر مهال د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او څرګندوي، د امریکا خلک د کورونو د بیو، ښاري خدمتونو، خوراکي توکو، زدهکړو، روغتیايي پاملرنې او د ژوند د نورو بنسټیزو اړتیاوو له لوړېدا سره مخ دي.
هغې زیاته کړې:« لکه یوه سیاستواله موخه مې ساده ده: له تاسو ټولو سره یو ځای د امریکا د خلکو د خدمت لپاره؛ له ګوندي تړاو پرته کار کول دي.»
د کالیفورنیا ډیموکراټې استازې زوئي لوفګرن وهاب د استازو جرګې په تالار کې معرفي کړه او د پالوونکو کورنیو تر سرپرستۍ لاندې د ماشومانو او زیانمنو خلکو د ملاتړ په برخه کې یې د هغې د مخینې او فعالیتونو یادونه وکړه.
لوفګرن ویلي:« نن هغې خپل نوم لکه یوه افغانتوکمه غړې د استازو جرګې په تاریخ کې ثبت کړ.»
-
لوبی4 days agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې
-
تازه خبرونه5 days agoپه تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
