تازه خبرونه
پوهنې وزارت افغان مهاجرو ته د زدهکړو د زمینې برابرولو ډاډ څرګند کړ
د وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی؛ د راستانه شویو کډوالو ماشومان به په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي ادارو کې شامل او پرته له کوم خنډ یا ځنډ څخه خپلې زدهکړې روانې وساتي.
د پوهنې وزارت د افغان کډوالو ماشومانو ته، چې له ایران او نورو ګاونډ هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي؛ په تعلیمي ادارو کې د زدهکړو د زمینې برابرولو ډاډ څرګند کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی؛ د راستانه شویو کډوالو ماشومان به په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي ادارو کې شامل او پرته له کوم خنډ یا ځنډ څخه خپلې زدهکړې روانې وساتي.
د نوي نسل راتلونکي ته پر ټینګار د پوهنې وزارت له والدینو، عالمانو، سیمهییزو چارواکو او خیریه موسسو څخه وغوښتل، چې د غوره تعلیمي اسانتیاوو د برابرولو لپاره له وزارت سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت وايي؛ هڅه به وکړي، چې هیڅ افغان زدهکوونکی د زدهکړې له حق څخه محروم نشي.
دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو بهیر چټک شوی او زرګونه کورنۍ، ماشومان او تنکي ځوانان هېواد ته راستنیږي.
تازه خبرونه
افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.
د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي. دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.
اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلالآباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه د سلواغې اتمه) د جلالآباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.
#آریانانیوز #ننګرهار #جلالآباد #دچتتړېدا #غوچک #افغانستان
تازه خبرونه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.
دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.
سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نهشوې.
دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.
د سیګار دفتر تړلکېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
لوبی3 days agoد ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoمونږ به د ایران پر ضد د خپل هوایي حریم د کارولو اجازه ورنکړو
-
سوداگري4 days agoد ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت په ګوانتانامو کې د وروستي افغان بندي د خوشې کېدا غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoاروپايي ټولنه او هند د دفاعي اړیکو پیاوړتیا ته لېواله شول
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت تقنيني اسناد شرعي منبع لري او اعتراض پرې جرم دی
-
تحول3 days agoتحول: له کابل سره د پوځي همکارۍ پراخولو ته د تاشکند لېوالتیا
