نړۍ
څار: له پاکستان څخه د منځنۍ آسیا او ایران لوري ته د سوداګرۍ بدلون
نړۍ
د امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د امریکا سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د آیډاهو ایالت په ټوین فالز ښار کې د یوه سوداګریز مرکز دننه د ډزو په پایله کې درې کسان د بریدګر پهګډون وژل شوي او لږ تر لږه دوه نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د ټوین فالز ښار د پولیسو رییس میټیو هیکس ویلي، بریدګر د وژل شویو کسانو له ډلې دی او د خلکو پر وړاندې ګواښ پای ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د بریدګر د هویت معلومولو او د ډزو د انګېزې د څېړلو په حال کې دي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، لږ تر لږه دوه ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي؛ خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات ورکړ شوي نهدي.
له پېښې وروسته پولیسو د پېښې ځای ته غځېدلې لارې او نږدې یو پل په لنډمهاله توګه تړلي او د ډزو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.
نړۍ
د ایران جګړې ته له امریکایانو څخه د ملاتړ کچه راټیټه شوې- نوې نظرپوښتنه
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
د رویټرز/ ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې؛ یوازې له هرو درې امریکایانو یو کس د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړ کوي، چې د دې پېنځه میاشتني کړکېچ له پیل راپدېخوا تر ټولو ټیټه کچه ښیي. ډېری ګډونوال څرګندوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې موخې بشپړې روښانه کړې نهدي.
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
ټرمپ د جګړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي؛ د بېلګې په توګه: د ایران د واکمنو پر ضد د ایرانیانو ملاتړ، د ایران د بالسټیک توغندیو وړتیا له منځه وړل او ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو منع کول. د نظرپوښتنې له مخې: ۶۹ سلنه امریکایان د څلوېښت سلنه جمهوريغوښتونکو پر ګډون پدي باور لري، چې ټرمپ په ایران کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې بشپړې روښانه کړي ندي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز ویلي؛ ټرمپ خپلې پرېکړې د بدلېدونکو نظرپوښتنو پر بنسټ نهکوي او ټینګار یې کړی، چې ولسمشر به ایران ته هیڅکله د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نهکړي.
د راپور له مخې: د روان کال د فبرورۍ له اتهویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل؛ د جګړې د ملاتړ کچه له ۴۰ سلنې ټیټه پاتې شوې ده. دا وضعیت د عراق او افغانستان له جګړو سره څرګند توپیر لري؛ ځکه د عراق جګړې په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۷۰ سلنه او د افغانستان جګړې په پیل کې د امریکایانو نږدې ۹۰ سلنه ملاتړ درلود.
شنونکو ويلي، د جګړې پر وړاندې د خلکو ناخوښي د ټرمپ او جمهوريغوښتونکي ګوند لپاره د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې سیاسي فشار زیاتوي؛ ځکه د کانګرس په دواړو جرګو کې د دوی اکثریت ډېر کمزوری دی.
تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او زرګونه کسان په ایران او لبنان کې هم مړه شوي دي. جګړې د سونګ بیې هم لوړې کړې دي؛ د پټرولو بیه په امریکا کې له جګړې مخکې د هر ګیلن شاوخوا ۳ ډالره وه، خو اوس له ۴ ډالرو لوړه شوې ده.
د نظرپوښتنې له مخې؛ خپلواکه رای ورکوونکي د کانګرس لپاره د جمهوريغوښتونکو پر ځای د ډیموکراټ ګوند نوماندان غوره ګڼي. همداراز د اقتصادي سیاستونو په برخه کې هم ډېری خپلواکه رای ورکوونکي د ډیموکراټانو ملاتړ کوي.
دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول ترسره شوې؛ ۱ اعشاریه ۲۴۶ امریکايي لویانو په کې برخه اخیستې او د خطا کچه یې درې سلنه ښودل شوې ده.
نړۍ
د میانمار پوځ پر ملکي وګړو بریدونه ډېر کړل
د «وسلهوالو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.
د شخړو د څارنې یوې ادارې ویلي، چې په میانمار کې د نوې ادارې له واک ته رسېدا وروسته پوځ پر ملکي وګړو خپل بریدونه پراخه او ډېر کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې هېوادونو له میانمار سره د اړیکو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي.
د «وسلهوالو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» نومې ادارې ویلي؛ د بریدونو زیاتوالی د میانمار د نوي لوی درستیز له تګلارو او کړنلارو سره تړاو لري، چې د مارچ په وروستیو کې یې د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.
دې ادارې په خپل راپور کې څرګنده کړې:« د میانمار د پوځ د قومندې له بدلون وروسته، ملکي وګړي له سختو ځپنو او ډېرو هوايي بریدونو سره مخ شوي دي.»
دې ادارې زیاته کړې، د میانمار پوځ په منظم ډول له جنګي جټ الوتکو څخه د ټاکل شویو موخو پر ضد د هوايي بریدونو لپاره کار اخلي.
د میانمار حکومت ویاند تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نهدی ښودلی.
په میانمار کې کړکېچ له هغې وروسته پیل شو، چې پوځ د ۲۰۲۱ز.کال په فبرورۍ کې د آنګ سان سوچي منتخب حکومت ړنګ کړ. دې اقدام کورنۍ جګړه رامنځته کړه، چې تر اوسه یې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان وژلي او میلیونونه نور یې بېځایه کړي دي.
له هغې وروسته د میانمار پوځي مشر مین آنګ هلاینګ د پوځ مشري خپل نږدې ملګري«یه وین او» ته وسپارله. د نوي مشر تر رهبرۍ لاندې پوځ په ځینو سرحدي سیمو کې، چې مهمې کانیزې زیرمې او سوداګریزې لارې لري؛ نوي عملیات پیل کړي دي.
د شخړو د معلوماتي پروژې ادارې خبرداری ورکړی، چې پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي د کمېدا احتمال کم دی؛ ځکه پوځي حکومت هڅه کوي، چې د مین آنګ هلاینګ له پوځي مشرۍ څخه هېوادنۍ مشرۍ ته له لېږد وروسته خپل کنټرول پیاوړی کړي.
په ډلهییزو وژنو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي
د څارونکې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۲ ډېرې ډلهییزې وژنې ثبت شوې دي، چې له کبله یې له ۴۵۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. شاوخوا ۴۰ سلنه قربانیان د «انیار» په مرکزي سیمه کې وژل شوي دي.
د مې په میاشت کې د میانمار سلګونو پوځیانو په «مییت چای» ښار کې عملیات کړي او لږ تر لږه ۴۰ کسان یې وژلي دي.
د «وسلهوالو شخړو د موقعیت او پېښو د معلوماتي پروژې» ادارې ویلي، چې په روان کال کې د میانمار د پوځ کړنې ښيي، چې پر ملکي وګړو د ځپنې کچه راکمه شوې نهده، بلکې یوازې بڼه یې بدله شوې ده.
په همدې حال کې د میانمار سیاسي وضعیت په سیمه کې د ډیپلوماټیکو هڅو د زیاتېدا لامل شوی دی. مین آنګ هلاینګ د هند او چین په ګډون د سیمې مهمو هېوادونو ته سفرونه کړي او له د سویل ختیځې آسیا هېوادونو ټولنې«آسیان» سره اړیکې هم بېرته زیاتې شوې دي.
آسیان د ۲۰۲۱ز.کال له کودتا وروسته د میانمار پوځي مشران له خپلو رسمي غونډو څخه لرې کړي وه.
ټاکل شوې ده، چې مین آنګ هلاینګ د اګست پر شپږمه او اوومه تایلینډ ته سفر وکړي؛ دا سفر د هغه د نړیوال دریځ د پیاوړتیا لپاره بلل شوی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل ـ توکیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
-
تازه خبرونه4 days agoپه پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
-
تازه خبرونه5 days agoمتقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره پر پراختیايي پروژو خبرې وکړې
-
International Sports4 days agoفیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل
-
تازه خبرونه4 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
-
لوبی5 days agoقوشتېپه او اخوت د غېږنیونې غوره لیګ پایلوبې ته ووتل
-
لوبی3 days agoنن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
