Connect with us

سیمه ییز خبرونه

څه نا څه پنځوس زره كسانو ته د مسلكي زده كړې او كارزمينه برابره شوې – مومند

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي:

د مهارتونو د پراختيا د ملي پروگرام له لارې نږدې پنځوس زره كسانو ته د مسلكي زده كړې او كارزمينه برابره شوې ده.

په دې پروگرام كې هڅه شوي، چې ډېرځوانان د كسب د زده كولو له لارې له وزگارتيا وژغورل شي.

دغه وزارت له دوه خصوصي بنسټونو سره د درې روزنيزو پروژو هوكړه ليك لاسليك كړه، چې نږدې زر كسانو ته د بېلابېلو كسبونو د زده كړې زمينه برابروي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نورمومند وايي:

د وزگارتيا لږول به د ثبات په ټينگښت كې ښه اغېز ولري او په همدې اساس هڅه كوو، چې ځوانانو ته د كسبونو د زده كړې پروگرام پراخ شي.

د مهارتونو د انكشاف د ملي پروگرام رييس عنايت الله  وايي، چې:

په هېواد كې ۴۷ زره كسانو ته د بازار د  اړتياوو له مخې د كسبونو د زده كړې زمينه برابره شوې ده.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال حسام الدين همراه وايي:

دغه وزارت  د  نړيوال بانك په اووه لس ميليون افغانۍ  مرسته په كندوز، غور او لغمان كې نږدې زر كسانو ته د بېلابېلو كسبونو د زده كړې زمينه برابره كړې ده.

دا په داسې حال كې ده، چې وزگارتيا په افغانستان كې يوه داسې  ستونزه گڼل كيږي، چې ډېر خلك ورسره مخ او حتا د كار لپاره نورو هېوادونو ته سفر كوي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

Published

on

په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د کویټې ښار په څنډه کې د ګاز‌نل‌لیکه له چاودنې سره مخ شوې

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نل‌لیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نل‌لیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.

هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.

بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلام‌آباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بې‌برخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نل‌لیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!