Connect with us

تازه خبرونه

که افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دوشنبې پر ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی دولت” نومولی، چې کولی شي د امریکا پر پاسپورټ لرونکو د سفر بندیز ولګوي.

خپور شوی

د

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي آدم بولر ګواښ کړی، چې که په افغانستان کې بندي امریکایان خوشې نشي؛ نو دا هېواد به د وینزویلا یا ایران له برخلیک سره مخ شي.

بولر، چې دوه ځله یې افغانستان ته سفر کړی او له دې مخکې یې د یو شمېر بندي امریکايي وګړو د خوشې کېدا په برخه کې بریالۍ هڅې کړي؛ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي: « امریکا به نور دا ونه زغمي، چې کوم هېواد دې زمونږ وګړي یرغمل کړي. افغانستان دا مهال درې بې‌ګناه امریکايي وګړي په بند کې ساتلي دي».

هغه اسلامي امارت ته په نغوته کې ویلي: «اوس هغه وخت رارسېدلی، چې هغوی خوشې شي. که نه؛ نو ښايي د ونزویلا یا ایران له برخلیک سره به مخ شئ».

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دوشنبې پر ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی دولت” نومولی، چې کولی شي د امریکا پر پاسپورټ لرونکو د سفر بندیز ولګوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ایکس پاڼه کې د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتنه کړې، چې یرغمل شوي امریکايي وګړي خوشې کړي.

مارکو روبیو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راغلی، چې امریکايي وګړي په ناحقه توګه د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره ساتي.

مارکو روبیو زیاته کړې: د افغانستان واکمن د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو لارو چارو کار اخلي؛ خو د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې به دا تګلاره بریالۍ نشي.

د افغانستان اوسنی دولت باید ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول هغه امریکایان، چې په افغانستان کې په ناحقه بنديان دي؛ ژر تر ژره خوشې کړي.

رویټرز خبري سرچینې د دوه بلدو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې امریکا د پاول اوربي د پاتې شونو د بېرته راستنولو هڅه هم کوي؛ یو لیکوال، چې وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې لیدل شوی و.

اسلامي امارت له دې مخکې له خبرو وروسته څو امریکایي بندیان خوشې کړي؛ خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني مشر حبیبي نیول رد کړي او د هرې ستونزې حل خبرې او ډیپلوماسي بولي.

تازه خبرونه

په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

Published

on

د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.

اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.

زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیه، چین او بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو غوښتونکي شول

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو جګړو پر زیاتېدا اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم  او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

په دې غونډه کې، چې د دوشنبې پر ورځ ترسره شوې؛ د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ویلي، چې مسکو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسلوالو نښتو د زیاتېدا په اړه اندېښمن دی.

نبنزیا افغانستان او پاکستان د روسیې ملګري وبلل او پر ډیپلوماسۍ یې ټینګار وکړ.

هغه ویلي؛ روسیه چمتو ده، چې د اړتیا په صورت کې له دواړو خواوو سره مرسته وکړي.

د روسیې استازي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ترهګرۍ ضد هڅو او سیمه‌ییزو امنیتي مسلو کې د رغنده همکارۍ د بیا پیل لپاره خپله هیله څرګنده کړې ده.

نبنزیا زیاته کړې؛ روسیه د افغانستان دننه وضعیت(د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ساتنه) له نږدې څاري. هغه د ټولو افغانانو لپاره پرته له دې، چې قوميت، مذهب یا جنسیت په پام کې ونیول شي؛ د تعلیم او کار حق د ډاډمنولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه دا هم ویلي، چې مسکو په افغانستان کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د رښتیني ټولګډونه حکومت د جوړولو پورې اړوند پرمختګونه له نږدې څاري او په دې برخه کې د پرمختګ تمه لري.

دغه راز په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کانګ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې اړوند نښتو دواړو خواوو ته درانده زیانونه اړولي دي.

فو ویلي، چې چین د روان وضعیت په اړه خواشیني دی او له پاکستان او افغانستان څخه یې وغوښتل، چې له زغم کار واخلي او سمدلاسه اوربند ته ورسیږي.

هغه له کابل او اسلام‌آباد څخه وغوښتل، چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د چین د استازي د څرګندونو له مخې؛ بیجینګ په فعاله توګه د خپلو ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د دواړو حکومتونو ترمنځ د کړکېچونو د منځګړیتوب هڅه کړې او د کړکېچ په کمولو او اړیکو ښه کولو کې یې د رغنده رول لوبولو ته چمتوالی ښکاره کړ.

فو دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان بانک شتمني، چې په بهر کې ساتل کیږي د افغانانو ده او باید بېرته ورکړ شي. هغه له اړوند هېوادونو وغوښتل، چې پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه هم لرې کړي.

دغه راز د مهارتونو په چارو کې د بریټانیا د دولت وزیرې بارونیس سمیټ ویلي، چې لندن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو د پام وړ زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري. هغې د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتنه وکړه او له دواړو خواوو یې وغوښتل، چې په سیمه کې د نورې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره خبرې پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتیا لري – امریکا

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اته‌لسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي:  د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.

Published

on

امریکایي چارواکو څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت « سختو دریځونو» او له لومړنیو حقونو څخه د ښځو بې برخې کولو ته پر پوره پاملرنه باید افغانستان ته نړیوالې مرستې وارزول شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اته‌لسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي:  د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.

والټز د دې ترڅنګ، چې افغانستان د «بشري ناورین» شاهد بولي؛ خو وایي: «د طالبانو (امارت اسلامي) د سختو دریځونو له کبله مونږ باید په افغانستان کې د مرستو او نړیوالې همکارۍ ګټه پر پوره پاملرنه وارزوو.»

هغه زیاته کړې: «دا شورا باید هغه پیسې، چې مونږ په ګډه د دې ماموریت د بودجې لپاره برابروو؛ پر پوره پاملرنه وارزوي. په داسې حال کې، چې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکې حتا دفتر ته د کار لپاره د تلو اجازه هم نلري.»

اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د ښځو په اړه دریځ یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو سره مخ یو هېواد دی.

دې پروګرام زیاته کړې:  له ۱۷ میلیون څخه ډېر افغانان، چې د وګړو شاوخوا درېیمه برخه جوړوي؛ د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، چې ۴.۷ میلیون یې له بشپړې لوږې سره مخ شوي.

د یوناما چارسمبالې( سرپرستې) جورجیټ ګاکنون د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې افغانستان «بېړنیو» بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې هېواد کې د بودجې د کمېدا له کبله بشري ناورین نور هم مخ پر خرابېدا دی.

هغې زیاته کړې؛ بشري بنسټونه غواړي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د ۱.۷۱ میلیارډ ډالرو د غوښتنې له لارې ۱۷.۵ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي؛ خو تر اوسه یوازې ۱۰ سلنه دا پیسې برابرې شوې دي.

جورجیټ ګاګنون ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نږدې دوه اوونیزو نښتو «درانده بشري او اقتصادي لګښتونه» درلودلي او د ایران جګړې هم د لومړنیو توکو بیې لوړې کړې دي.

هغې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له‌خوا ځینې مثبت بدلونونه هم لیدل شوي؛ لکه د کوکنارو د کرکېلې بندیز، چې د نړیوال تعامل څرګندونه کوي.

دغه راز دا خبرداری هم ورکوي، چې که بشري حقونو او بشري ستونزو ته رسېدنه و نشي؛ افغانستان ښايي «یو ځل بیا د کډوالۍ، تروریزم، نشه‌يي توکو او نورو لاملونو له کبله د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لامل شي.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!