Connect with us

لوبی

۲۰۲۵ آسیا جام د افغانستان او هانګ‌کانګ پر سیالۍ پیل کیږي

دا ۲۰ ورځنۍ سیالۍ، چې په ۲۰ اوریزه بڼه کې به ترسره شي؛ د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د لوبډلو د چمتووالي یوه برخه هم ده، چې د آسیا ۸ غوره لوبډلې به د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړي.

خپور شوی

د

د ۲۰۲۵ کال آسیا جام اووه‌لسم پړاو لوبې نن( سې‌شنبه د وږي اته‌لسمه / د سپټمبر نهمه) د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې د افغانستان او هانګ کانګ د ملي لوبډلو ترمنځ پر لوبه پیل کیږي.

دا ۲۰ ورځنۍ سیالۍ، چې په ۲۰ اوریزه بڼه کې به ترسره شي؛ د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د لوبډلو د چمتووالي یوه برخه هم ده، چې د آسیا ۸ غوره لوبډلې به د اتلولۍ لپاره سیالۍ وکړي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې پر نړیواله کچه خپل مقام  تثبیت کړی او د دې سیالۍ لوبو ته له بشپړ چمتووالی برخمنه ده.

د راشد خان نور ملګري لوبغاړي اوس کومه ځوانه او ولوله‌ییزه لوبډله نده، بلکې د اتلولۍ لپاره یې له سیالانو سره سیالۍ ته مټې رابډوهلې دي.

افغانستان اوس راشد خان، محمد نبي او نور احمد ته ورته د نړۍ غوره توپ‌اچوونکي لري او د ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز پر مشرۍ د پیاوړو توپ‌وهونکي او بریدګرو له جوړښت برخمن دی، چې د آسیا د سیالیو د سیالانو د ماتولو هیلې ورسره تړلې دي.

دا سیالۍ پر دوه ګروپي لوبډلو وېشل شوې دي:

الف لوبډلې: هند، پاکستان، متحده عربي امارات اوعمان

ب لوبډلې: افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ

له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې به دوه‌یم پړاو ته لاړې شي؛ وروستۍ سیالي به د تلې پر شپږمه / د سپټمبر پر اته‌ویشتمه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

دا لوبه د کابل پر وخت له ماښام وروسته اووه بجې پیلیږي.

د هند لوبډله، چې د سوریا کمار یادو پر مشرۍ ولوبیږي؛ دفاعي اتله او له ۸ اتلولیو سره په دې سیالیو کې تر ټولو ویاړلې لوبډله ده.

سریلانکا له ۶ او پاکستان له ۲ اتلولیو سره هم د سیالانو په ډله کې دي.

افغان لوبډله به نن په خپله لومړۍ لوبه کې له هانګ‌کانګ سره مخ شي؛ یوه داسې لوبه، چې د لوبډلې د هیلو لپاره یو ښه او غوره پیل کېدی شي.

افغانان او نړیوال هیله من دي، چې دا سیالۍ به د افغان کرکټ په تاریخ کې یو ویاړلی بدلون رامنځته کړي.

د اماراتو له آشنا شرایطو او د راشد خان له مشرۍ تمه دا ده، چې ملي لوبډله به مو یو ځل بیا پخپلو ویاړنو د مینه‌والو زړونه خوښ کړي.

افغانستان له دې مخکې د متحده عربي اماراتو پر کوربتوب په درې اړخیز لوبلړ کې له پاکستان او کوربه لوبډلې سره سیالي کړې او دوه‌یم مقام یې خپل کړی دی.

 

لوبی

افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.

له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.

Continue Reading

لوبی

افغان ملي لوبډله د اماراتو پر وړاندې د ۲۰ آوریز جام برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه) د ۲۰ آوریز نړیوال جام د ګروپي پړاو په درېیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه د نوي ډیلي په آرون جیټلي لوبغالي کې د  ترسره کېږي او سیالي د ځايي وخت له مخې د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو پیل شوې ده.

د افغانستان لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې مخکنۍ دوه لوبې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا وړاندې بایللې دي او دا لوبه بل پړاو ته د رسېدو د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

Continue Reading

لوبی

سویلي افریقا افغانستان ته له دوه‌یم سوپر آور وروسته ماتې ورکړه

دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

Published

on

سویلي افریقا  د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې دوه‌ویشتمه / د فبرورۍ یوولسمه) په احمدآباد نریندرا مودي لوبغالي کې د شل آوریز نړیوال جام د تاریخي سیالۍ پر مهال افغانستان ته له دوه‌یم سوپر آور وروسته د ۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

دواړو لوبډلو په ټاکل شویو آورونو کې ۱۸۷ منډې جوړې کړې، چې له کبله یې لوبه سوپر آور ته ولاړه. په لومړي سوپر آور کې افغانستان ۱۷ منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

سویلي افریقا هم په وروستي حساس آور کې دې هدف ته ورسېده او لوبه دوه‌یم تاریخي سوپر آور ته وغځېده.

په پرېکړه‌کوونکي سوپر آور کې سویلي افریقا پر سړه سینه د لوبې بریا خپله کړه او د دې سیالیو یوه نه‌هېریدونکې پایله رامنځته شوه.

دې لوبې تر سخت فشار لاندې د سویلي افریقا د توپ‌اچونې ژورتیا او په وروستیو آورونو کې د هغوی د پر زړه‌پورې توپ‌اچونې ښکارندویي وکړه. په داسې حال کې، چې د افغانستان نه ستړې کېدونکې مبارزې د ۲۰۲۴ ز.کال پایلوبې ته رسېدلې لوبډله تر وروستي بریده ورسوله او د غم او زغم یوه زړه‌راکښونکې بېلګه یې وړاندې کړه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!