Connect with us

تازه خبرونه

په بروکسل کې به د افغان ځواکونو د ملاتړ او همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وشي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

څو ورځې وروسته ناتو یو ځل بیا د افغانستان د حالاتو ارزونه کوي او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ او مرستو پر څرنګوالي به خبرې وکړي.

 ټاکل شوې، چې د ناتو په غونډه کې افغان ولسمشر او اجرائيه رییس دواړه ګډون وکړي.

اجرائيه ریاست ټينګار کوي، چې په افغانستان کې د ناتو سرتېرو حضور یوه جدي اړتیا ده.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي، په دې ناسته کې به له افغانستان څخه پر اوږدمهاله سیاسي همکارۍ او ملاتړ خبرې راوڅرخي او هیله من یو، چې له دې ناستې څخه د ناتو د پاتې کیدو د اړتیا پیام راووځي.  

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست هم له ناتو تمه لري، چې په جوړیدونکې غونډه کې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې همکارۍ ته چمتو شي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، چې د ناتو ناسته به له تروریزم سره د مبارزې او پر پاکستان د فشار پر چمتووالي راوڅرخي،  چې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

پوځي کارپوهان بیا وايي، چې په افغانستان کې د نړیوالو او ناتو سرتېرو شمېر زیاتول د افغانستان له حالاتو سره مرسته نشي کولی.

پوځي کارپوه میاګل خالد وایي؛ د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره په کار ده، چې ناتو او نړیواله ټولنه افغان ځواکونه پر پښو ودروي او پر ډاډمنو وسلو او هوايي ځواک یې سمبال کړي.

په افغانستان کې له وسلوالو طالبانو سره د نړیوالو سرتېرو له جګړې څه باندې یوه نیمه لسیزه تېریږي؛ خو افغانستان اوس هم تر ټولو په ناوړه امنیتي حالت کې دی.

خبریاله: یلدا درویشي

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!