Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د كابل بانك د بانكي قرضونو په ترلاسه كولو كې يو لړ پرمختگونه لرو- نظري

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په نظارتي چارو كې د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي، چې:

له كابل بانك څخه د ټولو اخيستل شويو پورونو شمېر له  ۹۱۰ ميليون ډالرو اوړي، چې له ۷۲ ميليون ډالرو ډېرې يې بېرته راگرځول شو ې دي.

د آريانا راډيو ټلويزيون د خبريال زمريالي اباسين په رپوټ كې راغلي، چې:

د څار په چارو كې د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي:

د كابل بانك هغه پانگوال، چې په ناقانونه توگه يې د دې بانك ډېرې پيسې په قرض اخيستې وې، بېرته يې ندي سپارلي، د لويې څارنوالۍ لخوا ترې څېړنې شوي؛ خو يو شمېر پوروړو يې يوه اندازه پورونه بېرته وركړي دي.

په نظارتي چارو كې د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري ټينگار كوي، چې:

دغه كسان د لويې څارنوالۍ تر څار لاندې دي او د يو لړ تضمينونو په وركولو د قسطونو په ډول خپل پورونه خلاصوي.

د نوموړي په وينا:

د كابل بانك له ترټولو سترو پوروړيو يا متفرقه مقروضينو د پورونو د بېرته ترلاسه كولو په اړه به د وزيرانو شورا له پرېكړې وروسته، چې په نږدې راتلونكې كې به يې وكړي،  كوټلي گامونه پورته شي.

نوموړى وايي:

د كابل بانك د پانگوالو له جملې څخه ۱۹ له هېواد څخه بهر تښتيدلي، چې د دې بانك د پخواني رييس عبدالقدير فطرت په گډون ډېرلږ يې څرگند دي، چې په كومو هېوادونو كې پټ شو يدي.

نوموړي په داسې حال كې، چې د دغو هېوادونو د انټرپول پوليسو لخوا د مخلصانه همكاريو په كولو ټينگاركړى، خو وايي، چې د يو لړ تخنيكي او قانوني ستونزو له لامله نشي كولى دغه كسان بېرته افغانستان ته راستانه كړي.

په كابل بانك كې بحران هغه مهال خپل صعودي حالت  ته ورسيد، چې يو شمېر پانگوالو په ناقانونه توگه له دې بانك څخه د پورونو په نامه ډېرې پيسې وويستلې، خو خپل پورونه يې بېرته ادا نكړل.

په كابل بانك كې بحران د دې لامل شو، چې د پيسو نړيوال صندوق يا آى ايم ايف پرېكړه وكړه، چې:

ترهغې به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي، چې د كابل بانك  بحران ته د پاى ټكى كينښودل شي

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

Published

on

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هم‌مهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووه‌پنځوسمه څپه پیل کړې ده.

تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.

راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.

دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!