سیمه ییز خبرونه
د امريكا په مشرتابه د نړيوالو پوځي شتون لس كلن شو
په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو او نړيوالې ټولنې حضور، چې له ترهگرې سره د مبارزې او د ډيمواكراسۍ د رامنځته كولو په موخه رامنځته شوى؛ لس كلن شو.
سياسي كارپوه اكرام الدين انديشمند وايي، چې:
د افغان او بهرنيوځواكونو تر منځ د همغږي نه شتون ، د افغانستان په حكومت كې د مديريت كمزورتيا او د هېواد په چاروكې د يو شمېر بهرينو او په ځانگړي توگه د گاوڼد هېوادونو لاسوهنه د افغانستان د ښه پرمختگ ډېر فرصتونه اخيستې دي.
سياسي كار پوه انديشمند زياتوي ، چې:
په داسې حال كې، چې نړيوالې ټولې له افغانستان سره ډېرې مرستې وكړې؛ خو بيا هم افغانستان ونه توانيد، چې له دغو فرصتونو سمه گټه پورته كړي.
افغان ولسمشرحامد كرزى وايي، چې:
د وسله والو طالبانو د رژيم له شاتگه لس كاله وروسته هم دولت او نړيوال ځواكونه په هېواد كې د امنيت پر ټينگيدو بريالي شوي نه دي.
پرامريكا د سپټمبرد يوولسمې نېټې پېښه، چې پړه يې د اسامه بن لادن په مشرى پرالقاعده شبكې ورواچول شوه؛ پرافغانستان د پوځي بريد لومړنۍ بهانه گڼل كيږي.
امريكا او پلويانو يې د سپټمبر د يوولسمې له بريد څخه شاوخوا يوه مياشت وروسته( د اكتوبر په ۷) د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې په اساس په افغانستان كې د طالبانو پر رژيم پوځي بريد وكړ، چې د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې په پوځي او مالي ملاتړ د يوې مياشتې په بهير كې يو نوي نظام په كار پيل وكړ .
د اكرام الدين انديشمند په باور:
امريكا او نړيوالې ټولنې ته د نا سمو معلوماتو وركولو پر لامل امريكا او نړيواله ټولنه خپلو اصلي موخو ته په رسيدو كې پاته راغله.
سياسي كارپوه جاويد كوهستانى د هغه څه په اړه خوشبين نه دى، چې په تېرو لس كالونو كې د لاسته رواړنو په نوم ياديږي.
نوموړى وايي، چې:
لاسته راونې بايد د لس كلونو راپديخوا حساب نه شي، بلكې افغانستان د يو تمدن، پوځي نظام، ستندردو اقتصادي او پوهنيز و بېخباوو درلودونكى هېواد و، خو د امريكا په راتلو او د نړيوالې ټولنې او امريكا د ناسمو پرېكړو پر لامل امنيتي گواښونو وده وكړه.
جاويد په افغانستان كې نړيواله ټولنه د اقتصادي، فرهنگي او ټولنيزې ودې په اړه ناكامه بولي او په هېواد كې د فقر، بېكارى، په نشه يې توكو د خلكو روږدي كيدل، د اختلاس او رشوت دوديدل ، د نشه يې توكو قاچاق او د توليد لامل د افغانستان په حكومت كې د مديريت كمزورتيا بولي.
اسوشيټيډ پرس ليكي، چې:
په افغانستان كې جگړه ميلياردونه ډالر لگښت لري، چې په كې زرگونه امريكايي سرتېري ټپيان كيږي او شاوخوا ۱۷۰۰ امريكايي سرتيري وژل شوي دي .
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنسپالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.
له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.
له زنا او همجنسبازۍ سره د مبارزې قانون همجنسبازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنسبازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.
دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.
په پیل کې د همجنسبازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.
په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنسبازي جرم نهو. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسلهوالو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.
رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنسبازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنسبازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنسبازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.
عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنسپالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنسبازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی3 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی4 days ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې
-
نړۍ4 days ago
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی
-
تازه خبرونه4 days ago
د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي