تازه خبرونه
په کابل کې د غلو او لوټمارانو یوه ۵ کسیزه ډله ونیول شوه
د کابل پولیسو په یوه خبرپاڼه کې د دوشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۳) د غلو او لوټمارانو د یوې ۵ کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان هر یو شعیب، فرهاد، احمد شاه، تازه ګل او اجمل نومیږي، چې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه د غلا پر تور نیول شوي دي.
ویل کیږي، چې دوی پر بېلابېلو بهانو، ګواښونو او د وسلې پر زور د درېیمې، پېنځمې، شپږمې، دیارلسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې له کابل ښاریانو څخه د پیسو او ګران بیه څیزونو پر تښتولو تورن دي.
د کابل پولیس وایي، چې دغه کسان د درېیمې امنیتي حوزې د پولیسو په اوپراتیفي عملیاتو کې د ګولایي دواخانه له اړوند سیمې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان په بېلابېلو سیمو کې له وسلوالو غلاوو او وژنو اندېښمن شوي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او بریټانیا استازيو د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو خبرې وکړې
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوې ریچارډ لینډزي افغانستان ته پهخپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو توغندیزو بریدونو کې پر اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ تاوتریخوالی باید ختم شي او پر باور جوړولو باید زیات کار وشي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع تېره ورځ د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو بحث او خبرې کړې.
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوې ریچارډ لینډزي افغانستان ته پهخپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو توغندیزو بریدونو کې پر اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ تاوتریخوالی باید ختم شي او پر باور جوړولو باید زیات کار وشي.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت له سوله ییز دریځ مننه کړې اوڅرګندوي؛ پاکستاني لوري ته یې دا پیغام رسولی، چې د باور جوړولو هڅه وکړي او دواړه لوري باید د صمیمیت فضا د رامنځته کولو لپاره مثبت ګامونه واخلي.
هغه زیاته کړې؛ جنګ دواړو خواو ته ستونزې او ناامیدي رامنځته کوي، د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره باید زړورتیا او سیاسي اراده وښودل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه ورکړل شي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د تسلیت او د ستونزو د حل په موخه د نوموړي له هڅو د مننې ترڅنګ د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې پر پوهنتون او د استوګنې پر کورونو د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه وغندل.
ملا عبدالواسع ویلي؛ د ملکي خلکو په ځانګړي توګه د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو پر نښه کول هیڅ راز توجیه نهلري. مونږ نه تجاوز کړی او نه هم د تاوتریخوالي پلویان یوو؛ خو د افغانستان له حریم، ځمکني بشپړتیا او افغانانو څخه دفاع زمونږ مسلم حق دی.
نوموړي د افغانستان لپاره د بربریټانیا ځانګړي استازي او ټولو هغو دوستو هېوادونو او ارګانونو څخه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې ختمولو هڅې کوي د حقایقو د درک غوښتنه وکړه او وایي؛ مقصر لوری باید ملامت شي.
هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل له پاکستان سره د تاوتریخوالي پای ته رسول او د دوستانه اړیکو پیاوړي کول غوښتي؛ خو مونږ هیچاته اجازه نهورکوو، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
ملا عبدالواسع په تېرو څلور لسیزو کې له افغان مهاجرینو د پاکستان کوربتوب ته په نغوته(اشاره) کې ویلي؛ افغان مهاجرینو د هجرت پر مهال د پاکستان اصول او قوانین مراعت کړي، پاکستانی لوری دې هم د مهاجرینو حقونو ته پابند واوسي او افغانانو ته دې ضرر نهرسوي.
نوموړی وایي: سوداګریزي او ټرانزیټي اړیکې او د بشردوستانه مرستو لېږد باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې را نهوستل شي. مونږ د بشري مرستو د لېږد په برخه کې خنډونه نهدي رامنځته کړي؛ که پاکستان د شخړو ختمولو لپاره یو ګام اخلي، اسلامي امارت به دوه ګامه واخلي.
تازه خبرونه
حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سېشنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.
تازه خبرونه
پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.
د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفهيي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه ویل شوي نهدي.
د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی3 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
تازه خبرونه3 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
نړۍ3 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
څار4 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
