Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې به د امریکا استخبارات خوندي وي- ترمپ

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا ولسمشر په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار څرګند کړی، چې له افغانستان څخه د ځواکونو له ویستلو وروسته به هلته ځواکمن استخباراتي حضور ولرو.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ویستلو ته د امریکا د ولسمشر هم  زړه کیږي او هم ساړه او اندېښنه یې هم داده، چې که ځواکونه وباسي؛ نه، چې دا هېواد د ترهګرو پر خوندي مرکز واوړي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي؛ مونږ غواړو، چې له افغانستان څخه ووځو؛ خو ستونزه دا ده، چې افغانستان د ترهګرو پر یوه آزمایښتځي بدل نشي، ځکه افغانستان د ترهګرو د پټیدو لپاره ډېر خوندي ځایونه لري.

ترمپ دا هم په ډاګه کړې؛ که ځواکونه یې له دغه هېواده ووځي، پیاوړي استخبارات به هلته پریږدي او شمېر به یې هم ډېر کړي، ځکه پوځي قومندانانو ورته همدا مشوره  ورکړې ده.

نوموړی وایي: مونږ غوره ګڼو، چې په افغانستان کې له ترهګرو سره وجنګیږو؛ نه دا، چې په امریکا کې؛ خو مونږ به په افغانستان کې ‌ډېر ځواکمن استخبارات پرېږدو.

سیاسي مخکښ  فیض الله جلال وایي، امریکا ته په کار ده، چې له ترهګرو سره جدي او رښتینې مبارزه وکړي.

د ترمپ خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې طالبانو له امریکا سره  د سولې د احتمالي هوکړې په صورت کې ژمنه کړې، چې افغانستان به بیا امریکا او د دوی متحدینو ته ګواښ نه وي.

تازه خبرونه

حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سې‌شنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.

ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمه‌ییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!