Connect with us

سیمه ییز خبرونه

له ۱۶ په اعدام محكومو كسانو څخه اته اعدام شول

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزي شپاړس كسانو ته د اعدام حكم لاسليك كړى دى.

د ولسمشرۍ رياست عدلي او قضايي بورد وايي:

دا شپاړس كسان، چې اته اعدام شوي؛ د محكمې له خوا په درندو جرمونو لكه پرښځو او ماشومانو د جنسي تېريو، تښتونو او وژنو گرم پېژندل شوي دي.

د دې بورد رييس ټينگاركوي، چې ولسمشر حامد كرزي د حكم  د ژر پلي كيدو امركړى دى.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د ولسمشرۍ رياست له دې اقدام څخه هركلى كړى او د قانون د تطبيق غوښتنه يې كړې ده.

افغان حكومت د هغو كسانو د اعدام حكم، چې د محكمې له خوا  د قتل، جنسي تېري، سړي تښتونې او پرماشومانو د جنسي تېريو په جرمونو مجرم گڼل شوي خپوركړى.

د ولسمشرۍ د عدلي او قضايي بورد رييس نصر الله ستانكزى وايي، چې:

افغان ولسمشر حامد كرزي دستور وركړى، چې لاسليك شوى حكم ژر تر ژره پلى شي.

همدا راز د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې:

د افغانستان د قوانينو له مخې د اعدام حكم  په يو ځل يا ډله ييزه توگه نه ترسره كيږي، بايد پړاو په پړاو حكم پلى شي.

د بشري حقونو د ماشوم ملاتړې برخې مسوول عبدالله عابد هم د ولسمشر له خوا د اعدام  د حكم له لاسليكولو څخه ملاتړ كړى دى.

په دې ورستيو كې پرماشومانو جنسي تېريو د افغانستان د خلكو غصه هم را پارولې او ژرتر ژره د اعدام  د حكم د پلي كيدو غوښتنه كوي.

په افغانستان كې د اعدام حكمونه د شريعت په رڼا كې تر سره كيږي؛ خو په دغه هېواد كې د محكمو د كمزورتيا او په دغو بنسټونو كې د اداري فساد د شتون له كبله د دغو حكمونو پرپلي كيدو ډېرې نيوكې موجودې دې.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

Published

on

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هم‌مهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.

دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووه‌پنځوسمه څپه پیل کړې ده.

تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.

راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.

دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!