سیمه ییز خبرونه
په تخار كې پر پنځه كلن ماشوم جنسي تېرى شوى
له جنسي تېري سره د مخ شوي ماشوم كورنۍ له پېښې دوه ورځې وروسته پوليسو ته خبر وركړى دى.
پوليس وايي، چې:
په جنسي تېري تورن سړى له سيمې تښتېدلى او دوى يې د نيولو هڅې پيل كړي دي.
د جنسي تېري د ښكارشوي ماشوم پلار و مور وايي، چې:
ماشوم مو د واده له مراسمو څخه يوه خپلوان له ځان سره كور ته بيولى او هلته يې پرې جنسي تېرى كړى دى.
دوى غوښتنه كوي، چې تورن سړي ته دې سخته سزا وركړ شي.
د تخار امنيه كوماندان عبدالخليل اسير وايي، چې:
د تورن سړي د نيولو هڅې روانې دي.
رپوټونه وايي، چې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې پرماشومانو او نجونو د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې دي.
په تېرو څو اوونيو كې له بلخ، سمنگانو او تخار ولايتونو څخه پر ماشومانو د جنسي تېريو څو رپوټونه خپاره شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هممهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووهپنځوسمه څپه پیل کړې ده.
تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.
دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

-
تازه خبرونه4 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
نړۍ4 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه4 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
-
تازه خبرونه4 days agoله ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
-
څار5 days agoڅار: چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اترو نوی کوربه
-
تازه خبرونه4 days agoپه چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې
-
تحول5 days agoتحول: له ایران سره د امریکا او اسرئیلو روانه جګړه