Connect with us

تازه خبرونه

په پنجشير كې د پي آر ټي پر مركز انتحاري بريد وشو

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نن سهار 7:30  په پنجشير كې يو ې اتحاري ډلې د بي آر ټي پر مركز بريد كړى.

د پنجشير امنيه كومندان قسيم جنگل باغ وايي:

څلورتنو انتحاري بريدگرو د سرف موټر پر مټ غوښتل په رخه ولسوالۍ كې د پي آر ټي پر مركز بريد وكړي، خو دغه مركز ته نژدې د خلكو لخوا وپېژندل شول او بريد پرې تر سره شو.

د نوموړي په وينا:

د خلكو په بريد كې د بريدگرو چاوديدونكي توكي و چاوديدل، چې پر بريدگرو سربېره په كې دوه د تېل  ټانكرو ډريوران وژل شوي.

د پنجشير امنيه كوماندان وايي:

په دې پېښه كې دوه تنه له افغان امنيتي ځواكونو او يو د پي آرټي امريكايي كاركونكي ټپيان شوي دي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان استازو د سیمه‌ییزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا د مشورتي خبرو د لومړنۍ ناستې په څنډه کې د ازبکستان جمهوریت بهرنیو چارو وزارت له مرستیال بابر عثمانوف سره د لیدنې پر مهال د اړیکو د پیاوړتیا، فرصتونو او د سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.

امیرخان متقي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او د نورې همغزۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار څرګند کړ.

دغه راز بابر عثمانوف د دې سیمه‌ییز نوښت له رامنځته کېدا د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ د کابل او تاشکند ترمنځ  د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او د نورو دېرو همکاریو پر غخېدا یې هم ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم په کابل کې د ازبکستان د صنعتي پراختیا او درملو تولید څانګې له مشر عبدالله عزیزوف او له مل پلاوي سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا په کليفورنيا ایالت کې افغانانو د پاکستان پوځي رژیم بريدونه وغندل

دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.

Published

on

د امریکا د کلفورنیا ایالت په مرکز سکرمنټو ښار کې افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه وغندل او په یو پرېکړه‌لیک کې یې له نړۍوالو څخه د دغو بریدړونو د څېړلو غوښتنه وکړه.

دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.

د کليفورنيا په سکرامنټو ښار کې راټولو شويو کسانو ويلي؛ دا بريدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې موضوع وڅېړي او عاملان یې ځواب ویلو ته راکاږي.

د غونډې ويناوالو خبرداری ورکړ، چې د تاوتريخوالي دوام کولی شي سيمه بې‌ثباته کړي او د نړۍ له مشرانو يې وغوښتل، چې د وضعيت د خرابېدا مخه ونيسي.

دې ته ورته لاريونونه تېره اوونۍ په اروپا کې هم وشول؛ لندن مېشتو سلګونو هېوادوالو لاريون وکړ او د بېړنۍ نړيوالې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.

دغه راز په اوسلو کې هم افغانان د ناروې پارلمان مخې ته راټول شول او د تاوتريخوالي د درولو غوښتنه يې وکړه.

شنونکي وايي، که سياسي هڅې ګړندۍ نه‌شي؛ د ډيورنډ کرښې تاوتريخوالی ښايي پراخې امنيتي ستونزې رامنځته کړي.

دا لاريونونه په داسې حال کې کېږي، چې د چین په اورومچي ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته وخت ناوخت نښتې او توپچي ډزې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په اداري اسنادو کې د بهرنیو اصطلاحاتو د بدلون لپاره ځانګړې ډله جوړېږي

په دې فرمان کې راغلي، چې دا کمیټه به د عدلیې وزارت تر مشرۍ لاندې د لوړو زده‌کړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، د علومو اکاډمۍ د عمومي ریاستونو او چارو ادارې له غړیتوب سره کار وکړي.

Published

on

Last Updated on: وری ۱۷, ۱۴۰۵

د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د نوي فرمان پر بنسټ د امارتي ادارو په اسنادو کې د بهرنیو اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړېږي.

په دې فرمان کې راغلي، چې دا کمیټه به د عدلیې وزارت تر مشرۍ لاندې د لوړو زده‌کړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، د علومو اکاډمۍ د عمومي ریاستونو او چارو ادارې له غړیتوب سره کار وکړي.

د دې فرمان د دوه‌یمې مادې له مخې؛ ټولې امارتي ادارې اړ دي، چې په خپلو اداري او اصولي اسنادو کې کارول شوي بهرني اصطلاحات راټول کړي او د لښتيلیک(جدول) پر بڼه یې مناسب بدیل وړاندیز او له دلیلونو سره یوځای یادې کمیټې ته وسپاري.

د فرمان په درېیمه ماده کې راغلي، چې کمیټه اړ ده، چې سپارل شوي شرایط وارزوي او د اسلامي او افغان اصطلاحاتو په پام کې نیولو سره ورته مناسب او مستند بدیلونه غوره او د وروستي تائید لپاره یې وروړاندې کړي.

دغه راز دا کمیټه کولی شي د اړوند ادارو استازو ته بلنه ورکړي، چې که اړتیا وي ورته نور معلومات هم چمتو کړي.

د دې فرمان د څلورمې مادې له مخې؛ دا حکم د صادرېدا له نېټې نافذ دی او ټاکل شوې، چې په رسمي جریده کې خپور شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!