سیمه ییز خبرونه
په هرات كې افغان ځوان په خپل لاس جوړه شوې الوتكه هوا ته پورته كړه
له هرات څه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې د دغه ولايت يو اوسيدونكى، چې له ماشومتوبه يې د الوتكې له جوړلو سره مينه درلوده؛ څو ورځې وړاندې يې د هرات ښار تر څيرمه له دشت حوض له سيمې د خپلو ملگرو په ملاتړ په خپله جوړه كړې الوتكه كې هوا ته پورته شو.
د هرات دغه اوسيدونكي ، چې محمد آصف نوميږي وايي:
د الوتكې جوړولو په نيت مې كلونه وړاندې د ساده وسايلو په راټولو او يو ځاى كولو پيل وكړ.
محمد آصف ياتوي:
وروڼو را سره په دغه كار كې همكاري كوله، خو پخپله مې د الوتكې جوړولو پوخ او ټينگ نيت كړى و، چې دادى په پاى كې بريالى شوم، چې الوتكه جوړه او هوا ته په كې الوت وكړم.
په خپل لاس د جوړې شوې الوتكې په واسطه د الوت نندارې ته گڼ شمېر كسان را غلي ول. دا، چې الوت بريالى و؛ ټولو خوښي څرگنده كړه.
نوموړي په تېرو څو كلونو كې څلور الوتكې جوړې كړي دي.
دى وايي، چې د اوږده واټن د وهلو لپاره د الوتكې د جوړلو په هڅه كې يم.
محمد آصف له دولته غواړي، چې ابتكاري خلكو ته د ودې زمينه برابره كړي.
په هېواد كې له دې وړاندې د غزني ولايت د جاغوريو يو اوسيدونكي هم ورته الوت درلود.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې د افغان ځوانانو ځواكمنتيا او پياوړتيا د غوره راتلونكې زيرى ور كوي كه استعدادونه يې وكارول شي ډېرې نيمگړتياوې به له مخې ليرې كړاى شي.
سیمه ییز خبرونه
د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هممهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووهپنځوسمه څپه پیل کړې ده.
تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.
دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

-
تازه خبرونه4 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
نړۍ4 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه4 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
-
تازه خبرونه4 days agoله ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
-
څار5 days agoڅار: چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اترو نوی کوربه
-
تازه خبرونه4 days agoپه چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې
-
تحول5 days agoتحول: له ایران سره د امریکا او اسرئیلو روانه جګړه