Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په شمال كې د نړيوالو ځواكونو نوي قوماندان د ولسمشرۍ په رڼو ټاكنو ټينگار وكړ

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان په شمال كې يو آلماني جنرال په رڼو او عادلانه ټاكنو ټينگار څرگند كړ.

په شمال زون كې د بهرنيو ځواكونو نوى قوماندان جنرال يورك فولمر وايي:

آيساف به د دې اجازه ورنه كړي، چې د افغانستان راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې له  امنيتي ستونزو سره مخ شي.

دغه جنرال همدا راز وايي له ۲۰۱۴م كال وروسته به له افغانستان سره د آلمان ډېره مرسته په ملكي برخه كې وي.

جنرال يورك فولمر، چې د جمعې په ورځ(د كب ۴) يې په شمالي ولايتونو كې د نړيوالو ځواكونو قومانداني په غاړه واخيسته د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د راتلونكيو ټاكنو د امنيت ټينگښت  د خپل ماموريت لومړيتوب وباله.

په شمال كې د آيساف قوماندان جنرال يورك فولمر وويل:

زما په ياد دي، چې په افغانستان كې د ۲۰۰۹م كال د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاكنې له پيله ترپايه د افغان ځواكونو له خوا كنتروليدې ، زما په ياد دي، چې د ټاكنو د ټولو امنيتي مسايلو مسوليت افغان ځواكونو په غاړه درلود.

دغه آلماني جنرال په ۲۰۱۴م كال كې په افغانستان كې د خپل هيواد د پوځي ماموريت پاى ته رسيدو ته  په نغوتې وايي:

موږ په شمال كې د ۲۰۹  شاهين  قول اردو د انجنيرۍ ښوونځى جوړه وو. په دې ښوونځي كې به د سړك د غاړې ماينونو د شنډولو په اړه زده كړه وركول كيږي؛ ځكه ډېرو ملكي خلكو ته په همدې ماينونو كې مرگ و ژوبله اوړي او زموږ دا همكاري به له ۲۰۱۴م كال وروسته هم  دوام ولري.

له بلې خوا په شمال كې د نړيوالو ځواكونو پخواني قوماندان جنرال ايريك فيفرد ملكي خلكو د مرگ و ژوبلې د كچې ټيټوالى او د وسله والو مخالفينو كمزورتيا د خپل ماموريت لاسته راوړنې ونومولې.

په شمال كې د آيساف پخواني قوماندان وايي:

موږ دښمن تر دې حده كمزورى كړى، چې دوى نه شي كولى بريدونه وكړي، له همدې كبله دښمن خپل جنگي تكتيك بدل كړى او د سړك غاړې ماينونو ايښودو ته يې مخه كړې ده .

د يادونې وړ ده، چې المان په افغانستان كې له ۴ زره ډير سرتېري لري چې  ډېر شمېر يې په بلخ او كندز ولايتونو كې ميشت دي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

Published

on

ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا له‌خوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»

د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.

د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوه‌یم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.

د ایران د ادعا په اړه د امریکا له‌خوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنه‌یي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچ‌اخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

Published

on

په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.

دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.

دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د کویټې ښار په څنډه کې د ګاز‌نل‌لیکه له چاودنې سره مخ شوې

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نل‌لیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نل‌لیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.

هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.

بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلام‌آباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بې‌برخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.

د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نل‌لیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!